ښځو ته له کور نه د وتلو ۲۵ شرعي شرطونه

عزیر اسد خیل
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې حدیث مطابق چې فرمایلي یی دی: اتقوا فتنة النساء فان اول فتنة في بني اسرائیل کانت في النساء.
ژباړه:
د ښځو سره په فتنه کې له کوزیدلو نه ځان وساتئ ځکه چې په بني اسرائیلو کې لومړنۍ فتنه چی راولاړه شوه هغه د ښځو سره د نارینه په فتنه کې اخته کیدل وو.
ښځه چې د بشری ټولنې له دوه وزرونو څخه یو وزر ګڼل کیږي، نو د ښه ژوند تیرولو لپاره ورته خدای تعالی بیل چوکاټ جوړ کړی او بیل شرایط یې ورته وضع کړي څو له هغی سره سم خپل ژوند عیار کړي، څو له ضرر او زیان نه په امان کې شي او د دنیا او آخرت دواړو نیکبختیانې ترلاسه کړی.
دغه شرایط د ښځو د ژوند په بیلابیلو اړخونو کې موجودیت لري، خو دلته به یواځې د خپلې موضوع سره سم یواځې هغه ۲۵ شرایط ذکر کړو چې ښځو ته د ضرورت په وخت د کور نه د وتلو لپاره په محمدی غرا شریعت کی ټاکل شوي دي چې په لاندې توګه دي:
۱: باید د سر نه تر پښو په مکمل ډول په حجاب کې پټه وي.
۲: باید د ښائسته جامو له اغوستلو څخه ډډه وکړي .
۳: باید د نازکو جامو له اغوستلو څخه ډډه وکړي .
۴: باید د تنګو جامو له اغوستلو څخه ډډه وکړي .
۵: باید د کفارو د ښځو سره د مشابه جامو اغوستلو څخه ډډه وکړي .
۶: باید د نارینه و د جامو له اغوستلو څخه ډډه وکړي .
۷: باید د آواز لرونکو جامو له اغوستلو څخه ځان وساتي .
۸: باید د میړه د اجازې پرته ونه وځي .
۹: باید د خوشبويي (عطرو) د استعمال څخه ډډه وکړي .
۱۰: باید په خیال، ناز او نزاکت تګ ونه کړي .
۱۱: باید د لاري پر یوه اړخ تګ وکړي (د لارې پر منځ ولاړه نشي)
۱۲: باید د ډېر ضرورته پرته د پردیو نارینه وو سره خبرې ونه کړي .
۱۳: باید د ضرورت په وخت کې په لوړ آواز خبرې ونه کړي .
۱۴: باید د خبرو پر مهال د پردیو خلکو سره تبسم او خندا ونه کړي.
۱۵: باید پردیو خلکو ته عاشقانه ونه ګوري .
۱۶: باید د پردیو خلکو سره ګډه نه شي (اختلاط ونه کړي)
۱۷: باید له خپل محرم پرته بل چاته لاس ورنکړي .
۱۸: باید بې ضرورته د کوره ونه وځي .
۱۹: د مریضۍ په وخت کې ښځينه ډاکټري ته ولاړه شي که هغه نه وي نو ډاکټر ته د علاج پرمهال خالي ناروغ ځای ښکاره کړي.
۲۰: باید د دم، او دعا په وخت دم کوونکي ته ځان ښکاره نکړي، ځکه دا شیان د مخ ښکاره کیدو سره هیڅ ارتباط نه لري.
۲۱: باید فال ګر ته ولاړه نشي چي د څلویښتو ورځو لمونځ یې تباه کیږي. (مشکوة شریف باب الکهانة مخ ۳۹۳)
۲۲: باید د ځینو محرمو سره لکه زوم که لذت او خوند منځ ته راوړي د لاس ورکولو څخه ډډه وکړي ځکه تر طلاق لوی مشکل مینځ ته راځي چي هیڅ حل نه لري ، دا بحث د فقهي په کتابو کي تفصلي راغلی دی.
۲۳: باید د هغو ښځو څخه ځانونه لیري وساتي چي د ښایستو ښځو بیانونه نورو خلکو ته کوي .
۲۴: د کور څخه د وتلو پر وخت د محرم نارینه سره وتل بهتر دي ځکه نن سبا اهل فتنه کسان زیات دي.
۲۵: محرم : د ښځي هغه نارینه قریب ته ویل کیږي چي تل یې نکاح ورسره حرامه وي. (اخښی او لېور نامحرم دي).



