ژباړه.محمدعلي عمري
سپین ږیري سړي یواځې په خپل کښت کې ژوند کاوو ده غوښتل دپټاټو دپاره زمکه یوې کړي،.خو دا کار ډير سخت وو.
دده یواځينی زوي چي ددې کار کومک یې ده ته ورکولاي شو په زندان کې وو، خو د سپین ږیري نور وس نه وو چي له خپل زوي څخه کار واخلي .
سپین ږیري دخپل زوی دپاره یو لیک واستاوه، او خپل وضعیت یې ورته د لیک پرمخ بيان کړو.
”اې زما ګران زویه زما حال ښه نه دی. سږکال له دې وضعیت سره د دې وس نه لرم چي پټاټې وکرم ليکن په هیڅ صورت نه غواړم چي دا کښت له لاسه ورکړم ځکه موردې همېشه دکښت له حاصل
سره ډېره مينه لري، زه د کښت کولو دپاره ډيرسپین ږیری شوی یم. که ته دلته وای نو ټول مشکلات به مې حل وو. زه پوهېږم که ته دلته وای ماته به دې د کښت زمکه یوې کړې واي.
ستا مهربان پلار“
زیاته موده نه وه تېره شوې چي سپین ږيري سړي په دې مضمون سره ږغیزپیغام ترلاسه کړو
”پلاره دخداي په خاطردکښت زمکه مه یوې کوه هلته ما اسلحه پټه کړې ده “.
څلور ورځې وروسته سهار وختي د اف آي بي ماموران او محلي پوليس راښکاره شو بې له دې چي اسلحه پیدا کړي ټوله زمکه یې یوې کړه .
سپین ږيري سړي په حيرانۍ سره یو بل ليک خپل زوي ته ورواستاوه په ليک کې یې ليکلي وو چي دا څه کیسه وشوه او اوس لار راښيه څه وکړم ؟
زوي په جواب کې ورته وليکل
”پلاره ولاړسه پټاټې وکره ، دا یو غوره کار وو چې له همدې ځاي څخه مې ستا دپاره خوښ کړو“.
………………………
په نړۍ کې هیڅ منعه کونکی نشته
که ته دزړه له کومې ویوه کار ته تصميم ونیسې کاملا به دهغه کار ثمره په لاس کښي راوړې.
منعه کونکی فقط ذهن دی،نه داچې تاسو چیرته یاست.
او آیا دکار نتیجه په ليري لاسونو کې امکان لري کنه؟

















