سرلیکنه
دحامد کرزي ددوه دورو حکومت وروسته چې تریو درځن زیات کاندیدانو دجمهوري ریاست لپاره کمپاین کاوه، ډیرو پکې خپل اصلي هویت په سیاسي لوبو او اووختون کې له لاسه ورکړ هغه کسان ېې دځان ملګري کړل چې یوافغان هم نه ملګري کول، دهغه چاسره ېې لاسونه یوکړل چې په افغانستان کې چاهم لاس نه ورکاوه، په اشرف غني هم سر وګرځیده دهغه قوم کسان ېې دځان ملګري کړل چې چاورسره په درسترخوان ډوډۍ هم نه خوړله، داشرف غني لویه سیاسي تیروتنه داوه چې خپل قوم ېې دبل بې باوره قام په خپلولو له لاسه ورکړ اشرف غني ته دنږدې ملګروپه وینا په یو داسې دروغژن قوم ېې باور وکړ چې کله هم داشرف غني دقوم سره په ریښتوني لاره ندي تللي .
پر اشرف غني به په خپل هېواد کې دا نیوکې زیاتې کیدې خوله مجبوریته به ېې دنیوکو ځواب نشو ویلی، تیره ورځ چې ېې په لندن کې په (Rusi) کنفرانس کې وینا کوله دهمغه قوم اشخاصوچې اشرف غي به ورته ریښتوني ویل پراشرف غني ېې د ددروغژن ګوتي پورته کړې .
دلندن په کنفرانس کې دهغه چاپه مقابل کې چې پر اشرف غني ېې ددروغژن ګوتې پورته کړي دډیره وخت دستیج ترشا سکوت اختیار کړ دانه چې اشرف غني ددې نیوکو په مقابل کې ځوا ب نه درلوده سکوت ېې په دې اخیتارکړ چې ماڅه وکړل دوې څه کوي ؟
ماترې څه تمه درلوده ددوئ لخوادڅه سره مخ شوم ؟
ماپه کوم غرض د ادروغژن قوم ریښتونې ګڼلی وو، دوې په څه خاطر دروغژن یادکړم ؟
پراشرف غني نیوکې او ورته دروغژن ویل یواځې دسالنګ دلارې دبریښنادمزو دتیرولو موضوع نده چې بامیان میشتي ېې په بامیانو کې غواړي بلکه نور ډیر لا املونه هم شته چې دپردی لاندی پټ پاتې دي.
اشرف غني دلندن په کنفرانس کې مخکې لدې چې ددروغژن ګوتې پرې اوچتې شي، په خپل هېواد کې ېې په اداري فساد له ډیره ناکامه اعترف وکړ چې دخپل یونیم کال په موده کې ېې دفساد پرخلاف هیڅ نه وو کړي بلکه تر پخوا زیات اداري فساد لمن خوره کړې ده .
موږ دکوم قوم پرخلاف دڅه لیکلو حق ځانته نه وکوو خو دومره ویلې شو چې پرچا باور وکړل شي باید دسر په بدل پرهغه هم باور وشي خو دلته په موږ کې دعلم الفنون او علم القیافې کمښت دي اشرف غني به اقتصادپوهه وي خو دافن نلري چې په تاریخ کې ملت دکومو ملیتي کړاوونو سره مخ شویدی .
اوس به څرګنده شي چې دملي یو والي حکومت وروسته لدي په کومه لار روانیږي او درسۍ دکوم ورک سر پسې به ګرځي.

















