تبصره
په افغانستان کې دسولې ترنامه لاندې له دولته دیوشمیر ګیله منو او ناراضو څخه جوړې دسولې په نامه شورا ته ویل شوي چې له کوچني اختر وروسته دخپلو چارو دسمون او همغږۍ په نامه د پنځوکالو لپاره یوه ستراتیژي جوړه کړي.
دسولې په نامه شورا دافغان اولس او نړیوالو په سترګو کې دخاورو اچولو لپاره په کال کې یوځل دسولې فارموله بدلوي خو داځل ورته دپنځوکالو دفارمولې وینا شوي ده چې دپنځوکالو لپاره یوه فارموله جوړه کړي.
شپږکاله وړاندې چې دحامدکرزي نه یوه کورني خبریا ل د هېوادپه داخل کې دستونزودحل او مخالفو وسله والو سره دخبرو پوښتنه وکړه حامدکرزي هم وویل چې بین الافغاني غونډه کولای شي دهېواد ستونزو ته دپاي ټکې کیږدي اوهم چې اشرف غني څخه همدا ډول پوښتنه وشوه دوا ړو داسلامي هېوادونو او علماؤ رول د افغانستان د مسئلې په حل کې ګټور وباله خو نه کرزي او نه اشرف غني په خپلو ویناو عمل وکړ.
په هېواد کې دجګړې سره سمه دسولې ترنامه لاندې چې دولس په سترګو کې خاورې واچوي دسولې په نامه یوه شوراجوړه کړل شوي ده .
دامریکا پالیسي همدا ده چې دامن په نامه جګړې ته دوام ورکړي ،دسولې په نامه سوله له منځه یوسي ، دښځوڅخه دهغوی د حقوقوپه نامه د مبارک او مقدس دین اسلام لخوا ورکړل شوي حقوق واخلي ، ځوانان د تربیې اواصلاح په نامه په ډول ډول ګمراهیو اخته کړي دسولې پنځه کلنه ستراتیژي هم دهمدې پروګرامونو یوه برخه ده او همدا معنی ورکوي چې نوره به هم پنځه کاله په هېوادکې جګړه روانه وي .
ددولت سره دمخالفو وسله والو پخلاینه او هغوې ته قناعت ورکول د دولت دنده ده .
دبهرنيو اسلامي هېوادونو منځګړتوب او داسلامي ورورګلوۍ په بنیاد مرسته دهغوی فریضه ده داچې په داخل د هېواد اویا د تش په نامه بې واکه شوراکې دخبرو او مخالفو وسله والو ته دقناعت ورکولو څوک نشته دسولې شورا دا کار هم په اسلامي هېوادونو وراچوي ، لکه څرنګه چې په تیرو ۱۵کالو کې دانسخه کامیابه نه شوه دا رنګه وروسته له دی هم ناکامه ده.
دشرم خبره خو لا داده چې د۱۵کالو راپه دېخوا ولس دبهرنیوهوايي پوځونوپه بمباریو اوعملیاتوکې په اورکې وسوزید اوس دسولې دخبرودلامنسجم کیدو لپاره ورته پنځه کلنه ستراتیژي جوړیږي .
دافغانستان دسولې په اړه علماءکرام، مخور، قومي مشران اوداسلامي هیوادونو ښکیلتیابه په نړیواله کچه همغږي اوښه اثرولري خوخپله د دولت اوسولې دشوراسره دسولې دکولو صلاحیت او واک نشته علماءکرام او مخورقومي مشران به څه وکړی .
دستونزودحل په اړه پریکړې هغه څوک کولای شي چې هغوئ ته لومړی داوربند اوبیا دشخړې دحل په اړه دخبرولپاره واک او اختیار ورکړل شي ، چې خپله دولت بې اختیاره وي سوله په تشو ناکامو ستراتیژیو نه شي راتلاې البته دا کیدای شي چې پنځه کاله نوره هم د جګړې د دوام لپاره زمینه سازي وکړل شي اوبس.


















