دولت دطالبانو پروړاندې دناکامۍ اعتراف وکړ

سرليکنه

تيره ورځ دملي امنيت شورا، ددفاع او کورنيوچارو وزارتونو يوګډ مطبوعاتي  کنفرانس جوړکړ په کنفرانس کې يې وويل وروسته له دې به پر طالبانو اقتصادي سر چينې وچې کړو چې نور د جګړې توان له لاسه ورکړي .

دمخه به يادو ادارو ويل چې طالبا ن دنشه يي توکو دقاچاق ، عشراو زکات اودمخدره موادو دقاچاق دلارې په مليونونه ډالر ترلاسه کوي .

څو ورځې دمخه يو څيړنيز بنسټ ګلو بل وينټس په خپل راپورکې وويل دبدخشان په ولايت کې په غير قانوني توګه دکانونو کيندني روانې دي چې پکي دزور  واکو غيرقانوني کيندنکوسره  ولايتي چارواکي هم شريک دي.

ياد بنسټ دغير قانوني کيندونکو زورواکواشاره پخواني جهادي قوماندان ملک ته کړې چې د ١٥ کالو راپديخوا په بدخشان ولايت کې په غيرقانوني کيندلو بوخت دي او په مليونونوډالر ترې ترلاسه کوي.

دبدخشان ولايت دلاجوردو دکانونو څخه دمخه هم په غيرقانوني کيندلو سره لاجورد بهر هېوادنوته قاچاق کيدل خو دياد بنسټ په راپورسره  دفاع او کورنيوچارو وزارتونو ته انديښنه پيداشوه چې ددفاع پخواني وزير بسم الله محمدي يي هم دغيرقانوني کيندونکو قاچاقيانو سره شريک يادکړي دى.

دګلوبل بنسټ په راپورکې ويل شوي چې دبدخشان ولايتي چارواکي، پخواني جهادي قوماندان مالک ، پخوانې د دفاع وزير بسم الله محمدي چې په غيرقانوني کيندلو کې سره شريک دي داټول بيا طالبانوته  په ميليونونه ډالر خپله برخه ورکوي، ځکه خو دملي امنيت شورا، دفاع او کورنيوچارو وزارتونه وايي چې پر طالبانو دې مالي سر چينې ودرول شي.

 دملي امنيت ، دفاع او کورنيوچارو وزارتونو ويلي چې طالبان دغير قانوني کيندلو، نشه يې توکو او عشر او زکات څخه په ميلينونو ډالر ترلاسه کوي  دجګړې په ډګرکې دامنيتي ځواکونو په تلفاتو سره  دمقابلې پرځاې غوره داده چې مالي سر چينې پري وچې کړل شي ترڅو دجګړې ددوام توان له لاسه ورکړي.

دولت په کندز او هلمند ولاياتو کې دجګړې توان له لاسه ورکړی دى اوس غواړي دمالي سرچينو په وچيدو سره دطالبانو مقابله وکړي چې دا پخپله دطالبانو په وړاندې  دماتې اعتراف دى.

ددې نه داڅرګنده شوه چې دملي امنيت ، دفاع وزارت او کورنيوچارو وزارت نور دطالبانو په وړاندي دمقاومت توان نه لري  او دجګړې په ميدان کې  ېې مقابله نشي کولاې ځکه ېې غوره وبلله چې پرطالبانو دې مالي سرچيني  ودرول شي  دفاع وزارت داهم ويلي دي چې که دطالبانو مالي سرچينې مهار شي جګړه به خپله مهار کړل شي .

د دفاع وزارت په خپلو مطبوعاتي غونډو کې وايي چې موږ دطالبانو په وړاندي اوس غښتلى هوايي ځواک لرو او دpc12 هليکوفترو په وسيله دطالبانو پټ ځايونه هم تربريدونولاندي راوستلای  شو خو سره ددې دعوو بياهم   دمالي سرچينو په له منځه وړلو دطالبانوپه وړاندي دخپلې ماتې اعتراف کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button