د زکوة مسائل (يولسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

ايا په اصناف ثمانيه ؤ کې هر يوه ته يې د زکوة ورکول ضروري دي

په دې کې اختلاف دى چې په اصناف ثمانيه ؤ کې ټولو ته يې د زکوة ورکول ضروري دي، يا دا چې که ځينو ته يې ورکړى شي نو دا هم کافي دي؟ منشاء د اختلاف په )انما الصدقات للفقراء( کې لام دى، شوافع حضرات همدغه لام د استحقاق لپاره بولي او اصناف ثمانيه مستحق ګڼي، لهذا د دوى په نزد هر هر صنف ته د زکوة ورکول لازمي او ضروري دي، يوه ته يې د ټول زکوة ورکول روا نه دي، بلکې له هر صنف څخه دريو دريو ته يې ورکول ضروري دي، ځکه چې د جمع اقل افراد هغه درى دي، او (ايصال الحق الي المستحقين) واجب دى، البته که چيرته ټول اصناف موجود نه وي نو بيا يې موجوده اصنافو ته ورکول روا دي ([1]).

احناف همدغه لام د استحقاق لپاره نه مني، د هغوى خبره دا ده چې همدغه لام د مصارف زکوة د بيان کولو لپاره راوړل شوى دى د استحقاق لپاره نه دى.

په حديث سره د حنفيانو تاکيد کيږي، ځکه چې په )تؤخذ من اغنيائهم فترد علي فقرائهم( حديث کې د جمع له جمع سره مقابله راغلې او مقابله د جمع له جمع سره تقسيم د احاد په احاد سره پيدا کوي، نو له همدې امله نتيجه دا را ووتله که يو غني خپل ټول زکوة يوه فقير ته ورکړي نو زکوة اداء کيږي، لهذا د زکوة په همدغو اتو اصنافو مصرف کول واجب نه دي ([2]) همدا مسلک د امام مالک رحمه الله، امام احمد رحمه الله ، سفيان ثوري رحمه الله او د جمهورو فقهاؤ هم دى ([3]).

د زکوة نه ورکولو له امله غنيانو ته خبر دارى

الله تعالى جل جلاله فرمايلي :

)وَالَّذِیۡنَ یَکۡنِزُوۡنَ الذَّہَبَ وَ الۡفِضَّۃَ وَ لَا یُنۡفِقُوۡنَہَا فِیۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ ۙ فَبَشِّرۡہُمۡ  بِعَذَابٍ اَلِیۡمٍ ﴿ۙ۳۴﴾ یَّوۡمَ یُحۡمٰی عَلَیۡہَا فِیۡ نَارِ جَہَنَّمَ فَتُکۡوٰی بِہَا جِبَاہُہُمۡ وَ جُنُوۡبُہُمۡ وَ ظُہُوۡرُہُمۡ ؕ ہٰذَا مَا  کَنَزۡتُمۡ  لِاَنۡفُسِکُمۡ فَذُوۡقُوۡا  مَا کُنۡتُمۡ  تَکۡنِزُوۡنَ( ([4]).

ژباړه : هغه کسان چې خزانه کوي سره زر او سپين زر او نه لګوي هغه په لاره د الله کې (د دين د ترقي لپاره) نو زيری ورکړه دوی ته په عذاب دردناک سره، په هغې ورځې چې سختې سرې به کړی شي دغه خزانې په اور د جهنم (دوزخ) کې نو داغلی به شي په هغه سره وچولی (تندی) د دوی او اړخونه د دوی او شاګانې د دوی (او ويلی به شي ورته) دا هغه شی دی چې خزانه کړی وه تاسې دپاره د نفسونو (ځانونو) خپلو نو وڅکئ تاسې (خوند د سزا د) هغه (مال) چې وی تاسې چې خزانه کاوه به مو (په دنيا کې اوس درته بلا شوه په عقبا کې) ([5]).

کله چې بخيل دولتمند ته د الله جل جلاله په لاره کې د مال لګولو په اړه څه وويل شي نو د ده په وچولي (تندي) کې ګونځې پيدا کيږي، او که ډير ورته ووايي نو اعراض کوي او مخ ترې اړوي او خپل اړخ ور ګرځوي او که په دغه سره هم خلاص نشو نو خپله شا ور ګرځوي او خپله مخه نيسي او ځي، نو ځکه سپين او سره زر (طلا او نقره) سره کوي (تودوي) او د ده همدغه دری ځايونه وچولی (تندی) اړخ او شا پرې داغوي چې په دې وسيلې سره د خپل د هغه ټول کړي مال خوند او مزه په ښه شان سره وڅکي، او خپله سزا په ښه شان سره پيدا کړي ([6]).

