د تسلیت پیغام

لیکوال: م. حمد الله (دانشمند)
امیر المؤمنینه! شهادت دي د لوی الله (جل جلا له) په وړاندي قبول او مبارک شه! لوی الله (جل جلا له) دي د جنت په سترو نعمتونو او خوښیو و نازوه!
کورنۍ ته دي جمیل صبر او ستر اجر ور په برخه شه!
امیر المؤمنینه! تا چې څه لټول د هغه په موندلو بریالی شوې، د خپل اصلي هدف وروستي پړاو ته و رسېدې، د پاني او ستړي ژوند پر ځای د تلپاتې، هوسا او ډاډمن ژوند کوربه شوې، کوم یې چې ستر لارښوود (نبي علیه السلام مبارک) په بار بار غوښتنه کړې او موږ یې په دې پاني حواسو نشو درک کولای.
دا چې په {کل نفس ذآئقة الموت …، اذا جآء اجلهم…، و ما محمد الا رسول…}… الهي قضیو او جملو زموږ پوخ باور او یقین دی؛ ځکه نو باید ژغم او حوصله له لاسه ور نه کړو؛ له استرجاع ( {إنّا لله و إنّا إليه راجعون} ) نه پرته په بل څه ژبې و نه خوځوو؛ و هغه (نور الله مرقده) ته د ستر څښتن (جل جلا له) په وړاندې د دعا او بښنې لاسونه لپه کړو.
امېر المؤمنینه! له تا وړاندې هم د دې شانداره تګلارې غښتلي او سپېڅلي لارویان شته، چې د هغوی (رضي الله عنهم) ژوند لارې ته په کتو سره مو غم ځپلي زړونه څه ناڅه د ډاډ او تسل ساه اخلي. د دې سترې غمیزې په تحمّل او برداشت کې یواځې الهي مرستي ته سترګې په لاره یو او بس.
امیر المؤمنینه! ستا جدایي خورا سنګینه ده؛ ځکه اغېزه یې د هر کامل او با احساسه مومن په څېره کې له ورایه برېښې. له کوم نه چې ستا د شهادت اوازه خوره شوه؛ له هغه مهال نه په زبېښلو څېرو، وچو شونډو او اوښلنو سترګو ستا د “غږ” اورېدو ته د روژه تیانو په څېر لالهانده وو؛ خو الهي تقدیر مو د تدبیر مهار بل لور ته سوق کړ!
امیر المؤمنینه! تا خپل دروند مسؤلیت په ښه توګه تر سره کړ؛ مسلمه امت ته دي د الهي قانون په چوکاټ کې کاري خدمتونه وکړل؛ د دښمن په وړاندې دي په پوره شجاعت، فطانت او لوړ مرال مقابله وکړه؛ دهغوی تخنیک دي شنډ کړ او پر مخ تللې ټکنالوجي دې په حیرانوونکې توګه له ګواښ سره مخ کړه؛ د دې سپېڅلي خوځښت تیت او پرک افراد دي سره یو موټی کړل او…؛ ځکه نو مکار دښمن ستا ښکلا و نشوای ژغملای. په ټول توان او هره وسیله یې ستا د له منځه وړلو کوښښ کاوه، بالاخره و خپل شوم هدف ته ورسیدو.
امیر المومنینه ستا شاهکاره کړنلاره او ریښتنې تګلاره به ارو مرو تاریخ په خپله حافظه کې د تل له پاره یاد و ساتي، ستا اتلولۍ به راتلونکو اسلامي خوځښتونو او نسلونو ته یو ویاړمن حماسي انځور وي!
امیر المومنینا! له تا نه راته ویاړ منه او سالمه اداره په ميراث پاتې شوه؛ “ارحم الراحمین” الله دي وکړي؛ چې ستا ځای ناستی ستا تشه ډکه کړي او دغه اسلامي صف تر {کأنهم بنيان مرصوص} زرین چتر لاندې خپل هدف او اصلي موخې ته و رسوي. امین یا رب العالمین(!)



