د مرګ دروغجني ادعاوي د طالبانو ستر ځواک او بری څرګندوي

لیکونکی ـ بدر منصور
د طالبانو د مشرانو د مرګ په اړه د اجیرو رسنیو دروغجني ادعاوي د نن خبره نه ده، دوی همېشه دا کرغېړن عمل تکراروي، پرون ځینو رسنیو د ملا اختر محمد منصور د مرګ په اړه راپورونه خپاره کړل، د ملا اختر محمد منصور په اړه خو فکر کوم د پرون اوازه دریمه شوه، دوه ځله نور هم رسنیو دده د مرګ خبره کړې وه.
هو دا هم ثابته خبره ده چي د ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په اړه رسنیو د هغه د مرګ خبر خپور کړ، او هغه رشتیا هم شو، خو هغه داسي مهال رسنیو خپور کړ چي طالبان ټول په خپلو کي سره خبر وه، د طالبانو د غونډو او په دې برخه کي د فعالیتونو له وجي رسنیو ته هم خبر ورسېد، بله دا چي هغه مهال په طالبانو کي هیچا هم د ملا محمد عمر د مرګ خبر ردنه کړ.
خو اوس چي د منصور صاحب د مرګ خبره کيږي، له یوې خوايې طالبان په کلکه ردوي، له بلي خوا دا خبره داسي مهال کيږي چي طالبان په دې ورستیو کي دبري پړاو ته نژدې شوي دي.
څلور اړخیزي پنځه واړه غونډي د سختي ناکامۍ سره مخ شوې، او طالبانو پکښي هیڅ ګډون ونه کړ.
د پسرلنیو عملیاتو سره طالبانو خپل بریدونه زیات، ګړندي، او ځپونکي، کړل.
پاکستان څو ځله نړیوالو ته په ډاګه کړه چي پر طالبانو واک نه لري.
په دې ورستیو کي طالبانو خپل صف تر پخوا متحد او چمتو کړ.
په هیواد کي ډیر ولایتونه او ولسوالئ د سقوط سره مخ دي.
په لنډه موده کي د حکومت لوړ پوړي چارواکي دطالبانو له خوا په نښه شول.
اوس چي د منصور صاحب د مرګ دروغجنه اوازه خپريږي د دې څخه هم دا جوتيږي چي طالبان ځواکمن او بريمن دي، اوس امریکایان او افغان حکومت دواړه غواړي چي په داسي خبرو سره د طالبانو لوړه روحیه ټیټه، او بالمقابل د خپلو مرال بایللو روحیه لوړه کړي، خو دا خبر به تر ډيره نه وي چي دوی خپل شوم ارمان ته ورسيږي، هرومرو به طالبان خپل غبرګون د منصور صاحب په ږغ کي، یا د بلي لاري څخه ښيي.


