عزیر اسدخیل
یوه ورځ یو سړی په خپله دیره کې د یوې ونې لاندې د یوې چوترې پر سر بیده و، خو کله چې له خوبه را بیدار شو نو تر څنګ یې پر خاوره د مار د تیریدو نښې تر سترګو شوې، سخت وویریدو او له واره یې په چیغو پیل وکړ، د کورنۍ غړي او نور خپلوان یې په منډو منډو ورغلل، ورځنې یې د چیغو وهلو او په لوړ آواز د ژړلو او فریاد پوښتنه وکړه، هغه ورته په ځواب کې وویل چې تر څنګ مې مار تیر شوی! خلکو ورته وویل چې چیچلی خو یې نه یې؟ یواځې تر خوا دې تیر شوی؟ نو بیا چیغې د څه لپاره وهې؟ هغه په ځواب کې ورته وویل چې ژاړم په دې چې دا چوتره نور د مار لاره شوه که نن نه وي نو یوه ورځ خو به مې حتماً چیچي.
اوس که د ولسمشر اشرف غني حالت ته وکتل شي نو د همدغه سړي حالت ته ورته دی، تیره ورځ چې د لندن په کانفرنس کې د یوه هزاره لخوا د ده کوم توهین وشو، دومره به جدي نه وي لکه پر ده یې چې لاره وموندله، دغه لار موندل تر دې ډیر خطرناک دي، ځکه چې اشرف غني یواځې د هزاره و له ننګونو سره ندی مخ بلکه د یوه داسې خطرناک مثلث تر منځ ګیر دي چې په آسانۍ سره به ورڅخه ځان ونشي ویستلای، اشرف غني باید دومره چیغې ووهې چې هم یې ټول ملت واوري او هم یې نړیواله ټولنه متوجه کړي، او ټوله نړۍ په دې پوه کړي چې په لندن کې د توهین کوونکي هزاره په اړه جدیت پریږدي بلکه د راتلونکې هغه خطر په باب فکر وکړي او د خنثی کولو آمادګي ورته ونیسي، ځکه چې دغه هزاره د دغه مثلث مورال خورا لوړ کړ او ذهنیت یې ورته ۹۰ درجې وګرځولو، پرون د یوه نامعلوم تلویزیوني چینل له لارې د لندن د دغې پیښې په اړه په رڼا اچولو سره د اشرف غني داسې سپکاوی وکړ چې د لندن د هزاره سپکاوی یې نصوار هم نه و او دغه توهین آمیزه ویډیو یې پر فیس بُک هم خپره کړه.
دا خطرناک مثلث چې د لومړي ځل لپاره د امریکا او غربي ټولني له خوا د طالبانو د غورځنګ پر ضد مالي او نظامي حمایه او د افغانستان په سیاست کې په عمدې توګه مطرح کړای شول چې بیا کرزي صیب هم د همدغو غربیانو په توصیه هغوی له حده زیات ونازول، او بالآخره دغه نازولي اوس اشرف غني ته په میراث پاتي دي، او دی یې هم مجبوراً نازوي، خو د پردې تر شاه په ژور سوچ کې یې ډوب کړی چې به څه ډول ورڅخه ځان وژغوري، د دې مثلث وجود د اشرف غني د حکومت لپاره ښه زیری نه دی.
که اشرف غني په خپل وخت د دغه بې بندوباره او کرغیړن مثلث مخه ونه نیسي او په نطفه کې یې خنثی نکړي او کړڼې یې مهار نه کړي نو د ډاکټر نجیب سرنوشت ته دې انتظار وباسي.
اشرف غني اوس د درې ګوني مثلث (دوستم+شمالي ټلواله+هزاره) په مینځ کې سخت ګیر دي، که یو خوشحالوي نو بل خفه کیږي او که بل راضي کوي نو بل ناراضه کیږي، اوس که د توتاپ پروژه د بامیان له لوري بیایی نو شمالي ټلواله خفه کیږی او که د جبل السراج له لارې یې بیایی نو هزاره ګان خفه کیږي. او دوستم خو لا د فیل په غوږ کې ویده دی او که راویښ شو ، نو هغه خو بیا ټولو ته معلوم دی، چې د امریکایانو مړو ته هم شهیدان وایي. هغه بیا تور ته سپین او سپین ته تور وایی، او اشرف غني د هغه په وړاندې بیا په جینګو داړو له یوې خندا پرته نور هیڅ نشي ویلای او هیڅ نشي کولای.
اشرف غني پر ځای د دې چې د دغه مثلث نه د وتلو لپاره خپلو ته لاس ورکړي، دا کار یې هم ناشونی کړی، هغه دغه لاسونه لا هغه مهال له ځان نه پرې کړل چې کله د قدرت په ګدۍ کیناست. که نوموړی نن چاته لاس هم وغزوي مشکله ده چې څوک ورته لاس ورکړي، په دی حالت کې مجبور دی چې هر بوټي او آن د اوبو زګ ته هم لاس واچوي. خو هیڅ ګټه به ورته ونه رسوي او بالآخره به د وسله والو مخالفینو په جال کې داسې ونښلي لکه ډاکټر نجیب چې ونښت او هر څه یې له لاسه ورکړي وو، او هیچا ورڅخه دفاع هم ونکړای شوه.


















