غني به په وارسا کې زړه تش کړي

ليکوال : شريف الله (پکتياوال)

صبا جمعه په پولنډ هيواد کې د امريکا په ګډون د ناټو غړيو هيوادونو غونډه پيليدونکې ده چې مرکزي ايجنډا يې د افغانستان د اوسني وضعيت په هکله غور او څيړنه ده، دا چې ولسمشر غني د خپلې ادارې له يو شمير مشرانو لکه اجرائيه رئيس عبدالله، د ملي امنيت د شورا سلاکار حنيف اتمر، د ولسمشر سلا کار نادر نادري، خارجه وزير صلاح الدين رباني، دفاع وزير عبدالله حبيبي، د ماليې وزير اکليل حکيمي، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې و زير سلامت عظيمي، د ولسمشر ستر سلاکار محمد همايون قيومي، د جمهوري رياست د چارو ادارې رئيس عبدالسلام رحيمي او نورو سره نن په همدغه غونډه کې د ګډون لپاره پولڼد ته رسيدلی، شايد دا غونډه د غني لپاره په نورو باندې د تورونو لګولو او د بسپنو راټولولو لپاره يوه زرينه موقع وي.

ويل شوي صبا به غونډې ته غني وينا وکړي او خپل ډک زړګی به د ناټو د غړي هيوادونو مشرانو ته ښه تش کړي، او بيا به د ناټو د غړي هيوادونو له مشرانو سره جلا جلا کتنې هم وکړي، صبا ورځ په غونډه کې چې څه پيښ او تير شي دا به د ميډيا له لارې شايد واضح کړی شي، خو له غونډې وروسته د ناټو د غړيو هيوادونو له مشرانو د کتنو جزيات کيدای شي ښکاره نکړی شي.

زما په فکر په دغه غونډه کې به غني لاندې څو ټکو ته جدي پاملرنه وکړي :

(۱) ضروري ده چې غني د ناټو غړي هيوادونه په دې وروستيو کې د طالبانو له برياوو او پرمختګونو څخه خبر کړي، او په دې يې ښه پوه کړي چې طالبان ورځ په ورځ د بريا په حالت کې دي او د کابل اداره مخ پر ځوړ ده، لهذا که بيړنی ژوندی او مړې مرستې ورسره ونکړی شي شايد د کابل سنجاق شوې اداره ډير زر وشړيږي چې بيا به يې بيرته سنجاق کول د دوی په وس کې هم نه وي.

(۲) کيدای شي غني د سولې په باره کې هم د ناټو له غړيو هيوادونو سره سلا مشورې وکړي، او د سولې نه رامنځته کيدو ګرمه په پاکستان او طالبانو ور واچوي، غني او ورسره ملګري يې شايد پاکستان په دې ګرم وبولي چې تر اوسه يې د دوی په خوله طالبان سولې ته نه دي حاضر کړي، دا په داسې حال کې چې پاکستان په ښکاره ويلي چې دوی پر طالبانو دومره اثر نلري چې د سولې ميدان ته يې راولي، يا يې د سولې ميز ته په زور کينوي.

زه فکر نکووم چې د دوی دغه خبره به د ناټو په غړيو هيوادونو کوم اغيز وکړي، ځکه کيدای شي د ناټو غړي هيوادونو له دوی څخه زياته همدا ډول غوښتنه له پاکستان څخه کړې وي، او د پاکستان لخوا دې قناعت ورکړی شوی وي چې سره له کوښښه بيا هم طالبانو د دوی يعنې د پاکستان خبرې ته غوږ نه دی نيولی.

او سولې ته په خپله د طالبانو د نه راتګ خبره هم بې ځايه او د تور لګولو په معنی ده، ځکه هيڅکله طالبانو نه دي ويلي چې دوی سوله نکوي، يا سولې ته اماده نه دي، ښه دليل يې څه وخت وړاندې د طالبانو د ډلې معاون ملا سراج الدين حقاني هغه وينا ده په کومه کې چې نوموړي ويلي چې دوی د سولې لپاره کسان معلوم کړي، که چيرته دوی له سولې سره مخالف وای بيا يې کسان د څه لپاره او ولې معلومول، البته سوله د شريعت په چوکاټ کې غواړي او د شريعت له چوکاټ وتلې سوله هيڅ معنی نلري.

(۳) زما په فکر غني او ورسره ملګري به يې د ناټو له غړيو هيوادونو څخه د مالي مرستو غوښتنه هم وکړي، او د ناټو غړي هيوادونه به په دې پوه کړي چې له طالبانو سره د جګړو ساحه پراخه شوې او دوی نور نشي کولای چې د خپلو عسکرو اکمالات وکړي، لهذا که د ناټو غړي هيوادونه جيب ته لاس نکړي نو د هيواد سيمې يې له لاس څخه په وتو دي، چې بيا به يې مسئوليت د دوی پر غاړه نه وي.

مربوطه مطالب

One Comment

  1. ~ وینی مه تویه وه~

    ★حکمت الله حاکـــمې★

    قاتلــه نورزمونږدمظـلوموویـــنې
    مــــه تویه وہ★
    کنه نوخـــــدائ به بـیاپدې دونیــا
    عـــذاب درکړې★

    سخــته سحنه نوبیاپه هـاطـــرف
    ده ښه یې واوره★
    ستادقتلـــونوچې یوڅــــوک درته
    حســاب درکړې★

    ته به بیاهلــته دانـــارې وھې چې
    څه مې کــــړي★
    الله به ډیـــردرته په قهــــــربــیا
    جـــواب درکړې★

    په خوله بخښـنه دالله څـــــــخه
    په مکـــرغواړې★
    په زړه کې کــوږیې داسې نہ دہ چې
    ثــــواب درکړې★

    حاکمی وایې ھلته خدائ حاکم دئ
    بل څـوک نسته★
    چې تاظالــــم ته دجـرمـــونویــو
    حجـــاب درکړې★

    2016-7-7 دشـــوال دوهمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button