د روژې مسائل (يولسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د مياشتې ليدو او د شاهدي ورکولو بيان

د اسلام اصول ساده او نظري دي، د مختلفو عبادتونو او خوشحاليو د وختونو لپاره يې داسې شيان معيار جوړ کړي په کومو چې پوهيدل هر عام او خاص، تعليم يافته او نا خوانده لپاره ممکن دي، د هغه يوه جزيه ده چې هغه د قمري مياشتو په باره کې له تکلفاتو څخه د کار اخيستلو پر ځاى د مياشتې ليدل يا د ديرشو ورځو پوره کيدل مقرر کړي، د دې لامل ښکاره ده چې يو خو د اسلام مزاج دى چى د داسې تکلف اميز شيانو تحقيقات له هغو امورو څخه نه دي د کومو چې له هر عام او خاص سړي سره تعلق وي، دويم دا چې د اهل فن رأيې هم له يوه بل څخه مختلفې دي، او کله خو غلطې هم  پکې ثابتيږي، له همدې امله زمونږ د امام حضرت امام ابوحنيفة رحمه الله مسلک دا ده چې په فلکياتي علومو يا حساب باندې د اختر يا د روژې پريکړه کول صحي نه دي، هو ! د هجري کال رواج کولو لپاره په همدغو مياشتو کې د همداسې فني اندازو اعتبار کيدلاى شي، د کومو چې له کومې ځانګړې نيټې سره چې کوم شرعي عبادت متعلق شوى نه وي ([1]).

د رؤيت دوه جزء

د مياشتې (سپوږمۍ) په سلسله کې په دې خبره ځان پوهول پکار دي چې د همدغې سلسلې دوه جزء دي (١) د مياشتې ليدل (٢) او د مياشتې د ليدلو شهادت، په لومړنى سلسله کې کوم خلک چې وايي چې په هوائي جهاز کې پورته کيدل يا په دوربين سره د مياشتې په ليدلو کې کومه خبره نکول پکار دي د هغوى تر ټولو لويه غلط فهمي دا ده چې مسئله د مياشتې د وجود ده، سره له دې چې دا قطعاً غلطه ده، ځکه چې په شريعت کې د مياشتې (سپوږمۍ) وجود ته اعتبار نشته، بلکې معتبر د مياشتې (سپوږمۍ) ليدل (په خلاصو سترګو د سپوږمۍ ليدل دي) يعنې شريعت چې د اسلام د څومره معاملاتو مدار په سپوږمۍ باندې ايښى دى په هغو کې فوق الافق د سپوږمۍ وجود کافي نه دى، بلکې د دې قابل ليدل او په عامو سترګو سره يې ليدل ضروري دي، ځکه دا خبره هر لوستونکى او نا لوستونکى پيژني چې سپوږمۍ هيڅ وخت او هيڅ کله ورکيدلاى نشي، بلکې په خپل مدار کې يو ځاى نه يو ځاى موجوده وي، لهذا که چيرته په نويو (جديدو) آلاتو سره د سپوږمۍ ليدل کافي وګڼل شي نو د هغې لپاره د نه ويشت (۲۹) يا ديرش (۳۰) تاريخ شرط څه ضروري دى، بلکې په هوائي جهاز کې پورته کيدل او له کوم لوړ افق څخه د داسې دوربينونو په ذريعه په کومو کې چې د لمر شعاع انساني نظر ته نه حايل کيږي په اوه ويشتم او اته ويشتم هم سپوږمۍ ليدل کيږي، لهذا معلومه شوه چې په هغو ټولو معاملاتو کې د کومو مدار چې په سپوږمۍ باندې وي او په کومو کې چې رمضان او اختر هم شامل دي، په مشروطي توګه باندې د هغو اعتبار نشي کيدلاى چې سپوږمۍ په افق باندې موجوده وه، بلکې معتبر دا ده چې سپوږمۍ د ليدلو وړ وي او په عامو سترګو سره وليدل شي ([2]).

