
افغان ولس دناکامې سولې له پنځمې غونډې هم ناهیلي دی
سرلیکنه
په ۲۰۱۵میلادي وروستیوکې چې ددولت او طالبانو دسولې په اړه څوغونډې په کابل او اسلام آباد کې وشوې ورستۍ پریکړه داوشوه چې د۲۰۱۶کال مارچ په میاشت کې کیدونکې غوڼده کې به طالبان هم دسولې په مذاکراتوکې برخه واخلي چې هغسې ونه شول، دکابل او اسلام آباد ترمنځ یوڅه بې باوري رامنځ ته شوه خو د اجرائیه رئیس چین ته دسفر پرمهال چې ېې دچینايي چارواکو نه علاوه په بیجنګ کې دواکمن کمونست ګوند دمشرسون تاوسره وکتل ، افغانستان سره داړیکو دپراخوالي ترڅنګ ېې ترې داغوښتنه هم وکړه چې دپاکستان سره دښې دوستۍ نه په استفادې سره پاکستان دې ته وهڅوي چې طالبان مذکراتو ته حاضرکړي .
سون تاو پاکستان او افغانستان سره دتاریخي دوستۍ په اړه وویل چې په افغانستان کې سولې او امن ته به ترهرڅه لومړیتوب او ارزښت ورکوي، دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي رچارډ اولسن په اسلام اباد کې دافغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال سره هم ولیدل چې په پایله کې په اسلام اباد کې دافغان سولې څلور اړخیزې کمیټې پنځمه غونده هم پیل شوه داچې داغونډه به له ځانه سره دافغانستان دسولې لپاره څه ولري او که به دتیرو غونډو په څیر تیره شي ، دکابل حکومت ترې دمخه ناهیلی دی ویلي ېې دي: ترڅوچې طالبان غونډې ته حاضرنه شي په غونډه کې په ددولت کوم پلاوی برخه وانخلي.
دا نده څرګنده چې په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخیلوال دپاکستان او افغانستان لپاره دامریکا دځانګړي استازي رچارډاولسن او که دچین دکمونست ګوند دمشر سون تاو په هڅو په پنځمه غونډه کې برخه واخسته .
افغان ولس له خپله دولته غوښتي چې یواځې په غونډو کې په ژمنوبسیا ونکړي باید عمل ته ېې وګوري دبلې خوا دمشرانو جرګې هم غوښتنه کړیده چې دسولې په پروسه کې دې روسیه او ملګري ملتونه شامل کړل شي .
پدې غونډه کې دپاکستان له لورې دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال اعزاز احمد چودري ، دافغانستان او پاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي رچارډاولسن، دپاکستان او افغانستان لپاره دچین ځانګړي استازي چینګ دینګ ژیون او دافغانستان له لوري په اسلام اباد کې افغان سفیر عمرزاخیلوال پکې برخه واخسته. .
تیروغونډو ته دملي یووالي حکومت دسولې په اړه زیاته لیوالتیا ښودله خو ولس ترې ناهیلی و اوس دملي یووالي حکومت او افغان ولس دواړه دڅلور اړخیزې کمیټې دپنځمې غونډې له پایلو ناهیلي دي وايي دتیروغونډو پایلې ناکامې وې او دابه هم دتیرو په څیر وي خو پاکستان امکان لری په غونډو دباور پیدا کولو په خاطر له خپلو کړو ژمنو یوڅه برخه عملي کړي که عملي ېې نکړي نو ولسي جرګې او افغان اولس له ملي یووالي حکومت غوښتي چې په خپل غوڅ دریځ ولاړ پاتې شي .
دا اوس هم د افغانستان دسولې په اړه پاکستان دنړیوال فشار لاندې سا اخلي خو که افغان دولت خپل دریځ سخت وساته پاکستان به ېې بیاپه نورو امکاني اړخونو غورکوي ترڅو دافغانستان دسولې په اړه پاکستان دریښتینولۍ ثبوت نړیوالو ته ورکړي .