يعنې کوم خلک چې مال جمع کوي او د هغه حق نه اداء کوي، په دې ډول چې زکوة نه ورکوي او خداى تعالى جل جلاله د همدغه مال په څه ډول او په کومو ځايونو کې د مصرف کولو حکم کړى وي په همغه ډول او په همغو ځايونو کې يې نه مصرف کوي، نو داسې خلکو ته خبر دارى ورکړى شوى چې نږدې هغه ورځ راتلونکې ده په کومه به چې همداسې مجرمانو ته سزا ورکړى شي، او هغوى به په دردناک عذاب کې مبتلاء کړى شي.

کوم وخت چې همدغه آيت کريمه نازل شو نو صحابه کرام رضی الله عنهم ډير په فکر کې شول او هغوى ته ډيره ويره معلومه شوه، ځکه چې هغوى رضی الله عنهم د آيت له ظاهري مفهوم څخه دا معلومه کړه چې مطلقاً د مال جمع کول په شريعت کې لوى جرم دى، د کوم په باره کې چې همدغه آيت کريمه خبر دارى ورکوي، نو هر کله چې حضرت عمر رضی الله عنه همدغه کيفيت وليدلو نو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته يې په همدې باره کې عرض وکړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې باره کې وفرمايل چې : زکوة د دې لپاره فرض کړى شوى دى چې د هغه په ورکولو سره پاتې مال پاک کړى شي، هر کله چې په مال کې زکوة ورکړى شي نو کوم مال چې پاتې شي هغه پاک کړى شي، اوس که هغه مال جمع کړى شي نو په دې کې هيڅ خبره نشته، لهذا په آيت کريمه کې چې کوم وعيد بيان شوى دى هغه د مطلقاً مال جمع کولو په باره کې نه دى، بلکې هغه د هغه صورت لپاره دى چې مال جمع کړى شي او په هغه کې زکوة ورنکړى شي، که چيرته کوم کس مال جمع کوي او په هغه کې زکوة ورکوي نو د هغه لپاره هيڅ وعيد نشته دى.

کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهم ته دا وويل چې تر څو پورې زکوة ورکول کيږي نو د مال جمع کول ممنوع نه دي او صحابه کرام رضی الله عنهم له يو ډول ويرې څخه ووتل اطمينان او خوشحالي يې محسوسه کړه نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغوى د کيفيت په نظر کې نيولو سره هغوى ته د داسې شي لور ته رغبت ورکړ کوم چې له مال څخه په درجو درجو بهتر دى، يعنې ښځه : ګوا که په دې باره کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د ارشاد مطلب دا وه چې نيک بخته او ښايسته ښځه له مال څخه په څو درجو بهتره ده، ځکه چې روپۍ او پيسې، سره او سپين له هيچا سره پاتې کيدونکي شيان نه دي، بيا دا چې سره او سپين چې په خزانه کې محفوظ وساتل شي نو په دې وخت کې يې هيڅ نفع نه ورته رسيږي او نه کوم راحت، هو ! کله يې چې د خپل کوم ضرورت لپاره مصرف کړي نو يوازې په همداسې صورت کې هغه تاسو ته په ګټه درځي، پرته له ښځې چې تر څو پورې له تاسو سره وي نو ستاسو د ژوند ملګرې او د راحت باعث وي، هر کله چې تاسو د هغې لوري ته ور وګورى نو ستاسو طبعيت خوشحاله کيږي، ستاسو چې کوم ضرورت وي نو هغه يې سمدستي پوره کوي، او کله چې تاسو هغې ته کوم حکم وکړى نو سمدستي اطاعت کوي، هر وخت ستاسو د نفساني سکون او راحت ذريعه جوړيږي، او کله چې تاسو له کورونو څخه د باندې ووځى نو ستاسو د بچيانو، د مال او اسباب ساتونکې وي، او له هغو څخه ستاسو اولادونه پيدا کيږي، نه يوازې دا چې په ژوند کې ستاسو لپاره مټ وزر وي، بلکې له مړينې وروسته هم ستاسو ځاى ناستې وي او د کور نام يې ژوندى او روښانه ساتلى وي، همدا رنګه له ښځې څخه نورې ډيرې ګټې او راحتونه ترلاسه کيدلاى شي ([7]).

([1]) معارف السنن، ج : ٥، ص : ٢٠١، باب في کراهية اخذ خيار المال.

([2]) المرقاة، ج : ٤، ص : ١١٩.

([3]) نفحات التنقيح في شرح مشکوة المصابيح، ج : ٣، ص : ١٢٧، بحواله : معارف السنن، ج : ٥، ص : ٢٠٠.

([4]) التوبة، آية : ۴۵ – ۳۶.

([5]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۷۳ – ۱۰۷۴.

([6]) تفسير کابلی، ج : ۱، ص : ۱۰۷۴.

([7]) مظاهر حق جديد، ج : ٢، ص : ١٧٨.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button