د حج او عمرې مسائل (يولسمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د ميقاتونو بيان
حضرت ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د آفاقي (له ميقات څخه د باندې اوسيدونکو خلکو) لپاره ميقات په دې ډول معلوم کړی : د اهل مدينه ؤ لپاره ذوالحليفه، د شام اوسيدونکو لپاره جحفه، د نجد اوسيدونکو لپاره قرن منازل او د يمن اوسيدونکو لپاره يلملم، دا ټول ميقاتونه د همدغو سيمو د خلکو لپاره دي، همدا رنګه له دوی پرته د هغو خلکو لپاره هم دي کوم چې له همدغو ځايونو څخه تيريږي، او دا ميقاتونه د هغو خلکو لپاره هم دي کوم چې د حج او عمره کولو اراده وکړي، او کوم خلک چې په همدغو ځايونو کې اوسيږي د هغو د احرام تړلو ځای د هغوی کورونه دي تر دې چې د مکه خلک دې له مکه څخه احرام وتړي ([1]).
مواقيت د ميقات جمع ده، د ميقات اصلي معنی ده د يوه شي لپاره داسې وخت مقررول کوم چې له هغه سره خاص وي، توسعاً يې اطلاق په مکان (يو ځای) باندې هم کيدلای شي ([2]).
دلته له ميقات څخه مراد هغه ځای دی له کوم ځای څخه چې مکه مکرمه ته تلونکي احرامونه تړي، او د احرام له تړلو پرته له همدغو ځايونو څخه تيريدل ناروا دي.
په دې باندې د ټولو اتفاق دی کوم کس چې د حج يا عمره کولو اراده لري هغه ته له احرام پرته له ميقات څخه تيريدل ناروا دي، البته په دې کې اختلاف دی چې که يو کس له حج او عمره پرته د بل غرض لپاره مکه مکرمه ته ځي نو آيا د هغه لپاره له احرام پرته له ميقات څخه تيريدل روا دي او که ناروا؟.
د امام شافعي رحمه الله په نزد که چيرته د حج او عمره کولو اراده نه وي نو له احرام پرته له ميقات څخه تيريدل روا دي، او د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد که چيرته د حج او عمره کولو اراده هم نه وي د آفاقي لپاره له احرام پرته مکه مکرمه ته داخليدل روا نه دي ([3]).
د امام شافعي رحمه الله استلال په هغه روايت سره دی په کوم کې چې )لمن کان يريد الحج والعمرة( فرمايل شوي، د کوم مفهوم چې دا دی : که چيرته کوم کس د حج او عمره له اراده پرته له ميقات څخه تيريږي نو د هغه لپاره ضروري نه ده چې هغه مکه مکرمه ته د داخليدو لپاره احرام وتړي.
د احنافو استدلال په مصنف ابن ابی شيبة کې د حضرت ابن عباس رضی الله عنه په دې روايت سره دی )ان النبي صلی الله عليه وسلم قال : لايجاوز احد الوقت الا المحرم( ([4]).
دا حديث په همدې باره کې مطلق دی، په دې کې د حج او عمره د اراده قيد نشته، بل دا چې له احرام څخه مقصود د کعبه شريف تعظيم او احترام دی، که حج او عمره کوي او که نه يې کوي، نو له همدې امله دا حکم په هر هغه کس باندې لګول کيږي کوم چې مکه مکرمه ته تلل غواړي.
همدا رنګه امام شافعي رحمه الله په خپل مسند کې دا روايت نقل کړی )عن ابی الشعثاء انه رأی ابن عباس يرد من جاوز الميقات غير محرم( ([5]) او اسحق بن راهويه رحمه الله په خپل مسند کې دا روايت نقل کړی )عن ابن عباس قال : اذا جاوز الوقت فلم يحرم حتی دخل مکة، رجع الی الوقت فاحرم، فان خشی ان رجع الی الوقت، فانه يحرم، ويهريق لذلک دما( ([6]).
د امام شافعي رحمه الله د استدلال ځواب دا ده : په حديث کې چې داسې فرمايل شوي )لمن کان يريد الحج والعمرة( دا قيد احترازي نه دی، بلکې قيد واقعي دی، ځکه هر څوک چې له دې ځای څخه تيريږي نو هغه د بيت الله د تعظيم په نظر کې نيولو سره د حج يا د عمره کولو اراده ضرور کوي.
او دا هم ويل کيدلای شي مونږ چې کوم احاديث ذکر کړي له هغو څخه صراحةً دا معلوميږي چې کوم کس مکه مکرمه ته تلل غواړي نو په هغه باندې احرام واجب دی، که د حج او عمره کولو اراده يې وي او که نه وي، بل دا چونکه د امام شافعي رحمه الله استدلال په مفهوم مخالف سره دی، نو له همدې امله د مفهوم مخالف په مقابل کې منطوق ته ترجيح ورکول کيږي ([7]).
له ميقات څخه احرام تړل بهتر دي او که له خپل کور څخه
بيا په دې کې اختلاف دی چې له همدغو ميقاتونو څخه د احرام تړل بهتر دي او که له خپل کور څخه د احرام تړل بهتر دي؟.
د امام مالک رحمه الله ، امام احمد رحمه الله او امام اسحق رحمه الله په نزد له ميقات څخه د احرام تړل بهتر دي، د دوی استدلال د حضرت ابن عباس رضی الله عنه په همدې روايت سره دی، او همدا رانګه د همدغو حضراتو استدلال په هغو ټولو روايتونو سره دی په کومو کې چې له ميقات څخه د احرام تړلو ذکر راغلی.
د امام ابو حنيفة رحمه الله ، امام شافعي رحمه الله او امام ثوري رحمه الله په نزد له خپل کور څخه احرام تړل بهتر دي ([8]) خو په دې شرط چې په خپل ځان به يې باور (اعتماد) وي چې په کوم ممنوع کار کې نه مبتلاء کيږي.
د همدغو حضراتو استدلال د صحابه کرامو رضی الله عنهم په فعل سره دی، ځکه چې زياتره صحابه کرامو رضی الله عنهم لکه ابن مسعود رضی الله عنه ، ابن عباس رضی الله عنه ، ابن عمر رضی الله عنه او نورو به له ميقات څخه مخکې احرام تړلو، دا چې همدغه حضراتو رضی الله عنهم په سنت ښه پوه دي، نو ځکه د دوی دا فعل حجت کيدلای شي.
او په کومو احاديثو کې چې له ميقات څخه د احرام تړلو ذکر راغلی نو له هغوی مراد دا ده چې ميقاتونه د احرام تړلو لپاره اخيري حد دی، له کومو څخه چې د احرام له تړلو پرته تيريدل منع دي، پاتې شوه د بهتري خبره نو بهتر هغه دی کوم چې صحابه کرامو رضی الله عنهم بهتر ګڼلی ([9]).
([1]) مشکوة شريف، حديث نمبر : ۲۵۱۶.
([2]) النهاية لابن الاثير، ج : ۵، ص : ۲۱۲.
([3]) التعليق الصبيح، ج : ۳، ص : ۱۷۶.
([4]) مصنف ابن ابي شيبة، ج : ۴، ص : ۵۲.
([5]) نصب الراية، ج : ۳، ص : ۱۵.
([6]) نصب الراية، ج : ۳، ص : ۱۵.
([7]) التعليق الصبيح، ج : ۳، ص : ۱۷۶.
([8]) د زيات تفصيل لپاره دې وکتل شي : عمدة القاري، ج : ۹، ص : ۱۴۱.
([9]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۴۱۱ – ۴۱۲.



