رشوت  (بډي)

ليکوال: انجينر صلاح الدين عمري

لکه چې پوهېږو يودلويو بلا ګانو څخه چې له پخوا راهيسي  بشري ټولنه ورسره لاس اوګريوان ده اوزيات دوام لري درشوت خوړلو موضوع ده .

چې د اجتماعي عدالت دپلي کېدو يولوى خنډ ده اودا ددې سبب کېږي چې قوانين ددې په ځاى چې دکمزورو پړيو ګټې وساتې دظالمانوپه نفع چې هغه يې  بايد محدود کړې واى کارول کېږي ځکه زور واکان اوقوي خلک کولاى شې چې په خپل زور سره خپلې ګټې خوندي کړي  داکمزورې خلک دي چې دهغوئ ګټې اوحقوق بايد دقانون دتطبيق په واسطه وساتل شي

دايوه ښکاره خبره ده ! که چېري  درشوت دروازي خلاصې شې نو صحيح قوانين به معکوسې نتېجې ورکوي ځکه داسې خلک شته چي قوي دي اودرشوت ورکولو توان لري  نوپه نتېجه کې همدارشوت د زور واکانو په لاس کې دظلم اوتېري د دوام اودکمزورو په حقوقوباندي دتېري يوه نوې وسيله وي

نوهمدا دليل دى چې په کومه ټولنه کې رشوت نفوذ وکړي دهغې ټولنې ښېرازي دمنځه ځي اودهغوئ په ټولو حقوقي ،سياسي اوټولنيزو سازمانونو کې ظلم ،فساد ،تبعض اوبې  عدالتې نفوذ کوي اودقانوني عدالت څخه به يواځې نوم پاتې وي

درشوت لغوي تعريف :  رشوت يو ه عربي کلمه ده چې د ( رشو) څخه اخستل شوې چې د (را) په فتح ،کسره او ضمه باندي تلفظ شوى چې دهغه جمع د(را) ضمه اوکسره سره (رش ) يا ( ريش ) ده چې دمزد او پاري 

 يادرشوت دکلمې لغوي معنى  کود ( سره) اوخاشاک ده . اوخپله رشوت د( رشو ) مصدر ده اودهغه شى په معنى ده چې دحق دضايع کولواودباطل دحق کولو لپاره يوچاته ورکول کېږي  همدارنګه درشوت څخه ګڼ شمېر تعريفونه شوي دي چې ټول تقريباً په کم اوزيات توپير په يوه معنى دي  لکه   ( رشوت عبارت دهغه شئ څخه ده چې ديو ناحقه کار دجوړولو لپاره يو چاته ورکول کېږي )

 يا( رشوه) د(جُعل ) په معنى ده اوهغه شئ ته وايې چې دکار جوړوني لپاره ورکول کېږي اوهمدارنګه داجوري په معنى ده ياويلاى شوچې دالفظ د (رشاء ) څخه اخستل شوي او(رشاء)د (رسن) يعنى هغه پړي په معنى ده

په قرانکريم کې زيات داسې اياتونه موجوددي چې درشوت دحرمت لپاره دهغه څخه استفاده کېږي 

الله ج په سورت بقره کي فرمائي : وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُوا بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُوا فَرِيقًا مِنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإثْمِ وَأَنْتُمْ تَعْلَمُونَ   سوره بقره(١٨٨)ايت

    ژباړه : اوتاسې په خپلومنځونو کې يو دبل مالونه په ناحقه مه خورئ اوحاکمانو ته يې هم دبډو په توګه ددې په خاطرمه ورکوئ ترڅوستاسې يوه ډلګۍ دخلکو مالونه په ظلم اوتېري سره وخوري په داسې حال کې چې تاسې ښه ترا پوهېږئ هم .

 

دقرآن کريم چى درشوت دحرمت داثبات لپاره په هغه باندې استناد کولاى شو دا ايت شريف دي  چې الله (ج) فرمائي 

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا (٢٩)

ژباړه :  اي مومينانو !خپل مالونه په خپلومنځونو کې په باطل ډول مه خورئ ،راکړه ورکړه  دي  د دواړو لورو په خوښه سره وې  اوخپل ځانونه مه وژنئ په تحقيق سره الله (ج) په تاسو رحم لرونکى ده .

رسول الله (ص) فرمايلي دي ( اياکم والرشوة فانهامحض اللکفروالي ليثم صاحب الرشوة ريح الجنة ) يعنې درشوت څخه پرهېز وکړئ چې محض کفردى اودجنت بوى هم درشوت اخيستونکي پوزې ته نه رسيږي .

افغانستان له رشوت سره د نړيوالي مبارزي په لست کي ۱۶۶ مقام لري

په جاري کال کي چه کومه سروي دنړيوالي معتبري منبع لخوا ترسره سوه وښودله چه افغانستان په هغولسوهيوادونو کي قرارلري کوم چه زيات رشوت او اداري فساد هلته موجود دی

په اوس وخت کي د افغانستان دولت او دخلکو لپاره تر ټولو لوی او بد مشکل هغه په افغانستان کي د رشوت او د بډو ورکول دي د ملګرو ملتونو د یو سروي له مخي په افغانستان هر کال د ۳،۹ بلیونه ډالرو په اندازه رشوت اخیستل او ورکول کیږي چه همدغه اندازه پیسي د افغانستان د داخلي عوایدو دوچنده او د بهرنیو مرستو سره مساوي شمیرل کیږ

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button