جمعه, اپریل 24, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

ټیپو سلطان شهید (دیارلسمه برخه)

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
اگست 10, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
11
ځلې شریک شوی
142
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

په تېر پسې……..

«ملکي مورې! تاسو هرومرو د خپل ځان د خوندي ساتلو  انتظام وکړئ» نګو ځواب ورکړ.  خو په دې ډول نه، بلکه تاسې د دې سازش  په اړه  سلطان  هم  خبر کړئ، هغه به پخپله د دي هر څه  لپاره مناسب  انتظام  وکړي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

فاطمې بیګم په اندیښمنې توګه وویل:« او که چیرې د سلطان په راتلو کې ځنډ راشي، نو معلومه  نه ده چې دا بدبختان به  تر هغه وخته  پورې  څه څه و نه کړي، او زه به یې څه ډول  سمبال کړم ….»

« ملکې مورې! ته  ډاډه اوسه.» نګو  ورته  تسلي ورکړه، «لا تر اوسه د هغې  ظالمانو سازش  مکمل شوې نه دی،  لا تر اوسه هغوی د راج محل د رانیانو سره خبرې کوي، تر هغې  چې د هغوی خبرې د عمل مرحلې ته رسیږي نو معظم سلطان به هم د هغوی په خلاف کوم تدبیر جوړ کړی وي.»

« ډیره ښه، زه به اوس لږ څه  وکړم.» فاطمې بیګم د خپل  محل  د داروغې پسي  خپله کنیزه ور ولیږله .

« ډیره ښه  ملکې مورې!  اوس  ماته اجازه  راکړئ» نګو  را پورته شوه«خداې دې تاسې په خپل امن کې ولري»

«دا ته څه وایې، بې  عقلې! » فاطمې بیګم هغه ته  به زغرده وکتل«  اوس خو زه تا بیرته هغو ظالمانو ته  نه ورسپارم.»

«ملکې مورې! » نګو  ورته په پوره ډاډ  سره وویل« زما بیرته ستنیدل  ډیر  ضروري دي، که چیرې زه بیرته ستنه نه شم نو دا خبره به ډاګیزه شي او بیا به نورې ستونزې راپیدا شي. » نګو په ډیرې سختۍ سره ملکه مور په دې و پوهوله  او  هغه  هم  د خبرې په حساسیت و پوهیده.

د نګو د دې اطلاع په اساس ملکي مور خپل یو ګړندی قاصد د سلطان په لور ورولیږه او سلطان د دې خبرې د خبریدو سره سم  محمد علي کمیدان  دارالسلطنت  سرنګاپټم ته  د حالاتو د سمیدو په خاطر  راولیږه .

محمد علي کمیدان د بنګلور  له لارې  سرنګاپټم ته  نژدې  را ورسید او د خپل فوځي ټولي سره یې هلته په « کړي ګټه» کې  خیمه ووهله. هلته یې  مشهوره  کړه چې هغه  د «ګرګ» څخه د تیریدو وروسته  د حیدر نګر په لور  روان دې ځکه هلته  حالات  کړکیچن  شوي دي.

کړي ګټه، د سرنګاپتم  څخه یوازې  څو میله  واټن  درلود، د هغه ځایه یې د خپل یوه قاصد په لاسو د سرنګاپټم  قلعدار  ته  یو لیک  ور  ولیږه، په  هغه لیک  کې یې غوښتنه کړې وه چې څرنګه  چې هغه د کرګ  له لارې  حیدرنګر ته روان دی، نو په دې خاطر که چیرې  قلعدار  اجازه  ورکړي نو د یوې شپې له پاره به د خپلو کوچنیانو سره د پاته کیدو په خاطر  هلته ورشي.

کله چې قاصد د محمدعلي کمیدان د لیک سره یو ځای قلعدار ته ورغی، نو اتفاقا  ستر شامیان هم هلته د هغه  سره ناست وو. قلعدار د لیک د لوستو نه وروسته  قاصد د انتظار کولو  لپاره بیرون  و لیږه او پخپله یې د ستر شامیان سره په دې اړه  سلا مشوره  پیل کړه .

قلعدار خپل  آند ډاګیزه کړ.

شامیان! د حیدرنګر په لور د سردار محمدعلي کمیدان  د ورتلو څخه مقصد  دادی  چې لا تر اوسه زمونږ د منصوبې اوپلان په اړه  چاته د یوه  ویښته  په اندازه هم معلومات  نشته. سلطان او د هغه  حواریون  په خپلو خپلو کارونو کې مصروف دي»

ستر شامیان په قهقه  خندا سره  په لوړ اواز  وویل: «بهادره قلعداره! هغه به څه ډول  منصوبه وي چې  راز یې څرګند شی. مونږ په دومره پټه توګه  خپل  پروګرام  پیل  کړی دی چې یو غوږ  په بل غوږ خبر نه دی. » بیا نو ستا څه فکر دی؟  قلعدار  د شامیان څخه وپوښتل: «محمد علي کمیدان  ته به  کلا ته  د یوې شپې د راتلو اجازه ورکړو. په دې کې  خوکوم  حرج نه شته؟

«او صاحبه، دا هم د پوښتنې خبره ده؟» شامیان ورته وویل: محمدعلي کمیدان ته  په کلا کې د یوې  شپې د تیرولو  اجازه  باید ورکړل شي، دا خو به زمونږ د منصوبې  له پاره نوره هم ګټوره  ثابته شي. که چیرې تر دې وخته  پورې  چاته  زمونږ په نیتونو شک هم وي د محمدعلي کمیدان  په راتلو او په کلا کې د شپي په تیرولو  به  هغه هم  له منځه ولاړ شی.

نور بیا………

مخکینې مطلب

میدان کوږ دی!

بل مطلب

زړه څه شی دی...؟

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 23, 2026
0

عبدالملک حوثي یمني ځواکونو او مقاومت محور ته: اوږدې جګړې ته چمتو اوسئ

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 23, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • د امریکا د سمندري ځواکونو وزیر استعفا وکړه

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بدخشان کې ترافیکي پېښې؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

له پاکستانه تر ۳۰۰ زیات بندي افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

ولسمشر اردوغان: د ایران جګړه به اروپا هم کمزورې کړي

نورستان کې د ۵۲۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

ملا امير خان متقي: افغانستان کې د نړيوالو ورزشي سیالیو ترسره کېدل ستر ویاړ دی

په کابل کې د اووه هېوادونو په ګډون د دودیزې غېږنیونې نړیوالې سیالۍ پیل شوې

افغان پلاوي د اذربایجان ترانسپورت وزارت مرستیال سره د ترانزیټي او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې کړي

هلمند: د شوراب ساحوي روغتون ودانۍ تر بیارغونې وروسته بېرته فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه پل د جوړولو چارې پیل شوې

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com