ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د ميقات ډولونه
ميقات په دوه ډوله دی :
(۱) ميقات زماني : د حج لپاره ميقات زماني د حج په مياشتو کې د حج مياشتې يعنې شوال، ذوالقعده او د ذی الحجه اولنی لس ورځې دي.
مسئله : د حج په مياشتو کې د حج افعال صحي کيږي، هغه که افعال واجبه دي، که مسنونه دي او که مستحبه دي، نو که چيرته يو کس له همدغو مياشتو مخکې کوم فعل له حج پرته په احرام کې وکړي نو نه صحي کيږي، د بيلګې په توګه که چيرته قارن يا متمتع د حج له مياشتو مخکې د عمره طواف وکړي، يا د حج سعی له طواف قدوم وروسته د حج له مياشتو مخکې وکړي نو سعی نه کيږي ([1]).
مسئله : د حج له مياشتو مخکې د احرام تړل مکروه تحريمي دي ([2]).
(۲) ميقات مکاني : يعنې هغه ځايونه له کومو څخه چې د احرام تړل واجب دي، دا په دری ډوله دي :
(۱) ميقات اهل آفاق : يعنې له ميقات څخه د باندې اوسيدونکي خلک.
(۲) ميقات اهل حل : يعنې د ميقات اوسيدونکي خلک.
(۳) ميقات اهل حرم : يعنې د مکه مکرمه اوسيدونکي او کوم چې د حرم په حدودو کې اوسيږي.
له باندې څخه د راتلونکو خلکو لپاره ميقاتونه
(۱) ذوالحليفه : يعنې بير علي، د مدينې منورې له لوري د راتلونکو لپاره، دا ځای د مدينې منورې په جنوب کې تقريباً د (۶) ميله (۱۰) کلوميتر په فاصله کې واقع دی، ديته بير علي هم ويل کيږي ([3]).
(۲) ذات عرق : د عراق له لوري د راتلونکو لپاره، دا ځای له مکه مکرمه څخه تقريباً (۶۰) ميله (۹۷) کلوميتره ليرې شمال مشرقي لور ته له عراق څخه د راتلونکو پر لار موقعيت لري، او د عراق له لوري د راتلونکو لپاره ميقات دی ([4]).
(۳) جحفه : د شام او مصر له لوري د راتلونکو لپاره، دا ځای له مکه مکرمه څخه (۱۱۵) ميله (۱۸۸) کلوميتره په فاصله کې او له رابغ څخه څو ميله ليرې په جنوب کې واقع دی ([5]).
(۴) قرن المنازل : له نجد او طائف څخه د راتلونکو لپاره، دا ځای له مکه مکرمه څخه تقريباً (۳۰) ميله (۴۸) کلوميتره ليرې په جنوب کې يو غر دی، دا غر له يمن څخه مکه مکرمه ته د راتلونکو په لار کې موقعيت لري، له همدغه غره سره پيوسته د سعديه په نام کلی دی، دا د يمن له لوري د راتلونکو لپاره ميقات دی ([6]).
(۵) يلملم : له يمن، پاکستان او هندوستان څخه د راتلونکو لپاره، د اهل حل او اهل ميقات لپاره د حل ټوله زمکه ميقات دی، هغوی ته له حل څخه د حج او عمره لپاره احرام تړل ضروري دي او له کور څخه يې تړل بهتر دي، د اهل مکه لپاره د حج د احرام تړلو لپاره د حرم ټوله زمکه ميقات ده، او د عمره د احرام تړلو لپاره د حل ټوله زمکه ميقات ده ([7]).
مسئله : د آفاقيانو (له باندې څخه د راتلونکو لپاره) چې کوم ميقاتونه بيان کړی شول دا خاص د هغو هيوادونو د اوسيدونکو لپاره هم ميقاتونه دي کوم چې په نورو هيوادونو کې اوسيږي او مکه مکرمه ته راځي، په همدغو ميقاتونو چې تيريږي نو دا د هغوی لپاره ميقاتونه دي.
مسئله : کوم کس چې له ميقات څخه د باندې اوسيدونکی وي که چيرته هغه د مکه مکرمه يا د حرم په اراده سفر کوي، همداسې کس چې ميقات ته ورسيږي نو د حج يا عمره لپاره د احرام تړل پرې واجب دي.
مسئله : مکه مکرمه يا حرم ته که د حج يا عمره په اراده سره ځي، يا د تجارت لپاره ځي يا د بل کوم کار لپاره ځي په هر صورت کې ميقات ته پر رسيدو د احرام تړل واجب دي ([8]).
مسئله : که چيرته يو غير مکي کس مکه مکرمه ته داخليدل غواړي، هغه که د حج لپاره او که د بل کوم غرض لپاره ځي، نو په هغه باندې واجب ده چې له ميقات څخه احرام وتړي او ولاړ شي، له احرام پرته مکه مکرمه ته نشي داخليدلای ([9]).
