داسلامي امارت په اعلامیه دکندز ښاریانودسکون ساواخسته

داسلامي امارت په اعلامیه دکندز ښاریانودسکون ساواخسته

هدایت الله نیازی

تیره ورځ چې طالبانو دکندز ښار ونیوه اوله  زندانه يې  ټول زندانیان ازاد کړل که په هر تور او جرم نیول شوی ؤ طالبانو ته يې په خپله ازادی دزړه له تله دعا وی وکړی خو د کندز ښاریانو سره او په ځانګړی توګه په دولتي اداروکې ښځینه مامورینو او پوځي کارکوونکو سره نه یوازي دسرونو بلکه دکورنیو ویره هم وه .

څومره  چې پرښار دطالبانو دمحاصری کړۍ تنګیده هومره دښاریانو په سینوکې ساګاني لنډي لنډی کیدي په لومړی سرکي چې کندز ښار لا محاصر شوی نه ؤ د یوشمیر دولتي چارواکوسره دامکان په صورت کې دتښتی دلاری سوچ ؤ خو چې دمحاصری کړي پری تنګه شوه  بیایی دښارپه نیولو سره ژوند په مرګ وشمیره .

دنوروښاریانو په پرتله دپوځي  کار کوونکو او یونیفورم  لرونکو مامورینو ساوی په ختو حساب وی یو شمیر سوداګرو دخپلو تجارتی مالونو کښتي په دریاب کې ډوپه شمیر لی وه.

خونه يي سرونه له کندزه استلي شول اونه مالونه . داهغه اندیښه وه چې دیوی خوا دکندز دچارواکو او دولتي ادارو دمامورینو کړني  اوغیر انسانی  اخلاق ؤاودبلي خوا یوشمیررسنیو طالبان کندز ښاریانو ته داسي معرفي کړی ؤ چې دښاردنیولو سره به ئې ژوند ورتمام کړی نه به دچا سر خوندی پاتي شي او نه مال. هغه څه چې دښمنانو تبلیغ کړی ؤ هغه دکندز دښار په نیولو سره ټول برعکس وختل .

که رښتیا ووایو خپله  مونږ سره هم داویره وه که دطالبانو په لاس ورشو نو دخلاصیدو لار په راڅخه ورکه کړی که بیا شل اوسل توبی وباسو دجګړی دمیدان طالبان ګرانه ده که دچاتو بی ته توبه ووايي  هغوی ته د دولت هر وکارمند دښمن ښکاری دطالبانو د اعلامی سره دکندز دښاریانو اند ېښي او خپله زما په زړه  کې ځای شوی ویره په خو ښئ بدله شوه.

هغه سو چونه چې که طالبان دغزنی او کندز له زندانه ورسته زمونږ دولایت په نیولو زندان هم مات کړی ددولتی کارمندانوپه لست کی راولي بیا به کډی په کوم نا څرګند لورباروو هغه ویره مو هم داعلاميي  په خپریدا له منځه ولاړه .

دطالبانو په خپره شوي اعلامیه دکندز ښاریانو په مخونو کې لږڅه تازه ګي راپیدا شوه  چې سودا ګر ، دولتي مامورین ، تعلمي اداری روغتیا کارکوونکو او نور هغه اداری چې دمخه يې کارونه کول بیا هم په عادی توګه د کارونو د سرته رسولو وینا ورته شوه .مونږ داتوقع نه درلوده چې طالبان داولس لپاره داډول اعلامیه خپره کړی. یوازی زمانه بلکه زمونږ داداری د زیات شمیرملګرو او مامورینو په زړونو کې دطالبانو د تیری دوری ویره اوس هم ناسته وه.

خو پدی اعلاميي سره مونږ کې هم سا وچلیده دپښتو متل دی ( نن دی که سبا دی دا ملک د زرغون شاه دی) نن يې دکندز ښار ونیوه بله ورځ زمونږ ولایت اوښار هم نیسي دکندز دښاریانو سره چې کومه ویره وه په اعلامیه کې دخپروشوو مادو په تکرار سره ټوله په خو ښي بدله شوه او ټولو ښاریانوته څرګنده شوه چې طالبان په ریښتي توګه دملت او هیواد خدمتګاران دی هغه پوچ  تبلغات چې غربی رسنیو او دکابل اداری دطالبانو پر خلاف کول دکندز دښارپه نیولو کې يې بنیاده ثابت شول او آن  دا چې دطالبانو په یوه اعلامیه دکندز ښاریان طالبان شول داسلامي امارت دزند باد نعری يي ووهلی…

زمونږ دټول افغان اولس له طالبانو او په ځانګړی توګه دمشر تابه څخه داهیله ده چې د ټول اولس سره دکندز دښاریانو به څیرله ند مښت کار واخلي.

مونږ دیرغلګرو اوپه زور راتسل شوو واکمنو له کړنو دومره تنګ شوی یو چې خپل کور راته ګور ګرځیدل دی، بی له خدایه مو بله اثره نشته یوځل بیا له طالبانو هیله کوم چې ځوریدلي افغان اولس سره نرمې اوکړي او دهوسا ژوند زمېنه راته برابره کړي. لکه څرنګه چې کندزښاریانو دسکون سا واخسته داسي باید مونږ ته هم دسکون سا راوبښل شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button