قاري خالد
تعلیمي نظام له درغلیو ډک دی، دمالیې وزارت دډاکوانو په پنجو کې محصور دی، ددفاع له وزارته ټولې اسلحې شخصي او ګوندي ډیپوګانو ته انتقال سوې، دحج دفریضې د اداء لپاره په حج اوقاف کې رشوت غوښتل کیږي، عدلیه دخدای په عذاب اخته ده او قاضیان او څارنوالان درګرده لګیا دي په ډالرو رشوتونه اخلي او بیا دوسیې مخ ته وړي.
په پوځي قرارګاؤو کې ښکلي هلکان ساتل کېږي، داربکیانو پوستې دلواطت مراکز دي، په ښاریاتو کې دخانه امن پر نامه فحشاخانې جوړي دي او پکې پېغلې نجونه، دفحشاء دترویج لپاره روزل کېږي، په سوشل میډیا کې حکومت پلوه لیکوالان اسلامي شعائر توهینوي او د افغانانو اتلان غزنوي، میرویس نیکه او ابدالي تقبیحوي.
په ړندو بمباریو بېګناه ولس په وینو کې لوغړیږي، په مساجدو، مدارسو، ودونو، جنازو او دلوبو پر میدانونو توپونه او بمونه ورول کېږي، دشپې له کورونو خلک راویستل کېږي، له بازارونو دملي امنیت په موټرانو کې تجاران او مسلکي کدرونه تښتول کېږي، ښوونکي په شهادت رسول کېږي، محصلې نجونه مسمومیږي، او دسيرلیو په ډک موټر کې تنها په نبوي سنتو برابر زوانان پوښتل کېږي او شکنجه کېږي.
دا هر څه سهواً ندي بلکې قصداً ترسره کېږي ددې لپاره چې مسلمانان وځورول سي، ووېرول سي، دیو قوي خلافت پر ځای په ټوټه ـ ټوټه کمزورو دولتونو وېشل سوي پاته سي او متحده قوت یې منتشر او کمزوری وي.
په شپږمه هجري پېړۍ کې هم صلیبیانو هغه مهال دصلیبي جګړې اعلان وکړ کله چې مسلمانان په مختلفو حکومتونو وېشل سوي ول.
صلیبیان کوښښ کوي دمسلمانو ملتونو دواک واګې دداسې چا په لاسو کې ورکړي چې دغرب په فکري مراکزو کې ‘براین واش’ سوي وي او یا حتی له سره دنظام د ادارې صلاحیت ونلري، ترڅو هره ګړۍ غرب ته محتاج واوسي او دغرب په رحم او کرم خپل نظام ته طوالت وبښي.
په داسې حال کې چې دهیواد په هر ستر ښار یو ستر ظالم او دیکتاتور مسلط دی او دکابل اداره یې دبرطرفۍ توان نلري، ولس یې له مظالمو کړیږي، عصمتونه یې لوټل کیږي، او دمسلط والي د اوباشانو له لورې پرې هره ورځ نوي ـ نوي مظالم ازمول کېږي
دروانې صلیبي جګړې سمبالونکي له دې ټولو ناکردیو اګاه دي مګر په اړه یې ځکه ساکت دي چې هغوی همداسې یو حالت غواړي چې اداره بې وسه وي او ولس دپاڅون جرأت ونسي کړای.
لنډه دا چې دلته دهرې ناخوالې تر شاه دصلیب کرغېړن لاسونه شتون لري او مسلط چارواکي یې په هر جرم او هره ناروا کې نیم پر نیمه حصه دار دي
که پر ولس له هرې خوا بمونه اوري، که ولس له تعلیمه لېرې پاته کېږي، که د ولس پېغله او زوانان په وینو کې ړپیږي، که د ولس تنکي ماشومان فلج کېږي، که د ولس مېندې ژوړول کېږي، مسؤلیت یې دهمدې معیوبه ادارې پر غاړه دی.


















