کابل ټکی کام د مظلومو افغانانو فرهنګي سنګر

تبصره : ډاکتر آصف

کابل ټکی کام په مطبوعاتي ډګر کې هغه مهال قدم کیښود چې په افغانستان کې د امریکایی ښکیلاکګرو د ظلم، تشدد او جبر شدت خپل اوج ته رسیدلی و، د مظلومو افغانانو په کورونو، عبادت ځایونو، د خوښیو پر محفلونو، د کوچیانو پر کیږدیو، رمو، او داسې نورو عام المنفعه ځایونو باندې وحشیانه هوایي بریدوونو تاړاک په ډیر بې رحمانه توګه روان وو د ډیرو افغانانو جونګړې یې ویجاړې کړې او سربیره پردې ښکیلاکګرو ګرده نړیواله میډیا تر خپل کنټرول او سانسور لاندې راوستې وه او له دې لارې یې خپل شوم اعمال یا پټ ساتل او یا یې خپلو شومو کړنو ته غیر معقول درواغجن استدلال کاوه او که به کله د نړیوالې ټولنې تر سختې نیوکې لاندې راغلل نو بیا به یې پر بخښنې غوښتلو د خپل ځان د صفا کولو هڅه کوله.

خو کابل ټکی کام همدغه مهال د دغو جنایت ګرو جنایات رسوا کول، او خپلو هیوادوالو ته یې وخت په وخت تازه حقیقی او ریښتونی خبرونه او معلومات وړاندې کول او هغوی یې له هر څه نه په خپل وخت کې با خبره ساتل او مظلومو هیوادوالو ته یې د زغم او صبر کولو تلقین ورکاوه چې د همدغې بې سارې چوپړ په وړاندې کولو سره یې مینه وال ورځ تر بلې زیات شول آن تر دې چې تر دې دمه یې شمیر ۶۵۰۰۰ ته ورسید، او ډیر زر یې د معیارې ویبپاڼو بڼه ځانته غوره کړه.

کابل ټکی کام د خپلو بې دریغه خدماتو په وړاندې کولو سره د خپلو لوستونکو په زړونو کې ځواکمن ځای پیدا کړ، او د یو زیات شمیر ویب پاڼو په پرتله ډیر زر د نټ په آسمان کې وځلید، د کابل ټکی کام ویبپاڼه د پخوا په څیر لا هم هوډمنه ښکاري او په راتلونکې کې هم له خپل ولس سره د ورته هوډ ژمنه تازه کوي، او له خپلو درنو لیکوالانو، شاعرانو او نورو نه تل هیله کوي چې دغه هوډمنه ویبپاڼه په خپلو لیکنو لا تانده کړي.

د کابل ټکی کام جدي فعالیت ته په کتو سره دا یقیني بریښی چې دا سنګر به تر وروستۍ سلګۍ خپل چوپړ ته دوام ورکړي، او په څنګ کې د ټولو لوستونکو سالمو انتقاداتو ته تل سترګې په لار وي ، او دا د دغې ویبپاڼې د لا سمون په لاره کې یو غوره ګام بولم.

کابل ټکی کام لا هم کوښښ کوي څو خپل خپرونې لا پراخې، او زیاتې کړي، څو د ټولو هیوادوالو هر اړخیزه تنده پرې ماته شي.

مونږ په داسې حال کې د کابل ټکي کام له بې سارې خدماتو نه یوه نړۍ مننه کوو لاس په دعا یو چې تل یې توفیق ورپه برخه وي څو د اسلام د سپیڅلي دین په چوپړ کې لا ښه خدمات ترسره کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button