عرفان
په عربي ژبه کې یو متل دی چې وایي:
لا تقتلوا اسودکم فیأکلکم کلاب اعدائکم
یعنی: خپل زمریان مه وژنئ کنه نو داسې وخت به راشي، چې د دښمن سپي به مو وداړي.
له هغه وخت نه چې په افغانستان کې روسانو د مجاهدینو د کلک مقاومت په نتیجه کې ماتې وخوړه او د افغانستان له خاورې څخه یې پښې سپکې کړې، نو تر شا یې د ډاکټر نجیب منحوس رژیم پریښود، تر دې چې هغه هم د مجاهدینو د کلکو ګذارونو په نتیجه کې رانسکور کړای شو، او د خپلو شومو اعمالو په سزا ورسولای شو.
په تاسف سره باید ووایو، چې له دې نه پس مجاهدین صاحبان د سپیڅلې جهاد له مرحلې نه د قدرت طلبۍ، انحراف او خپلمنځۍ جګړه کې بوخت شول، تر دې یې خپل منځي جنګونه وکړل چې د ټولو مجاهدینو نوم یې بد کړ، د شهیدانون ارواګانې یې په قبرونو کې وځورولې، د کونډو رنډو او یتیمانو آرمانونه یې په اوبو لاهو کړل، د شر او فساد بد رنګه پدیده یې رامینځته کړه، تر دې چې ذلیل او رسوا شول؛ خو خدای تعالی د جهاد د عزت او برم د خوندي ساتلو په موخه د طالبانو اسلامي تحریک راوټوکاوه او تر هغې یې خپله مبارزه پر مخ بوتلله، چې د پخوانیو مجاهدینو په لاس پیل شوی فساد او ګډوډي یې د افغانستان له خاورې څخه ورک او دغه له شرمه ډک ټغر یې ورټول کړ.
بالاخره د ۱۱ سپتمبر پیښه رامینځته شوه، امریکا د دې پړه د اسامه بن لادن پر غاړه واچوله، که اسامه بن لادن هر څو اعلان وکړ، چې هغه په دې پیښه کې لاس نلري؛ خو امریکا دا نه منله او بالاخره یې د طالبانو اسلامي امارت ته ګواښ وکړ، چې یا دې اسامه بن لادن دوی ته په لاس ورکړي او یا دې د دوی ګذارونو ته انتظار وباسي.
د طالبانو د اسلامي تحریک مشر ملا محمدعمر رحمه الله د امریکا دغې غوښتنې ته منفي ځواب ورکړ او د امریکا په مقابل کې یې جګړې ته ملا وتړله، امریکایانو لومړی د کراچۍ له بندر نه د افغانستان په لور د توغندیو باران جوړ کړ، ورپسې یې د بي۵۲ الوتکو په وسله دغه هیواد تر سختې بمبارۍ لاندې ونیو، تر دې چې د طالبانو امارت نسکور کړای شو او د امریکا په لاس جوړ شوی حکومت د افغانستان واګي په لاس کې ونیول.
حامد کرزی د عبوري حکومت د مشرۍ لپاره انتسابي وټاکل شو او ورپسې د انتخاباتو له لارې د قدرت په ګدۍ کینول شو، له همدغې نه وروسته د نا معلومو شبکو له لورې په جهاد کې د ځلیدونکو مشرانو او قومندانانو د بیدریغه وژنې لړۍ پیل شوه چې تر ننه پورې دوام لري.
د جهاد پاک قومندانان چې د شر او فساد پر مهال یې دا ښه وګڼله، چې د مجاهدینو د خپلمنځي فتنې نه ځانونه وساتي یا په خپل کور کیناستل او یا یې یو حلال روزګار پیل کړ؛ خو د اسلام دښمنانو د هغوی ژوند ونشو زغملای او په پټه یې په نامردان ډول د هغوی وژنه پیل کړه.
د روسانو په مقابل کې وتلي او اسلام ته ژمن مجاهدین او قومندانان د اسلام رښتوني زمریان وو، دي او وي به.
لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم علي بن ابي طالب ته د اسد الله و اسد رسوله یعنی د الله او د هغه د رسول زمری لقب ورکړی و او خالد بن الولید ته یې د سیف الله المسلول یعنی د الله هغه توره چې له تیکې را بهر شوي وي، لقب ورکړی و، نو په دې اساس مونږ هم د روسانو او خلقیانو او پرچمیانو پر ضد سوچه مجاهدینو او قومندانانو ته د زمریانو لقب ورکولای شو.
خو اوس معلومه شوې ده، چې ځینې پخواني جهادي تنظیمونه هم یو د بل جهادي قومندانان ترور کوي او ځینې یې د طالبانو د اسلامي تحریک ځینې سوچه مشران ترور کوي، له یوې خوا یې د اسلام دښمنان (کمونستان +غربیان) او له بلې خوا خپل منځ کې یو بل سره وژني، چې دا افغانستان مسلمانو او مجاهدو پرګنو ته خصوصا او ټول اسلامي امت ته عموما یوه ستره فاجعه ده.
نو په ټولو هغو جهادي ګوندونو چې په دغه شنیع عمل کې لاس لري آواز کوو، چې خپل زمریان مه وژنئ کنه نو داسې وخت به راشي چې د دښمن سپي به مو وداړي.


















