(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ زمری ۲۰) زرغون خوږیاڼی
نن د ۲۰۱۶ کال شپږېزي لیګ سیالیو کې درېيمه لوبه د بوست ساتونکوو او مس عینک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
پچه د بوست ساتونکي لوبډلمشر نجیب الله ځدران وګټله اومیس عینک لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، چي میس عینک ۲۱۰ منډې جوړې کړې او یواځې ۲ لوبغاړي یې وسوځیدل.
د مس عینک لوبډله کې نوراعليپه ۵۸ توپونو سره یې ۸۹ منډې جوړې کړې، ۸ څلوریزي او ۵ ستري شپږېزې په کې شاملې وې.
کامران اکمل ۶۰ منډي جوړې کړې ۱۱ څلوریزي یې ووهلې او احسان الله جنت ۴۱ منډې جوړې کړې.
د بوست ساتونکو له لوري روښان بارکزي او سید شېرزاد یوه یوه ویکټ واخیستله.
ورپسې بوست ساتونکو لوبډلې لوبه پيل کړه ، چې د ۲۰ اورونو په لوبولو سره یې ۱۵۸ منډې جوړې کړې او۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.
له دې ډلې شاهد مندوزي ۵۳ منډې او خالد لطیف ۲۶ منډې جوړې کړې.
دمس عینک بالر رحمت شاه ۳ لوبغاړي وسوځول، مجیب ۲ او ګلبدین نایب ۱ لوبغاړی وسوځولو.
ددې لوبې غوره لوبغاړی نورعلي ځدران ونومول شوو چې ۸۹ منډې یې وکړې او تر پایه ناسوځېدلې پاتې شو.
د لوبو په تسلسل کې څلورمه لوبه د سپین غر زمریانو او کابل بازانو ترمنځ وه ، د لوبې پچه د سپین غر زمریانو وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۹لوبغاړو په سوځیدو ۱۳۲ منډې جوړې کړې.
له ډلې یې زیاتې منډې د پاکستاني لوبغاړي ناصر جمشید ۴۷ او شبیر نوري ۳۵ منډې وکړې.
کابل بازانو لوبډلې څخه راشد ارمان ۳ لوبغاړي، امیر حمزه۲ لوبغاړی، میلمه لوبغاړي محمد سمیع ۳ لوبغاړي او کریم جنت ۱ لوبغاړی وسوځول.
کا بل بازانو په ۱۸ اوور کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او لوبه یې په خپله بریا پای ته ورسوله.
له دې ډلې زیاتې منډې محمد شهزاد محمدي ۷۷ او جنت کریم ۳۱ منډې جوړې کړې.
ددې لوبې غوره لوبغاړی راشد ارمان شو، چې د مشرانو جرگې مشر ښاغلي فضل هادي مسلمیار جایزه هم ورکړه.
د کابل بازانو دوه لوبې کړي او دواړه لوبې یې ګټلي دي.
د سپین غر زمریانو بیا دوه لوبې کړي او دواړه لوبې یې بایللي دي.


