په رمضان کې د مياشتې (سپوږمۍ) ليدو حکم څه دی

پوښتنه : په رمضان شريف کې د مياشتې (سپوږمۍ) ليدو حکم څه دی؟

ځواب : د شعبان په ۲۹ ويشتم تاريخ د رمضان مياشت (سپوږمۍ) ليدل، يعنې د ليدلو کوشش کول او د آسمان په کنارو کې يې لټول واجب کفايي دي او د رجب په ۲۹ تاريخ مياشتې ته کتل مستحب دي، چې د شعبان د ۲۹ تاريخ حساب په صحي توګه معلوم شي، که چيرته د شعبان په ۲۹ تاريخ د رمضان مياشت وليدل شي نو صبا ورځ روژه ونيسئ او که مياشت ونه ليدل شوه او د آسمان کناره پاکه وه نو صبا ورځ روژه مه نيسئ، او که چيرته د آسمان پر کناره ګرد غبار وو نو صبا ورځ تر لسو بجو پورې کوم خوراک څښاک مه کوئ، که چيرته تر دغه وخته پورې له کوم لوري معتبر خبر راشي نو د روژې نيت وکړئ او که رانشي نو خوراک څښاک وکړئ، ليکن د شعبان په ۲۹ تاريخ د مياشتې د نه ليدو په صورت کې د صبا ورځې د روژې لپاره داسې نيت کول مکروه دي که مياشت وليدل شوه نو د رمضان روژه مې ده او که ونه ليدل شوه نو نفل روژه مې ده ([3]).

د رؤيت هلال لپاره د دوربين استعمال

پوښتنه : د اختر او رمضان د مياشتې ليدو لپاره د دوربين استعمال څرنګه دى؟.

ځواب : دوربين يوازې د نظر زياتولو لپاره آله ده، لکه عينک (چشمه) په دې سره په ليدلو کې کومه خبر نشته، هو ! که چيرته کوم داسې دوربين ايجاد کړى شي چې مياشت د افق لاندې باوجود پکې تر سترګو کيږي نو دا روا نه ده، ځکه چې سپوږمۍ او لمر تل (هميشه) په افق باندې ليدل يې معتبر وي ([4]).

په رؤيت هلال کې کومو خلکو لره اعتبار دى

پوښتنه : په (٢٩) د شعبان که د رمضان مياشت لسو مسلمانانو او يوولسو هندوانو وليدله، په ټولو مسلمانو کې يو کس متشرع د لمانځه او د روژې پابند دى او پاتې نور ټول فاسقان او د ږيرو خريونکي دي، له دې امله چې ږيرې يې خريلې دي زيد د هغوى شهادت نه قبلوي، لهذا د داسې خلکو شهادت د مياشتې د ثبوت لپاره مفيد دى او که نه؟ او د روژې په ماتونکو او د روژې په نه ساتونکو باندې کفاره يا قضاء شته او که نه؟.

ځواب : که چيرته په (٢٩) د شعبان وريځ وه نو د يوه عادل يا مستور الحال کس په شهادت سره هم رمضان ثابتيدلاى شي، پس که چيرته په همدغو ليدونکو کې يو کس هم متشرع د لمانځه او دروژې پابند او له منهياتو څخه پرهيز کونکى وو نو د هغه په بيان باندې د روژې حکم کول لازم دي، او که چيرته يو کس هم همداسې نه وو بيا نو زيد چې د هغوى خبره يې نه ده منلې ښه يې کړي، د روژې په ماتونکو باندې او د روژې په نه نيونکو باندې کفاره نشته، البته د همغې ورځې د روژې قضائي راوړل لازمي دي، کله چې دا ثابته شوې وي چې په (٢٩) د شعبان مياشت ليدل شوې ده ([5]).

([1]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٢٩، بحواله : جديد فقهي مسايل، ج : ١، ص : ٨٨.

([2]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٢٩ – ٣٠، بحواله : حاشيه مظاهر حق جديد، ج : ٢، ص : ٨٧.

([3]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٦٥.

([4]) مسايل رفعت قاسمي، ج : ٤، ص : ٣٠، بحواله : امداد الفتاوى، ج : ٢، ص : ١٠٩.

([5]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ج : ٦، ص : ٢٣٢، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٢٣، کتاب الصوم.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button