یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د ترکیې کودتا او د غبرګ سري ادارې غبرګ دریځونه…!!

محمد افغان نشرونکی: محمد افغان
جولای 17, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
8
ځلې شریک شوی
100
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکنه : موسی فرهاد

 وړمه شپه په ترکیه کې کودتا وشوه ، د پوځ د یوې ډلي لخوا د طیب اردوګان د حکومت پر ضد ناکام بغاوت ترسره شو ،  ولسي خلک د اردوغان په ملاتړر لارو کوڅو ته را ووتل ، هغه یې ناکامه کړه .

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د معمول سره سم د نړیوالو حکومتونو له لوري دیپلوماتیک غبرګونونه ورته وویل شول . په دې لړ کې زموږ د هیواد پلازمینه کابل کې د ملي جلاوالي حکومت له لوري هم د دیپلوماتیک معمول خلاف دوه رسمي غبرګونونه ورته وړاندي شول . یوه ورقه د ارګ له ماڼۍ نه را ووته چې د اشرف غني په نوم ، څوک چې ځان د لوګر ولایت اوسیدونکی معرفي کوي ؛ یوه سړي لاسلیک ورباندي پروت وو یو ډول څرګندوني یې لیکلي وي .

بله پاڼه بیا د سپیدار له آپارتمان څخه را بهر شوه چې د ډبل عبدالله په نوم د پنجشیر د یو سیاسي ټوپکوال دستخط ورباندي له ورایه ځلیدی ؛ د مفکر برعکس یې نوري بابولالي ږغولي .

د اشرفغني په پاڼه کې راغلی وو چې د ارګ ماڼۍ یعنی افغان حکومت د ترکیې پر حالاتو اندیښمنه ده ، تاو تریخوالی دې نه وي ، په دې اوسني حکومت خوښ یو چې پر ځای پاتی شي .

خو د ډاکټرصیب عبدالله په ورقه کې بیا نویشته وو چې اجرائیه ماڼۍ یعنی بل افغان حکومت د ترکیې کودتا په ترټولو کلکو ټکو غندي ، له ترکیې سره د افغانستان نه شلیدونکي تاریخي اړیکي یادوي ، او زیاتوي چې موږ په سر او مال د اردوګان تر شا ولاړ یو ، دا راز نوري ډېري اوږدې پرپړې یې پسي کتار کړي وي .

اوس پوښتنه دا ده چې په نړۍ کې خو ټول هیوادونه یو بادشاه لري ، یو حکومت لري یوه پالیسي لري ، د هري مسئلې په اړه له یوه ادرسه یو موقف خپروي ، خو له موږ سره د ویتنام د1971م کال د جګړې د جنګي مجرم او د امریکا د خارجه امورو اوسني وزیر ښاغلی جانکیري یوه لویه جفا همدغه ده چې د کابل په هره حکومتي ودانۍ کې یې جدا یو ګوډاګی د مستقل بادشاه په نوم راته کښینولی دي .

د نوموړي جنګي مجرم په ابتکار جوړه شوي اداره د عمر په لحاظ قریباً اوس درې کلنه کیږي . اما په دې درې کاله کې داسی ورځ رانغله چې نوموړي دوه سره اداره دې د کورنۍ یا بهرنۍ مسئلې په اړه یو موقف څرګند کړی وي. حتی د ملګرو ملتونو ، وارسا ، واشنګټن او نورو دا ډول غونډو کې بیلابیل دریځونه بیانول خو ټول په ریکارډ پراته دي ، دا راز په کور دننه کې د منصبونو او ټاکنو پر سر روزمره د دوی خپلمنځي شخړي او ناندرۍ هره ورځ د لارو کوڅو او  سرچوک د خلکو د مزاحیه ګف شپ اجنډا جوړه وي .

هغه غربي رسنۍ چې د کابل د ګوډاګۍ ادارې لپاره هغوی استخدام کړي ؛ د خپلو مشرانو دغه بیلابیل نظرونه بیله کومه سانسوره خپره وي . چې په حقیقت کې دا د یرغلګرو لخوا د دوی یو سپکاوی بلل کیدای شي .

  متاسفانه چې په دنیا کې دوی د افغانستان په نوم پیژندل کيږي او په دې سره په نړۍ کې د افغانستان بدنامي کیږي . چې داسی نا أهله او نادیده خلک ورباندي واکمن دي .

د ګډسري ادارې د دې ګډو وډو دریځونو نه داسی بریښي چې د دوی موقفونه خپل هم نه دي ، بلکي د دوی د هغو بادارانو دي چې دوی ورته میلان لري .  که د دوی هره یو موقف ته په ژوره توګه وکتل شي نو ترمنځ یې دومره واټن وي لکه څومره چې د دوی د ځینو شرقي او غربي بادارانو ترمنځ فکري بعد جوتیږي . د اشرف غني موقف ته په کتو داسی ښکاري چې د سپیني ماڼۍ د مشرانو لاره یې تعقیب کړي او که د عبدالله عبدالله موقف ته وکتل شي نو د وایټ هاؤس ترڅنګ د نورو پخوانیو محسنینو (روسانو) پر نقش قدم هم پل ایښودل نه هیروي.

په هر صورت د کابل د ګډسري ادارې دا ډول ګډ وډ دریځونه خپرول دا په ډاګه کوي چې دوی څومره پر یوه فیج سره قرار لري .

یوازي یو شی چې د ارګ او سپیدار ټیمونه ورکي متحد ښکاري هغه دادی چې د امریکایانو په غلامۍ کې یو د بل سره سبقت ، د اسلامي افغانستان د خپلواکۍ پرضد د مجاهدینو په وړاندي دریدل ، د ملي منافعو له منځه وړل او مالي فسادات ترسره کول ، د غربي میډیا په مرسته د فحشا بربنډتوب لپاره هڅي کول . د اسلامي شعایرو له منځه وړل ، د وطن پلورني پرسر له لیري او ګاونډي هر یوه دښمن سره معامله کول . او داسی نور … موارد دي چې دوی ورباندي متفق ښکاري . نور په هرڅه کې سره لیري دي . له همدې ځایه ده چې افغانستان یې اوس له یوې بدي ورځي سره مخ کړیدی .

په دې هیله چې هیواد مو نور له دا ډول نا أهله واکمنانو نه الله تعالی وژغوري د ډېرو دوعاګانو اړتیا ده  .  آمین …!

پای ….

مخکینې مطلب

د سحر (جادو) ختمولو مجربه طریقه

بل مطلب

له اردګان سره د خواخوږۍ او افغان مشرانو سره د نفرت لاملونه

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com