پر رجب طیب اردګان باندې ولې کودتاه او ولې ملي ننګ صورت ونیو؟

راټولونکی : عرفان خوږیاڼي

  • اردګان هغه څوک و چې دا یې ونه زغمله چې د هغه لور دې د ترکیې په پوهنتونونو کې پر حجاب د بندیز پر مهال خپل حجاب لرې کړي بلکه دا یې غوره وګڼله چې خپله لور د تحصیل لپاره اروپا ته واستوي چې هلته پر حجاب بندیز نه و.
  •  په ټوله اسلامي نړۍ کې اردګان یواځینی ولسمشر دی چې د بورما د هغو مسلمانانو نه چې میانمار په ولایت کې اوسیږي او وګړي یې د بوذایانو لخوا ژوندي سوځول کیدل له خپلې میرمنې سره یو ځای له نږدې نه لیدنه وکړه.
  •  اردګان د سیکولرستانو له ۹۰ کلونو واکدارۍ نه وروسته په لومړي ځل په حکومتی ښوونځیو کې یو ځل بیا د قرآن کریم او حدیث نبوي تدریس لازمي مضامین وګرځول.
  • اردګان په ټولو دولتي پوهنتونونو او محاکمو کې د حجاب ازادي اعلان کړه.
  • ارګان هغه مسلمان مشر دی چی د تورې بحیرې په غاړو یې د نړۍ تر ټولو ستر پُل د بسم الله الرحمن الرحیم په نورو الفاظو منور کړ، په داسې حال کې یو عربي دولت په نړۍ کې د کرسمس تر ټولو ستره ونه جوړه کړه چې لګښت یې ۴۰ ملیونه ډالرو ته ورسیدو.
  • اردګان عربي ژبه بیرته په درسي نصاب کې شامله کړه.
  • اردګان د لس زره اوه کلنو مسلمانو ماشومانو یو کاروان جوړ کړ چې د اسطانبول په سرکونو به خپل عمر اعلانوي او په دې باندې فخر کوي چې په دې عمر کې به فرض لمونځ ادا کوي او قرآن کریم حفظ به پیل کوي.
  • د قرآن کریم او نبوی احادیث تدریس چې په دولتي ښوونځیو کې د اتاتورک لخوا منع شوی و یو ځل بیا له سره پیل کړه.
  • د اسطانبول په ټولو خواوو کې یې دینی مدارسی او د شرعیاتو پوهنځیو شمیره زیاته کړه.
  • پر حجاب باندې له څو لسیزو وروسته اردګان وکولای شول چې په پارلمان، ښاروالیو، پوهنتونونو، پوهنځیو، محکمو، او عامه اماکنو کې پر حجاب بندیز لرې کړی.
  • پر آذان کولو له څو لسیزو بندیز څخه وروسته یې په ټوله ترکیه کې اذان کولو ته اجازه ورکړه چې ټوله ترکیه کې یې انګازې اوري.
  • اردګان هغو ټولو مصري محصلینو ته چې د مصر د کودتاه چیانو لخوا په پوهنتونونو کې له تحصیل کولو څخه محرومول کیږی او له پوهنتونونو څخه ویستل کیږي په ترکیه کې د وړیا تحصیل مکملولو زمینه برابره کړه.
  • اردګان په ترکیه کې د ترکیې ۹۸٪ کورنو ته بریښنا رسولې ده چې په برتانیا کې هم دومره اندازه بریښنا وجود نلري.
  • په اسطانبول کې یې هوایې ډګر د دې جوګه کړه چې هره ورځ د ۱۲۶۰الوتکو استقبال وکړي.
  • اردګان وکولای شول چې ټانکونه، بې پیلوټه الوتکې او مصنوعې سپوږمکۍ جوړې کړی.
  • په اوسط ډول د هر ترکی عاید په کال کې دریم نیم زره امریکایی ډالر و او د ده په حکومت کې لس نیم زره ډالرو ته ورسیدو.
  • اردګان یو قوي پلان جوړ کړ چې په اساس یې۳۰۰ دینی عالمان وګمارل چې تر ۲۰۲۳ کاله پورې علمي بحث مکمل کړي.
  • اردګان په خپل حکومتي دوره کې ۹۸ نوې مدرسې ۵۳۰ نوې روغتونونه او ۱۷۶ زره د ټولګیو خونې یې جوړې کړې.
  • ترکیه په نړیواله کچه د اقتصاد له پلوه ۱۱۱ هیواد و خو اردګان ۱۶ نمبر هیواد ته راپورته کړ.
  • د ترکیې صادرات ۲۳ ملیارده وو او اردګان هغه ۱۶۸ ملیاردو ته لوړ کړل.
  • ترکیه د نړیوال بانک له ۲۳ ملیاردو ډالرو نه زیاته پورې وړې وه خو د اردګان د حکومت پر مهال په ۲۰۱۲ کال کې ترکیه له پوره خلاصه کړه او اوس په ترکیه هیڅ ډول پور وجود نلري.
  • د اردګان په حکومت کې د نورو ولسمشرانو په څیر هیڅ ډول غلا صورت نه دی نیولی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button