فتحان حنفي
زړه مې دخپل نور په تجلا باندې ژوندی ساته
زماخالقه خدایه(ج)په رحمت یې ګړندی ساته
(ربه)ته یې داسي دخپل امر تابعدار کړه چې
تل درته لبیک کړي په ایثار یې سپېلنی ساته
ستا سره یې تعلق جوړ ابدي کړه بختور به وي
له ټولو خواهشاتو یې بېل او هم پردی ساته
بس چې ستا په عشق کې دېوانه وي او پاګل دي وي
ستا په مینه خوښ دی تل یې داسي لېونی ساته
هغه د منصور په طریقه یې دار ته پورته کړه
یا ورته ها عشق ورکړه پرې زړه مې ګلالی ساته
کړه یې د ګلزار په څېر چې خار نشي ازغی نشي
جوړ ترېنه ګلاب کړه او هم کټ مټ یې بابری ساته
کړه ورته عطا خوشبو د مشک او د عمبر په شان
تاته دي مائل وي په خپل ذکر یې سپرلی ساته
نشي د ګیدړ یا دچغال په څیر ډارن به وي
وي دي بهادر لکه یو پړانګ هم یې زمری ساته
ووته له زړه نه مې په شـــــــعر کې دعا درته
قبوله یې کړه (ربه) ما (فتحان) هم مې زړګی ساته

















