اووه هغه مهلکې ناروغی چې ګازي مشروبات يې لامل ګرځي

دا چې ګازي مشروبات (پيپسي، سيون اپ……) د ډيرو ناروغيو لامل ګرځي ګڼ شمير طبي څيړنې يې له څښلو څخه د ځان ساتلو توصيه کوي.
لاندې هغه سترې او خطرناکې ناروغی ذکر کيږي چې ګازي مشروبات يې سبب ګرځي
۱- شکر: څيړنو ثابته کړې چې ګازي مشروبات کارول دشکر دناروغی سبب ګرځي، ځکه چې په دغو مشروباتو کې دخوږو کچه زياته ده.
۲ـ پښتورګي: په ورځني حساب دوه پيالې ګازي مشروبات کارول د ګردو دله منځه تلو سبب ګرځي، ځکه ګازي مشروبات په بولو کې ربوټين زياتوي چې له امله يې پښتورګي کار پريږدي.
۳- د ځيګر پړسوب: دګازي مشروباتو په استعمال کې افراط دځيګرپه غټ والي داخته کيدو خطر زياتوي په داسې توګه چې کله دا خطر د الکولي مشروباتو څخه هم زيات دی.
۴- د وزن زياتوالی: دا چې په ګازي مشروباتو کې په پريمانه کچه خواږه شتون لري له همدې امله د ځورونکې چاغ والي سبب ګرځي.
۵- سرطان: په مصنوعي رنګونو باندې دګازي مشروباتو احتوا وجود دسرطاني ناروغيو له ګواښ سره مخ کوي.
۶- دهډوکو کمزوري کيدل: ګازي مشروبات په وجود کې دفاسفورو کچه زياتوي چې له امله يې کاليسيوم کميږي، ددغه نقص دپوره کولو په خاطر انساني جسم له هډوکو څخه کاليسيوم راکشوي، چې په نتيجه کې هډوکي کمزوري کيږي او د ماتيدو چانس يې زياتيږي.
۷- غاښونه چنجن کيدل: ګازي مشروبات په سريعه توګه دغاښونو غلاف (Enamel) له منځه وړي، ځکه ددې په ترکيب کې ګڼ شمير اسيډونه او تيزابونه شتون لري، او پدې توګه غاښونه دچينجن کيدو له ګواښ سره مخ کيږي.



