غزل

جانان خدرخیل

د دار تر توره پړي به مې سپینه غاړه وړمه

انجام د پاکې مینې ته په مینه غاړه وړمه

 

په هسکه غاړه ځمه سبا خپلې قتل ګاه ته

نور بس د ارام غېږې ته شیرینه غاړه وړمه

 

امېل د پرهرونو او په وینو سره مــرۍ مـــې

حضور ته د جانان به مې رنګینه غاړه وړمه

 

ورځم، د وفا نخښه سر په لاس کې ور وړمه

د یــار وه درته دا رنګه حسینه غاړه وړمــــــه

 

هر څاڅکی د هغه د محبت سندرې وایــــــي

نو ځکه خو همداسې رنګ په وینه غاړه وړمه

 

ټټر باندې مې مــه اېږدئ ګلــونه کلیــوالــــو

دا نه ګورئ چې ټپ ټپ ګلورینه غاړه وړمه!؟

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button