د زمری یوه ورځ ژوند د ګیدړ د سلو کلونو له ژوند نه غوره دی

تبصره : عزیر اسدخیل /
مِنَ المُؤمِنينَ رِجالٌ صَدَقوا ما عاهَدُوا اللَّهَ عَلَيهِ ۖ فَمِنهُم مَن قَضىٰ نَحبَهُ وَمِنهُم مَن يَنتَظِرُ ۖ وَما بَدَّلوا تَبديلًا﴿۲۳﴾(الاحزاب)
د مسلمانانو نه ځینې کسان داسې دي چې د خدای تعالی سره په خپله کړې وعده صادقانه ودریدل او خپله کړې وعده یې سرته ورسوله (په شهادت ورسیدل) او ځینې نور یې د همدې وعدې پوره کولو ته منتظر دي، او هیڅکله یې هم د الله سره په خپله کړې وعده کې کوم تغییر او تبدیل رانه وست.
دا یو مسلم حقیقت دی چې دا دنیا او څه چې په دې دنیا کې دي ټول د پناه په لور روان دي، هیڅوک پکې پاتې کیدونکی ندی، ټول اخرت ته تلونکي دي که بډای دی که ګدا، که امیر دی که فقیر، که مسلمان دی او که غیر مسلمان، که د تقوی څښتن دی او که بې لارې انسان، که د ګیدړانو صفت لرونکی انسان دی او که د زمریانو په صفت موصوف دی. د ټولو د تګ لاره یوه ده او د تریخ حقیقت سره حتما مخ کیدونکي دي چې هغه مرګ دی.
خو سفرونه بیا جلا جلا دي، په دې معنی چې څوک به د خدای ج د رحمت او جنت د نعمتونو او ښیرازه تلپاتې ژوند خواته درومي او څوک به بیا د خدای د قهر او غضب او دوزخ ستونزمن او له کړاوه ډک تل پاتې سفر ګالي.
خو په دنیا کې باید انسان ځانته هغه ژوند انتخاب کړي چې د انسانانو په منځ کې هم د عزت سبب وګرځي او په آخرت کې هم د جنت او د خدای د رحمت او دایمی ښه ژوند خواته یې بوځې او له هغه ژوند نه ځان وساتي چې هم یې په دنیا کې ذلیل رسوا او ټیټ سری کړي او هم د خدای د قهر او غضب سبب شي او په آخرت کې هم د ذلت او رسوایۍ سره مخ شي.
د خدای د رضا د سبب کیدو ژوند مونږ ته الله تعالی په خپل رالیږلي کتاب قران مجید او د خپل رالیږلی استازي پیغمبر ص په واسطه په مکمل ډول او په تفصیلي توګه بیان شوی دی چې هغه په اسلام برابر د نارینتوب او زمریتوب نه ډک ژوند دی څو په آخرت کې هم د نارینتوب تل پاتې ژوند ورپه پرخه شي.
او که څوک په دنیا کې د یو څو ډالرو د لاسته راوړلو په موخه د ذلت او غلامۍ ژوند ته برتري ورکړي هغه به لکه څنګه چې په دنیا کې ذلیل کیږي (لکه د ډاکټر نجیب پایله) په آخرت کې به هم خوار او ذلیل وي خدای تعالی فرمایلی دی:
وَمَن كَانَ فِي هَذِهِ أَعْمَى فَهُوَ فِي الآخِرَةِ أَعْمَى وَأَضَلُّ سَبِيلًا ﴿۷۲﴾ (الإسراء).
یعنی څوک چې په دې دنیا کې ړوند وي (زړه یې ړوند وي داسلام حقانیت ته په زړه کې ځای نه ورکوي) هغه به په آخرت کې هم همغسی وي بلکی له دې نه به هم ډیر لارورکی وي.
خالد بن الولید رضي الله عنه د فارسیانو پادشاه ته په یوه استولي لیک کې لیکلي وو چې:
بسم الله الرحمن الرحیم
د خالد بن الولید لخوا د فارس پادشاهانو ته!
الحمد لله چې خدای ستاسې حکومت ړنګ کړ، ستاسې پلان یې شنډ کړ، او ستاسی یووالی یې له مینځه یوړ، نو تسلیم شئ، کنه نو جزیه ورکړئ او که جزیه نه ورکوئ نو ستاسې مخې ته مې د جګړې لپاره داسې څوک راوستي چې مرګ دومره خوښوي لکه تاسې چې ژوند څومره خوښوئ.
اوس که د ملا اختر محمد منصور او د هغه د نورو زمریانو حالت ته وګورو، نو جوته کیږي چې الحمد لله مشري یې ټول حقاني علماء کوي، د اسلام د دین د هدایاتو سره سم خپل کارونه او پلانونه پر مخ بیایي، د نارینتوب او زمریانو ژوند یې د ګیدړانو له ژوند نه غوره ګڼلی او د شهادت له مرګ سره همدومره مینه لري لکه د غرب نه راغلي افغان نما یې چې له ژوند سره لري. او د استشهادي بریدونو دوامداره سلسله د دې ادعا تر ټولو قوی ثبوت دی چې نړیوالو ته یې په مخ کې ایښی دی.
د کابل کاواکه ادارې چارواکي دې په دې پوه شي چې ملا اختر محمد منصور هیڅکله له مرګ نه ویره نه درلوده، که ویره یې درلودلای نو یا به د ښځو په شان په کور ناست و او یا به ستاسې په شان د بادارانو په څنګ کې د ګیدړانو ژوند غوره کړی وای او له زمریانو نه به یې د امریکایانو په غیږو کې په ځان پټولو سره ځانونه ساتلای. او د نړۍ د لسګونو هیوادونو کفري ائتلاف سره به یې نیغ په نیغه ډغرې نه وهلی.
ټول هغه نړیوال کفري ښکیلاکګر ځواکونه چې د مظلومو افغانانو سره په نا اعلان شوې جګړه کې ښکیل دي، هم دې خپل غوږونه ښه خلاص کړي چې د ملا اختر محمد منصور شهیدول ده او د ده زمریانو ته په هیڅ ډول د ویرې او ډار کوم لامل نه ګرځي بلکه برعکس لا یې ایمان ته نور قوت وربخښی ځکه چې دوی د قرآن په شان کتاب لري او د هغې پیروان دي، الله تعالی فرمایی:
الَّذِينَ قَالَ لَهُمُ النَّاسُ إِنَّ النَّاسَ قَدْ جَمَعُواْ لَكُمْ فَاخْشَوْهُمْ فَزَادَهُمْ إِيمَاناً وَقَالُواْ حَسْبُنَا اللّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ (173) فَانقَلَبُواْ بِنِعْمَةٍ مِّنَ اللّهِ وَفَضْلٍ لَّمْ يَمْسَسْهُمْ سُوءٌ وَاتَّبَعُواْ رِضْوَانَ اللّهِ وَاللّهُ ذُو فَضْلٍ عَظِيمٍ (174) (آل عمران).
هغه کسان چې چا ورته وویل: خلک مو په خلاف راجمع شوي دي نو وویریږئ، نو د هغوی ایمان نور هم زیات شو او ویې ویل چې: مونږ ته الله بسنه کوي چې تر ټولو غوره کار جوړوونکی دی، نو دوی بیا د خدای په نعمت او فضل سره په داسې حال کې بیرته ولاړل چې هیڅ ډول ضرر ورته ونه رسید او دوی د خدای رضا تعقیب کړه او الله د ستر فضل او مهربانۍ څښتن دی.
| عجبا لأمر المؤمن ! |



