ستومانه اوښکې

ذکریاحقانی
ستومانه اوښکې مې د ژوند په هر یادګار توی شوې
لکه خزان وهلې پاڼې وار په وار توی شوي
سترګې مې ڈکې سوچ لاهو شي د وصال په څپو
له بڼو ولویدلې ښکته په قطار توی شوې
شونڈې مې وچې رنګ بدل یمه د غم په دریاب
واړه خواښۍ مې د ژوندون په سره انګار توی شوې
نن یې یادونو هدیرې ته په سلګو روان کړم
رانه فراق وهلې اوښکې په مزار توی شوې
مرګی د رحم د دردونو ماده نه پیژني
ستوري چنار ځوانۍ مو ځکه له مدار توی شوې
ذکریا نه دی ملامت زړه یې دردونه کوي
ماتې یې هیلي شوې ارمان چې تار په تار توی شوې



