دعلامة طاهر بن عاشور او د تونس د ولسمشر بورقیبه تر منځ دروژي په سر جنجال څرنګه وو؟

په کال ۱۹۶۱م کې د تونس د هغه وخت ولسمشر چې بورقیبة نومیدو په داسې حال کې راښکاره شو چې په رڼا ورځ یې روژه خوړله او خپل ملت ته یې هم د روژې خوړلو بلنه ورکړه.!
د دې په خاطر چې خپل دغه کار ته شرعي بڼه ورکړي؛ د تونس د هغه وخت دمفتي علامة الطاهر بن عاشور نه یی وغوښتل چې د روژې د خوړلو په جواز فتوی ورکړي څو تولیدات زیات شي!!
خو کله چې الشیخ الطاهر ابن عاشور د تلویزیون په پرده راښکاره شو او خلکو هم انتظار کولو چې ګوندې مفتی به هم همداسې فتوی ورکړي، مفتی پاڅیدو او دا آیت یې ولوستلو چې: (يا أيها الذين آمنوا كُتب عليكم الصيام كما كُتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون) (ای هغه کسانو چې ایمان مو راوړی روژه پر تاسې باندې داسې فرض کړای شوې ده لکه له تاسې نه پر مخکې خلکو چې فرض کړای شوې وه ښایې چې متقیان شئ)
بیا یې وویل: الله رښتیا ویلي او بورقیه درواغ ویلي…
الله رښتیا ویلي او بورقیه درواغ ویلي…
الله رښتیا ویلي او بورقیه درواغ ویلي…
دا خبره یې درې ځلې تکرار کړه او بیا یې د روژې د خوړلو پر حراموالي فتوی ورکړه او زیاته یې کړه : که هرڅوک روژه خوري نو هغه په څرګنده له دین نه حتما انکار کړی دی او د روژې په اړه یې دا ادعا باطله وګرځوله چې ګوندې روژه په تولیداتو کې کموالی راولي.
دمفتی صاحب په دې فتوی سره ژبې ګونګۍ شوې او تونسي حکومت پرته له دې چې میدان پریږدي نورهیڅ ونکړای شول، او خدای تعالی د روژې فرضیت په تونس کې د شیخ طاهر بن عاشورر په لاس لوړ کړ.



