ملکي تلفات

لیکنه ـ بدر منصور
د څه باندې څلورو لسیزو څخه د افغانستان ولسي وګړي د بېلا بېلو شرقي او غربي مستعمرینو او کورنیو پردیپالو جواسیسو او زورواکانو له خوا د اور په لمبو کې سوځي، وژل کېږي، ژوبل کېږي، زنداني کېږي او اختطاف کېږي، چې دا لړۍ لا تر دې دمه (2016 م 7 / 29) پوري ښه ګرمه روانه ده او لکونه بې ګنا ولسي افغانان وژل شوي، لکونه کسان زخمیان شوي، لکونه کسان زنداني شوي چې اوس مهال د زنداني افغانانو شمېر د لکو (100000) کسانو څخه لږ کم دی، او زرګونه کسان اختطاف او تریتم دي.
اوس مهمه داده چې په ډاګه شې چې د افغانانو د وژني او ځوروني اصلي عاملین او مسئولین څوک دي، خارجي ځواکونه، داخلي سرکښه زورواکان، د بهرنیو اشغالګرو او کورنیو جواسیسو او مفسدینو پر ضد را پارېدلي مجاهدین او طالبان، او که بل څوک.
اوس مهال د افغانستان ولسي خلک، طالبان او افغان حکومت ټول په دې عقیده او باور دي چې پر افغانستان د روسي یرغل پر مهال د افغان وژني عاملین روسان، او د هغه څخه وروسته په خپل منځي جګړو کې د وژل شویو افغانانو وژونکي او قاتلین خپله افغانان وه، خو د تیري یوې نیمي لسیزي یعني د (2001 م) څخه چې کله امریکایانو او د ناټو غړو هیوادونو پر افغانستان برید وکړ، د طالبانو حکومت یې له مینځه یووړ، د ناټو او افغان حکومت او طالبانو تر مینځ جګړه پیل شوه، په جګړه کې د وژل شویو او ژوبل شویو افغانانو پړه د جګړې دواړه اړخونه (ناټو او افغان حکومت او طالبان) یو پر بل اچوي.
که څه هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) هم څه موده وړاندې په دې اړه خپل کلنی راپور خپور کړ، خو هغه راپور یک طرفه او تقریباً د افغان حکومت راپور ؤ. په حقیقت کې د ملکي تلفاتو عاملین 78 سلنه د ناټو ځواکونه او افغان حکومت دی، 10 سلنه طالبان او پاته 12 سلنه خپله ملکي افغانان دي چې په شخصي دښمنیو، کورنیو جنجالونو او ترافیکي پېښو کې وژل شوي. د یادوني وړده چې طالبان د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره یو کمېسون لري چې د ملکیانو د وژني پر مهال د پېښي مسئول کسان د شرعي قضا سره سم مجازات کوي.
په تیرو پنځلسو کلونو کې په هوایې بریدونو کې زرګونه ولسي افغانان ناټو او امریکایانو ووژل.
د هیواد په ټولو ولایتونو کې پر ودونو، غونډو، شفاخانو، جنازو او نورو عامه ځایونو باندې بمبار ناټو کوي.
د افغانانو پر کورونو، مسجدونو، او مدرسو باندې چاپې امریکایان او افغان حکومت وهي.
د ښارونو په مینځ او د ملکیانو په ګڼه ګوڼه کې لویې چاودني امریکایان او د افغانستان ملي امنیت کوي.
په ډېرو سیمو کې افغان ځواکونه د طالب تعریف په بګړۍ، ږیره او اوږده جامه کوي او هر ورته کس بې درېغه وژني.
پر افغان ځواکونو د چاودني یا وسلوال برید پر مهال چې کوم ملکیان ساحې ته نږدې وي، افغان ځواکونه یې دښمن بولي او له مینځه یې وړي.
پر لویو لارو ملکي افغانان د پولیسو له خوا تر تعقیب او تحقیق لاندې راځي، که په یوه وړه پوښتنه کې خطا شو، بس هماغه طالب دی سمدستي یې زندان ته لېږي.
په ځینو سیمو کې چې د محلي پولیسو په نوم اربکي ملېشې شته، هغوی ته واک ورکړل شوی چې کله یو څوک شکمن کړي باید ځای پر ځای یې ووژني که څه هم ماشوم یا بوډا وي.
د یوه کلي یا سیمي د تصفیې پر مهال چې د ارودو او پولیسو له خوا کوم څوک شکمن شي، دوی یې طالب ګڼي او ورسره د طالب په شان چلند کوي.
د جمعې د خطبې، علمي جلسې، او د اختر په مناسبت چې کوم عالم د جهاد فضایل، د کفارو مذمت او ظلم بیان کړي، د افغان حکومت له خوا ګریفتاریږي او زندان ته لېږدول کېږي او کله کله وژل کېږي.
په ځینو ولایتونو کې د حکومت له خوا پر وسایلو (موټر سایکل) بندیز دی که هر څوک د وسایل سره ولیدل شي، حکومتي چارواکي یې زربه کوي او وژني یې.



