………نهمه برخه
د سازش دریم خبر د «کړپه» څخه د عبدالحلیم خان د ورور د بغاوت وو، هغه هملته خپله خپلواکي اعلان کړې وه. هغه په (مچلي بندر) کې د انګریزانو سره ژمنه کړې وه او د هغې وروسته یې خپلواکي اعلان کړه څلورم او اخري خبر د کنانه د بغاوت وو چې هلته «بالیابنو» په بغاوت او سرکشۍ لاس پورې کړې وو.
سلطان ټیپو په ټولو معاملاتو باندی په یوه ځل نظر وځغلاوو او د هغوې ټولو په آړه یی په یوه وخت کي احکامات جاري کړل.
سلطان، بدرالزمان نائطه، صلابت خان بخشي، میرغلام علي او میر معین الدین خان د انګریزانو سره د مخامخ کیدو له پاره په «پائین ګاټ » کي پریښوول اوپخپله د حیدرنګر لورې ته وخوزید.
«چنګي ګاټ» ته درسیدو سره سم یې محمد علي کمیدان د ستر شامیاني د ځپلو له پاره سرنګاپټم ته ولیږه، داسي معلومیږي چې دا هماغه ستر شامیاني وو چې پخوا یې د والاه محمدعلي له خوا په ارکاټ کې د هغه د درباریانو څخه وو. بیا د والاه جاه د زوال نه وروسته هغه د میرصادق او یو شمیر نورو سره یوځاې د نواب حیدرعلي خان خدمت ته کې حاضر شول .
د کړپه په لور یی قمر الدین ور ولیږه، هلته د عبدالحلیم خان ورور دانګریزانو سره تړون لاسلیک کړي و اوخپله ازادي یی اعلان کړې وه .
د دې ټولو هیئتونو د تللو وروسته سلطان پخپله «دیون هلي، مدګري، او سرا» له لارې د «چتلارګ» شاوخوا سیمو ته ورسید.
د دې څلورواړو بغاوتونو او د قتل او غارت په وخت کې یو نوی او په زړه پورې داستان راوټوکید، دا په زړه پورې داستان د سرنګاپټم په دارالسلطنت کې را پیدا شو چې د همغه لمړیو ورځو څخه د سازشونو مرکز ګڼل کیده .
د نواب بهادر حیدر علی خان د حکومت په وختو کې هم دلته څو ځلي دغسي سازشونه شوي وو چې پخپله پخپل مرګوني برخلیک اخته شوی وو. او اوس د سلطان ټیپو په خلاف هم دهمدغه ځایه یو ستر سازش د پراخیدو په حال کې وو. په دې اړه سلطان ته خبر ور کړل شوې وو. دهمدي سازش د ځپلو له پاره محمد علي کمیدان د لښکرو سره یوځاې سرنګاپټم ته استول شوي وو.
د دارالسلطنت سرنګاپټم په هر سازش کې به د راجمحل رانیاني ، پخپله راجه ، رنګنات، او د نورو مندرونو پنډتان او…. بالواسطه شریکیدل . په دې سازش کې هم دا ټول وګړي یو ډول نه یو ډول سره را ښکیل شوي وو. خو د سازش د اصلي څیرو په څیر به د شاهي محلاتو دقلعدار او ستر شامیان نومونه اخستل کیدل.
ګمان کیده چې دا سازش به کامیابیږي خو دا ډاګیزه نه وه چې پایلي به یې څه وي؟ خو دا چې مشهور دی چې د ګولیو په ټکار او د توپونو په درځ دروځ کې هم د لیونتوب عشق شامل وي، ترډیره حده پورې سهی وه ځکه دلته هم همدا ډول حالات حاکم وو.
ویل کیږي چې د «نګو» په نامه یوه کنیزه د سرنګاپټم دقلعدار په ماڼۍ کې موجوده وه . دا کنیزه په ښایست او ښیګڼو کې بې مثاله وه، دنګو د ذات او مذهب په اړه هیڅ ډول معلومات نه وو او دا هم نه وه ډاګیزه شوې چې نوموړی دې محل ته څنګه او د چا له اړخه راوړل شوي وه . په هر حال د دې خبرې ثبوت شته چې نګو په راج محل کې نژدې یو کال تیر کړې وو. او د خپل ښایست او ښه خوی له مخې یې د ټولو رانیانو، راج ماتاګانو اود راج محلونود ملازمینو زړونه خپل کړي وو.
دهندو رانیانو تر منځ د دومره مقبولیت وروسته هم نګو ته هغه ځای خوند نه ورکاوه او د راج ماتا او دهغه ځاې د یوې راني تر منځ د ناخوالو په واسطه دهغه ځایه وویستل شوه. راج ماتا او راني دواړو شک کاوه چې نګو دهغه بل لورې له پاره جاسوسي کوي. په دې خاطر یې هغه دهغې ځایه وویستله او ستر شامیاني ته یې ورحواله کړه، او په دې توګه یې د دې سترې فتنې څخه دتل له پاره ځانونه خلاص کړل .
کله چې ستر شامیاني دنګو ښایست او اخلاق وکتل، حیران پاته شو،هغه دغه کنیزه په دې خاطر چې یوه مسلمانه بې اسرې نجلۍ ده د«سلطان ټیپو مور» فاطمه بیګم ته ورحواله کړه ، او دغې نجلۍ هم دهمغې تر سیوری لاندي خپل ژوند پیل کړ.
فاطمه بیګم دنګو ښایست او اخلاقو د اغیز لاندې راوړه اوهغه یې د خپلو کنیزانو به ډله کې شامله کړه .دا دنګو د عروج وختونه وو. خو څه موده وروسته په محل کې یو بل سازش وشو او د دې سازش ټول الزام د نګو په اوږو پریوت.
نګو د سلطان دمور خدمت ته نوې نوې راغلې وه. په دې خاطر یې خپل سپینوالی په ښه توګه وړاندي نه شو کړای. په دې خاطر فاطمه بیګم هغه د قلعدار په لاسو کې ورکړه او حکم یې ورته وکړ چې دا سازشي کنیزه سمدلاسه ووژني.
مګر….. بدقسمته یا خوش قسمته نګو د مرګ څخه وژغورل شوه، د هغې ښایسته صورت دلته هم کار وکړ، قلعدار هغه خپله وینځه وګرځوله، خو فاطمه بیګم ته یې ډاډ ورکړ چې نګو یې په خپله سزا رسولې ده.
نور بیا ………

















