چابهار دسوداګرۍ دتاریخ دتغیر بندر

سرلیکنه

افغانستان دتاریخ په اوږدوکې دګاونډیو، سیمې او نورو نړیوالو هېوادونو سره خپل د سوداګرۍ تاریخ لري، ځېنې هېوادونه افغانستان ته اړتیا لري، خو د اقتصاد له پلوه افغانستان بیا نورو هېوادنو ته زیات او هراړخیز اړمن هېواد دی، چې د تیروڅلورو لسیزو جګړو په کامله توګه د سوداګرۍ له ډګره محروم کړیدي، که څه هم افغانستان دپاکستان په شمول د یو شمیر ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریز تړونونه لري خو د ځینو ستونزو له امله افغانستان اړ شو چې د تهران او  هندوستان سره د چابهار  بندر  هوکړه لیک لاس لیک کړي.

د چابهار  بندر مسئله د ایران ،هند او افغانستان ترمنځ څه موده دمخه ایران ته د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله  په سفر کې مطرح شوې وه او هندوستان له هماغه ورځې د چابهار په بندر کار ګړندی کړی و، وړمه ورځ چې ولسمشر د قطر له دوه ورځني سفر ورسته تهران ته ولاړ،  په تهران کې د چابهار د بندر په اړه له ایراني سیال او د هند د صدراعظم نندرا مودي سره لېده کاته وکړل، چې په پایله کې د درې واړو هېوادونو د سوداګرۍ د پرمختګ په موخه د چابهار د بندر هوکړه لیک لاس لیک کړل شو .

د چابهار بندر د لاس لیک زمینه د هېواد د اقتصادي چارو حقوقي متخصصینو او  تخنیکي کارپوهانو هم برابره کړې وه چې د یوې خوا به افغانستان د هندوستان سره په تجارتي راکړه ورکړه کې ګټې ترلاسه، او له بلې خوا به د اسیا نورو هېوادونو سره هم سوداګریزې اړیکې پراخه کړي .

افغانستان به منځۍ اسیاسره د سوداګرۍ د پرمختګ علاوه هندي پانګوال هم دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونې وکړي، د چابهار د بندر هوکړه لیک ددرې واړو هېوادونو استازو په داسې حال کې لاس لیک کړ، چې د درې واړو هېوادونو مشرانو محمد اشرف غني ، حسن روحاني او د هند لومړی وزیر نندرامودي هم  حضور درلود.  یاد بندر د ایران د سستان او بلوچستان په ایالتونوکې موقعیت لري چې په فعالېدو به ېې افغانستان خپل ټول صادرات په اسانۍ سره بهر هېوادونو ته صادر

کاندي.

افغانستان په ۱۹۶۲میلادي کال د پاکستان سره سوداګري پیل کړېده او له هغې راپدېخوا دافغانستان او پاکستان ترمینځ سوداګري پراخه شوه په کویټه او پیښورکې دتجارت وطاقونه جوړکړل شول، افغاني سوداګرو ته یوڅه اسانتیا پیدا شوه خو په ځینو وختونو کې به افغاني سوداګرو د کراچۍ له بندره د تجارتي مالونو هېواد ته د را رسولو په اړه ستونزې درلودې چې اوس ترډیره حده دافغاني سوداګرو په وینا د چابهار له بندره سره به داستونزی کمې شي .

افغانستان د پاکستان سره داپتا په نامه یو سوداګریز تړو ن لاس لیک کړیدی چې د کراچۍ له بندره افغاني سوداګر خپل ډول ډول تجارتي مالونه دتورخم د لارې وارد کړي چې دتورغوڼدي ، اسلام کلا، شیرخان اوحیراتان بندرونو په څیر زیات د اړتیا وړ توکي د کراچۍ څخه افغانستان ته راړول کیږي .

افغان دولت او په ځانګړي توګه د سوداګرۍ وزارت باید په پام کې ولري چې یواځې د چابهار په بندر هم ملا ونه تړي که ایران د چابهار  بندر د سیاسي موخو لپاره استعمالول پیل کړي بیا به افغاني سوداګر  په بله ستونزه کې راګیر وي افغان دولت باید د چابهار د بندر  بدیل هم ولري ترڅو په سیاسي مشکل وخت کې ېې ایران دخوګې ګوتې ونه نیسي.

افغانستان باید د سیمي د ټولو هېوادونو سره خپلې هر اړخیزې اړیکې وساتي ترڅو د نورو هېوادونو په څير د هر سخت او تاواني حالت څخه دځان د ساتلو توان ولري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button