کابل ټکی کامه مبــــارک دې شه

 لیکوال : رائـــــد

کابل ټکی کامه دزړه له کومې درته مبارکي وایم، مبارک دې شــــه، داسلامیت، افغانیت،او آزادۍ په لټه او خدمت کې دې لمړۍ کـــــــلیزه مبارک شــــه.

رېښتیا هم چې تا د کابل نوم لوړ کړ، تا د کابل تېر تاریخ را ژوندی کړ، په رېښتیا چې تا دکابل هغې سپېڅلتیا ته وکتل ، کومه چې تېر تاریخ یې په لنډو ټکو کې داسې یادوي، لیکي: ســــــــلیمان علیه السلام به د ســــــحر چـــای په کابــــــل کې چیکه. په رېښتیا چې کابل نوم درلود، کابل نېښان درلود، کابل یوه سپېڅلتیا درلوده، کابل یوه رڼــا درلوده.

له بده مرغه په تېرو څو کلونو کې یې دغه سپېڅلتیا د یرغلګرو او اشغال ترڅنګ، ډېرو پلورل شویو رسنیو ککړه کړې وه، ډېرو رسنیو يې په ډېره بدسترګۍ دکابل له رڼــاګانو بله ډیوه دبل په لمسون مړه کړې وه، کابل ئې بې خوند او بې قدره کړی ؤ، کابل خفه ؤ، کابل غمزده ؤ، کابل بې چاره ؤ.

کابل په همدې کرغېړن حالتو کې دژوند کړۍ تېرولې ، چې د کابل په نوم ( کابــــــل ټکی کــــام) يوه رېښتونې رسنۍ سر راپورته کړ، او په لنډ وخت کې یې د مؤمن ولس لپاره یوه رېښتونې هنداره وګرځېدله، چې ښه بېلګه یې په یو کال کې تر پنڅوسو زرو ۶۰۰۰۰ څخه دزیاتو خلکو زړونه ګټل دی.

د ډېری پلورل شویو رسنیو په مېنځ کې د کــابل ټـکی کــام ،راپورته کېدل داسې ښکاره شو، لکه د ډېرو اغزیو په مینځ کې چې یو ښکلی غټ پټ ګــل راوغوټېږي. په رېښتیا چې د پلورل شویو رسنیو مثال د اغزیو په څېر وي. ځکه ددوی د لیکوالانو او خبریالانو ذهنونه پلورل شوي، دقلم نوکې یې د بل په واک کې ، تل داسلامیت، افغانیت او ملي ګټو په خلاف څرخې. دوی تل د ډالرو په مقابل کې داشغال او یرغلګرو په ګټه لیکنې او مقالې ليکي. پلورل شوې رسنۍ تل کوشش کوي، چې د یرغل لپاره دخلکو ذهنیتونه جوړ کړي، او یرغل د سولې ساتنې، امنیت ساتنې، اونورو نومونو او چترونو ترعنوان لاندې ترسره کوي، په دغه پلیت ذهن جوړونه کې ترټولو مؤثره وسیله همدغه پلورل شوې رسنۍ دي. دا هغه رسنۍ دي چې داسلام دښمنانو له لورې تائسیس شوي او ددوی لخوا یې پوره ملاتړ کېږي؛ برنامې ورته جوړوي، مشاورین ورته استخداموي.

دارسنۍ دنده لري چې له یرغل او یرغلګرو سره دخلکو حساسیت له مېنځه یوسي، او د اشغال مزید اوږدېدو لپاره زمینه برابره کړي، ملت نا امیده کړي،او د یرغلګرو په نه شتون کې روښــــانه راتلونکې ددوی ترنظر توره شپه ښـــکاره کړي.

زمونږ په هېواد کې یو څـــو په شمار رسنۍ دي، چې تل غواړي خپل رسالت په سمه توګه سرته ورسوي. چې ښه بېلګه یې نړۍ واله، وتلې رسنۍ (کابــــل ټــکی کـــام ) ده.

د کابل ټکی کام اداره تل دافغانستان خلکو ته په یوه سترګه ګوري، او ملي هویت ته یې درناوی لري، د ادارې کارکونکې یې تل په اخلاقي معیارونو باندې برابر راپورونه او مقالې خپروي. په ټوله کې د کابل ټکی کام ادارې لویه موخه داده، چې اسلامي ټولنه راوېښه کړي، او دولس یوه رېښتونې هنداره ووسي او بس.

 په اخر کې یوځل بیا د کابل ټکی کام ادارې ټولو کارکونکو ته، داسلامیت، افغانیت او دآزادۍ په لټه او خدمت کې دلمړۍ کلیزې مبارکي وایم او له الله تعلی څخه د مزید خدمت توفیق غواړم.

سرلوړي دې وي د حق دلارې داعیان.

(ح ـ صـ ـ رائــــد)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button