د جهاد فقهي مسائل (دولسمه برخه)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله

ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د اسلامي فوځ ځینې مشخصات

د اسلامي فوځ ځينې مواصفات د اسلام له نظره

د الله تعالى په لاره کې جهاد په هر مسلمان فرض دی، او له دغې سترې فريضې څخه مکلف  مسلمان هيڅ خلاصون نلري، نو ځکه د اسلام  له نظره بايد ټول مسلمانان د وخت  له غو ښتنې سره سم په جهادي امورو پوه او وروزل شي، ترڅو د اسلامي ټولنې هر فرد د ضرورت په  وخت کې د دين  او ملت له دښمنانو سره  په پوره ميړانه او ثبات مقابله او مبارزه  وکړي، د حق او با طل په جګړه کې بيرته پاتې نشي، په دې هکله  الله تعالى ټول اسلامي امت ته داسې دستور ورکوي :

(واعدوا لهم مااستطعتم من قوة) يعنې د کافرانو د مقابلې لپاره چې څومره ستاسو طاقت وي په هغه اندازه د خپل قوت تيارى وکړئ.

د پورتني آيت په تفسير کې حضرت محمد (ص) په تکرار فرمايلي )الا ان القوة الرمى( خبر شئ چې قوت له نښې ويشتلو څخه عبارت دی، يعنې مسلمان بايد د جنګ وسلې په کامله توګه زده کړي او د هدف ويشتلو، آس زغلولو او د همداسې نورو تکتيکونو د وخت له غوښتنې سره سم مشقونه وکړئ، په دې هکله له حضرت  عمر (رض) څخه داسې رانقل شوي )وذکرعن عمر (رض) انه قال علموا اولادکم السباحة والفروسية ومروهم بالاحتفاء بين الاعراض( يعنې خپلو اولادونو ته په اوبو کې د لامبو  وهلو او د آس  زغلولو ښوونه وکړئ او هغو ته د هدفونو ترمينځ  په زغاسته امر وکړئ ( سيرکبير جلد ١ صفحه ١١٣) .

مسلمانان بايد تل د دين، ناموس، ټاټوبي او د خپل عزت د ساتنې لپاره سپاهي او ساتونکی وي، په دغه  لار کې سرښندنه د ځان فرض وبولي او په خپلو دغو مقدساتو د تيري او تجاوز په وخت کې له هيڅ ډول قرباني څخه ځان ونه سپموي، په تيره بيا د يوه اسلامي حکومت دا فرض دي چې هغه د پورتنيو اصولو په نظر کې لرلو سره د خپل ملت  ټول افراد په پوره ډول  وروزي او په دې لاره کې لازم تصميمونه او پلانونه  ونيسي.

د جهاد روحيه په ملت کې ژوندى ساتل د ملت بقاء او ژوند تضمينوي، او دښمن د هغه ملت په اړه له تيري او تجاوز څخه محروموي، ځکه چې يو مسلمان په خپله حق پاله مبارزه کې د خپل ځان له لاسه  ورکول (شهادت) او په دښمن برى ګڼي او د قربانۍ ډګر ته په  فخر وردانګي،  نو د ښمن په دې پوهيږي چې مسلمان په جنګ کې شا اړويستو ته تيارندی او د ژوند او مرګ په دواړو صورتونو کې ځان کامياب او کامران بولي، نو دښمن له مقابلې کولو ځان عاجز بولي، څرنګه چې انسان ته د ژوندانه په ساحه کې ډير مسئوليتونه ور په غاړه دي او د تل لپاره د ملت  ټول افراد د جهاد ډګر ته نشي تلاى نو ځکه دغه فريضه په عامو حالاتو کې فرض کفائي ګڼل کيږي، او اسلامي حکومت به د دغې عالي فريضې د سرته رسولو لپاره يوه خاصه ډله جوړوي چې په  اوسنی اصطلاح کې ورته فوځ يا اردو وئيل کيږي، د دغې اردو په تشکېل او جوړښت کې بايد څه ډول خلکو ته برخه ورکړل شي، په دې ارتباط په راتلونکو ليکنو کې د اسلامي اردو ځينې صفات ښودل کيږي :

نور بيا

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button