دملا اخترمحمد منصور وژنه تر طالبانو حکومت ته ستونزمنه ده!!!

عاکف مهاجر
دا دوه ورځې کیږي چې امریکا دعوه کوي چې د ډرون په یو برید کې یې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وژلی، په ورته وخت کې دافغانستان حکومت او استخباراتو هم دغه راپور نشر کړلو، او تراوسه مطبوعات ښه ګرمه پرې چلیږي.
خو پرون بیا امریکا یوه دعوه وکړه چې ملا اخترمحمد منصور یې ځکه په نښه کړلو چې دسولې خبروته نه تیاریدلو، او که نور څوک سولې ته تیار نشي نو مونږ به هغه هم په نښه کړو.
بل خوا بیا طالبان تراوسه دخپل مشر وژنه نه تاییدوي او نه یې ردوي، تر اوسه پورې چوپ دي.
امریکا یو بل اعلان هم وکړلو چې داکار یې د دې لپاره کړی ده چې د طالبانو ترمنځ اختلافات راپیدا کړي.
خو ډیری سیاسي کارپوهان بیا نظر ورکوي چې منصور په نسبت سره نورو طالبانو ته سولې ته لیواله وو، او اوس هغه د سولې خبرې ناشونې ښکاري، ځکه که چیرې رښتیاهم دا پېښه رامنځ ته شوې وي طالبان به د خپل مشر د غچ اخیستني لپاره په حکومت او امریکایانو باندې خپل بریدونه نور هم تیز کړي او انتقامي بریدونو ته به خپل ملګري وهڅوي.
بل دا چې لکه دتیر په څیر چې کله طالبانو تر ملامحمد عمر مجاهد ورسته خپل مشر منصور وټاکلو نو طالبانو دخپل زور ښودنې لپاره هم بریدونه زیات کړل، دا سې بریدونه یې وکړل چې دهغوی د حکومت تر ړنګیدلو ورسته یې ساری نه لیدل کیدلو طالبانو دتیزو اوچټکو بریدونو په دوران کې ډیرو ولسوالیو او دکندز ولایت ته هم سقوط ورکړلو !
دوهم: د اختلافاتو خبره.
طالبان چې یو څوک مشر ټاکي نو د شریعت په رڼاکې د هغه پوره پوره اطاعت کوي، لومړی یې نه مشر کوي خو کله چي یې مشر کړي بیا یې پوره اطاعت کوي.
لکه د تیر په څېر لومړی میډیا د طالبانو په اختلافاتو ډیره ګرمه وه، خو چې کله یې مشر وټاکلو نو ورو ورو یې اختلافات د صفر حد ته را ورسېدل، بالاخره یوازې هغه یوڅو چهرې، چې د طالبانو د حکومت تر ړنګیدلو وروسته یې صرف دکانداري او تجارت کړی وو خو اوس د استخباراتو په مټ باندې راپور ته شوي وو، چې دهغوی له طرفه ورته لوړ معاشونه ورکول کیدل هغه پاتې شول، او په اخر کې په ښکاره په افغان حکومت ننوتل.
لنډه داچې که د طالبانو مشر رښتیاهم وژل شوی وي،نو دا یوه ښه خاطره د افغانستان د ولس، حکومت، او امریکایانو، لپاره هم نده.
ځکه د سولې خبرې کومې چې امید یې وو هغه هم دناشونی حد ته ورسیدلې،او د جګړې په ډګر کې به هم افغان حکومت ته ګرانه ولویږي ځکه ملا اختر محمد منصور طالبان په نظامي او سیاسي ډګر دواړو کې ډیر غښتلي کړي وو، دوی ته یواځې دخپل مشر ټاکل دي نور دهغه په مسیر تګ ده !