مسئله : (۱) د مکه مکرمه څلورو خواوو يو څه برخې ته حرم ويل کيږي، چيرته چې ښکار کول او د ونو پريکول منع دي، له حرم څخه وړاندې په کمه او زياته فاصله کې يو شمير ځايونه مقرر دي کومو ته چې ميقات ويل کيږي، او حاجی صاحبان احرامونه ترې تړي ([10]).
(۲) کوم خلک چې د حرم په سيمه کې اوسيږي، يا په ميقات کې دننه اوسيږي، هغوی چې کله وغواړي نو مکه مکرمه ته د احرام له تړلو پرته تللی شي ([11]) مګر کوم خلک چې له ميقات څخه د باندې راځي د هغوی لپاره په ميقات باندې د حج يا عمره احرام تړل ضروري دي ([12]) ګوا که په همداسې کس باندې حج يا عمره لازميږي، ولو که د همدغه کس مکه مکرمه ته تلل د حج يا عمره په نيت سره نه وي، بلکې يوازې د کوم ضروري کار لپاره مکه مکرمه ته تلل غواړي، يا يوازې په حرم شريف کې د جمعې کولو لپاره، يا يوازې د طواف کولو لپاره تلل غواړي، لنډه دا چې د هر مقصد لپاره له ميقات څخه له احرام پرته نشي تللی.
(۳) که چيرته کوم کس له ميقات څخه له احرام پرته تير شي نو په داسې کس باندې لازمه ده چې مکه مکرمه ته له داخليدو مخکې مخکې ميقات ته واپس بيرته راشي، له هغه ځای څخه احرام وتړي او بيا ولاړ شي ([13]).
(۴) که چيرته همداسې کس واپس بيرته رانشي نو د هغه په ذمه دَم واجبيږي ([14]).
(۵) کوم کس چې له ميقات څخه له احرام پرته مکه مکرمه ته ولاړ شي، په هغه باندې حج يا عمره لازمه ده، که چيرته څو ځلې له احرام پرته له ميقات څخه تير شي نو په هر ځل يو حج يا عمره واجبيږي، له همدغو مسايلو څخه معلومه شوه چې کوم خلک له ميقات څخه د باندې اوسيږي هغوی يوازې د طواف کولو لپاره مکه مکرمه ته نشي تللی، بلکې د هغوی لپاره ضروري ده چې هغوی له ميقات څخه د عمره احرام وتړي او بيا ولاړ شي، او دا هم معلومه شوه چې هغوی څومره ځلې (وارې) له احرام پرته تللي په هغوی باندې هومره دَم او هومره عمره واجب شوې دي ([15]).
(۶) جده له ميقات څخه د باندې نه ده، لهذا له جده څخه پرته له احرام مکه مکرمه ته راتلل صحي دي، او دا چې طائف له ميقات څخه د باندې دی، لهذا له طائف څخه له احرام پرته راتلل صحي نه دي ([16]).
له احرام پرته له ميقات څخه تيريدل ناروا دي
پوښتنه : يو شمير خلک له احرام پرته د حرم شريف حدودو ته داخليږي، وروسته بيا له مسجد عائشة څخه احرامونه تړي، پوښتنه دا ده چې په همداسې صورت کې دَم لازميږي او که نه؟.
ځواب : له احرام پرته د حرم شريف حدودو ته داخليدل ګناه ده، او د همداسې خلکو په ذمه لازمه ده چې واپس بيرته ميقات ته راشي، احرام وتړي او بيا راشي، که چيرته همداسې خلک دوباره ميقات ته ولاړ شي او له هغه ځای څخه احرام وتړي او بيا راشي نو د هغوی له ذمه دَم ساقطيږي، او که چيرته واپس نشي نو په هغوی باندې دَم واجب دي، او همدغه دَم د هغه په ذمه د تل (هميشه) لپاره واجب دي تر څو يې چې اداء نکړي، او د همدغه واجب د پريښودلو ګناه هم د هغوی په ذمه باندې واجب پاتې کيږي ([17]) د نفلي حج لپاره د ګناه کبيره ارتکاب عبادت نه ده، بلکې د نفسي خواهش غوښتنه ده ([18]).
مسئله : پوښتنه : که يو کس له مکه څخه د کوم ضرورت لپاره جده ته راشي، بيرته مکه ته د تلو لپاره احرام ضروري دی او که نه؟.
ځواب : له کوم مقام څخه چې له احرام پرته مخته تګ د حرم لوري ته ناروا دی، له همدغه مقام نه له وتلو وروسته له احرام پرته دوباره مکه ته راتګ صحي نه دی، که چيرته جده بالفرض ميقات هم ومنل شي نو کله چې له جده څخه ووځي بيا دوباره د داخليدو په مهال دوباره احرام تړل لازميږي، يوازې جده ته د داخليدو له امله دوباره احرام نه لازميږي، له ميقات څخه تجاوز هلته کيږي چې له جده څخه کوم دويم لوري ته ووځي ([19]).
مسئله، پوښتنه : يو کس د حج کولو اراده لري، د هغه لپاره له ميقات څخه له احرام پرته تيريدل روا دي او که ناروا؟.
