کابل ټکی کام ۲۷چنګاښ/۱۳۹۵، لیکنه: ابو بلال انوري
اردګان اویا کلن سیکولر نظام د جمهوریت لور ته راوستلو، بې ححابه پېغلوته یې حجاب ور په سر کړو.
په ترکیه کې څو لسیزې اذان کول جرم وو، مساجد په موزیمونو بدل وو، مګر بېرته یې مساجد آباد کړل، هغه چې چا یې فکر هم نه کاوو، مګر نن پکې د اسلامي علومو مراکز پرانیستل شول.
هلته په اسلامي احکامو پابندي وه، مګر نن پکې مسلمانان ټول احکام لمونځ، روژه، زکات او حج اداء کوي، د قرآن ویل په عربي ژبه ممنوع وو، نن بېرته د اردګان په هلوځلو قرآن کریم عربي ته بدل شو.
مګر کرزي او متفکر دلته حاکم اسلامي نظام د کفارو او صلیبي اشغالګرو په ملتیا را وپرځاوه، اسلامي مدارس یې ړنګ او علماء یې تهدید او شکنجه کړل او د باګرام پل څرخي کندهار او آن تر ګوانتانامو یې ورسول.
د هېواد سوچه مسلمان او د جهادي بهیر زېږنده کهول یې د ډیموکراسۍ په نوم د کفري نظام منلو ته مجبور کړل، اسلامي اقدار ملي نوامیس یې وتړل.
د خپلو اشغالګرو او صلیبي ملاتړو په مټ یې مجاهدین او د اسلامي فکر خاوندان د شکنجو او بند څخه پرته له هېواده ترور ته مجبورکړل، په اسلامي او افغاني فکر سمبال ځوان نسلونه پېغلې او ځوانان یې په بداخلاقۍ او خواهش پرستۍ وروزل.
د دوی د کړنو له کبله زمونږ هېواد د نړۍ د هغو هېوادونو سره په لیست کې راغی، چې پکې اداري فساد، رشوت غلا او د ملت حقوق خوړل کیږي.
سرحدات مو د ایران وروس په شمول د پاکستان څخه نه دي ازاد او آن دا چې د هېواد ډېره برخه یې په سپین سترګۍ سره لاندې کړه او د هېواد تش په نامه دولت او اداره ورته په خړو سترګو سیل کوي.
هغه څوک چې د هېواد اوخاورې سره د مینې او خلوص په خاطر د هېواد حریم ساتي او ورڅخه دفاع کوي، همدا مزدوره اداره یې تهدیدوي او ورته اخطارونه ورکوي.
څوک چې له هېواده د خارجیانو او اشغالګرو د ایستلو لپاره مبارزه او هلې ځلې کوي، همدا غلام حکومت یې بندي کوي، شکنجه کوي او حتی وژني یې.
نو همدا توپیرونه دي، چې ترکانو په څو ساعتونو کې له خپل نظام څخه د سرونو په قېمت ساتنه وکړه، او هېواد او ملت ته متوجه تهدیدونه یې ونړول او د خپل ولس په شمول د نړۍ د ټولو ملتونو په زړونو کې یې ځای وموندلو.
نو لکه څرنګه چې د اردګان د هلوځلو په نتیجه کې سیکولریزم په تدریج سره اسلامي فکر ته نږدې والی وکړو او له لسیزو په کفري او سیکولر نظام کې زیږېدلي ترکان یې د اسلامي فکر سره اشنا کړل، نو ځکه امیدلرو، چې همدغه فکربه له یوې ورځې بلې وده وکړي او د ترکیې ولس به یو وخت بیا د اسلامي نظام څخه برخمن شي.
او که خدای کول د عثماني خلافت هاغه سپیڅلی او مقدس نظام به یوځل بیا پلی شي، د دې لپاره د ولس ملاتړ او سلسله وار همدغه فکر ته مبارزه ضروري ده، پورته لاملونه دي چې اردګان د خپل ملت برسېره د نړۍ د زیاتره ولسونو خواخوږي او ملاتړ ترلاسه کړو.
یادونه: په کابل ټکي کام کې خپرېدونکې لیکنې او شعرونه د ادارې د نظر استازیتوب نه شي کولی، د هر لیکوال خپل نظر دی.
تاسو هم کولی شئ، چې په دغه ادرس (kabullnews@gmail.com) سره مونږ ته لیکنې راولېږئ!
















