دا دجهل تـروږمـې ماتې کړه

شعر / راشد

 

د ازل  لــــــوړه عملــــــــــــــي  کړه ،  زولنې  ماتې کړه

ځوانه  د نر خـــويـونه خــپل کـړه ، پنجرې ماتې کړه

 

ستا  د همــت نشتوالي بند  کړلــــــــــــو  د رب کورونه

د  عـــــــــــــــــــــزم څلی  ابراهيم شه بتخانې ماتې کړه

 

د قرطبې دجامع هر دالان کې جوړ  می ځـاى شو

بيا  د  طــــــــارق   له ساحل ورشه ميخانې ماتـې کړه

 

يوه ښــــــــــــکلا شـه ملغــــــــــــــــلره د رحمت د سـهار

د سپېدو توره  د وحشت دا تورې شــپـې  ماتې کړه

 

زلميه !  ونيسه په ګــــــــوتو  کې  تر څنـګ     د توپک

د قلــــــــــــــــم څوکه دا دجهل تـروږمـې ماتې  کړه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button