ځواب : کوم آفاقي چې د مکه يا د حرم اراده لري د هغه لپاره له احرام پرته له ميقات څخه تيريدل ناروا دي، که د عمره اراده يې وي، که د تجارت اراده يې وي او که د بل کوم کار کولو اراده يې وي، که چيرته تير شي نو د هغه په ذمه لازمي ده چې کوم ميقات ته ولاړ شي او احرام وتړي، او که داسې ونکړي نو په هغه باندې دَم واجبيږي ([20]).
مسئله : که چيرته د يوه کس لومړنی قصد دا وي چې په حل کې کوم ځای ته د تجارت لپاره ولاړ شي نو د همداسې کس لپاره احرام لازمي نه ده، له احرام پرته حل ته تللای شي، بيا چې له خپلو تجارتي کارونو څخه فارغ شي نو مکه معظمه ته هم له احرام پرته داخليدلای شي، خو په دې شرط چې د اداء نسک اراده يې نه وي، که چيرته د اداء نسک اراده يې وي نو له حل څخه دې احرام وتړي او داخل دې شي، که چيرته له ميقات څخه د تيريدا پر مهال يې لومړنی قصد اداء نسک وي يا دخول مکه وي، خو په حل کې د تيريدا له امله په حل کې د تجارت يا بل څه نيت وکړي نو د داسې کس لپاره له احرام پرته له ميقات څخه تيريدل روا نه دي، همدغه ټول جزئيات د فقه په کتابونو کې ښکاره موجود دي ([21]).
مسئله : د چا په لار کې چې مواقيت مخصوصه نه وي، يا د هغوی د محاذاتو علم ورته نه وي، او د بحر له لارې راځي نو د هغوی په حق کې جده ميقات دی ([22]).
مسئله : د مکي او کوم چې د مکه د اوسيدونکو په حکم کې دي، يعنې په داخل د ميقات کې اوسيدونکي يا په عين ميقات کې اوسيدونکي، د هغوی لپاره حکم دا ده چې يوازې حج افراد به کوي، تمتع او قران ورته ممنوع دي، په هدايه کې راغلي )وليس لاهل مکة تمتع ولا قران وانما لهم الافراد خاصة ومن کان داخل الميقات فهو بمنزلة المکي حتی لايکون له متعة ولاقران( ([23]) خو که چيرته تمتع وکړي نو په حج کې يې خرابي نه راځي (يعنې نه فاسديږي) البته د وينې ورکول (دَم) شته ([24]).
مسئله، پوښتنه : آيا له پاکستان څخه تلونکي د جده له هوائي ميدان څخه احرام تړلی شي او که نه؟.
ځواب : هوائي جهاز عام ډول په قرن منازل او ذات عرق دواړو ميقاتونو باندې له پاسه تيريږي او بيا جده ته رسيږي، له همدې امله په همدغو ميقاتونو باندې له پاسه راتلو مخکې مخکې د احرام تړل واجب او ضروري دي.
لهذا که چيرته کوم کس د حج يا عمره په نيت ځي نو د هغه لپاره روا نه دي چې هغه د جده له هوائي ميدان څخه احرام وتړي، البته که د بل کار لپاره جده ته تللی وي بيا له همدغه ځای څخه د حج يا عمره نيت کوي نو په دې صورت کې د جده له هوائي ميدان څخه احرام تړلی شي ([25]).
([3]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۲۴.
([4]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۲۴.
([5]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۲۴.
([6]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۲۴.
([9]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۲۴.
([11]) بدائع، ج : ۱، ص : ۱۶۷، بحر الرائق، ج : ۲، ص : ۳۱۹، عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۲۱، فتح القدير، ج : ۲، ص : ۳۳۵.
([12]) ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۴۷۸، مطلب فی المواقيت.
([13]) بدائع، ج : ۲، ص : ۱۶۵، کتاب الحج، بحر الرائق، ج : ۳، ص : ۴۸، الفقه الاسلامي وادلته، ج : ۳، ص : ۷۲، احکام الحج والعمرة.
([14]) بدائع، ج : ۲، ص : ۱۶۵، کتاب الحج، بحر الرائق، ج : ۳، ص : ۴۸، الفقه الاسلامي وادلته، ج : ۳، ص : ۷۲، احکام الحج والعمرة.
([15]) بدائع الصنائع، ج : ۲، ص : ۱۶۶، کتاب الحج، فصل واما بيان مکان الاحرام.
([16]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۱۸ – ۳۱۹.
([17]) بحر الرائق، ج : ۲، ص : ۴۸، الفقه الاسلامي وادلته، ج : ۳، ص : ۷۲.
([18]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۱۹.
([19]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۳۷۹.
([20]) المبسوط للسرخسي، باب المواقيت، ج : ۲، ص : ۱۵۳، وکذا فی بدائع الصنائع، فصل : واما بيان مکان الاحرام، ج : ۳، ص : ۱۶۴.
([21]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۳۸۲.
([22]) محموديه، ج : ۱۰، ص : ۳۸۶.
([23]) هدايه، ج : ۱، ص : ۲۴۳، باب التمتع.
















