شعر / راشد
لکـــه توحيد چې له ايمان سره په زړونو ګرځي
د خپلــــواکې فکر مو داسې په خيالونو ګرځي
ځکه په تمه د وصــــــال له لاندې لاس غــــزوم
پاس يو ټولی د زاڼو بيا په دنګو غرونو ګرځي
دا د زمريانو کومه ډله ده د ښـــــکار په تــــــکل
که د غازيانو کوم کـاروان په سنګرونو ګرځي
بيا مرور اشنا په خولا شو په خندا يې اوويل
نور دې غماز او رقيبان په دورشــلونو ګرځي
تقدير غمجنه پرېکړه وکړله بيلــتون يې راووړ
راشــد جنون ته ملا تړلې په ځنګلونو ګرځي


















