کابل ټکی کام/ لیکنه محمد یاسر کندزي
له تیرو دوو کالو راپدیخوا په کندز کې طالب جنګیالیو په دولتي عسکرو توند او ځپونکي گذارونه وکړل چې په رښتیا هم دوی پرلپسې بریاوې ترلاسه کړې.
په لمړیو کې ډیرۍ هغه ساحې چې د دولتي ځواکونو قوي مرکزونه پکې وو، طالبانو په اسانۍ سره د دولت له شتون څخه پاکې کړې، او د اسلام سپین بیرغ یې تقریباً پر ټول کندز رپاند کړ.
پدې پسې زمونږ د سترګو لیدلۍ حال، طالبانو خپل بریدونه لا ګړندي کړل او ډېرۍ نورې ساحې یې هم خپلې کړې او آن تر دی چه دولسوالی تر مرکزونو یی خپله جگڑه ورسوله چې په نتیجه کې د چهاردرې ولسوالۍ او ورپسې د دشت ارچي ولسوالۍ د دې پاکو ځوانانو په لاس د الله ج په نصرت فتحه شوې چې دا بریاوې د ډېر لږ وخت په دربر کې د کندز ولایت د پاکو طالب مجاهدینو چې الهي نصرت ورسره وو، یوه لویه لاسته راوړنه وه، خو الله رب العزت رحم لا تردې هم پدې پاکو طالب مجاهدینو د باران په شان ووریدو، هغه دا وو چې د کندز د ټولو ولسوالیو ترڅنگ ددې ولایت مرکزي ښار هم د ډېرز زیاتو غنائمو ترڅنګ فتحه شو. دا چې وروسته دولت د خپل ستر شرم د پټۍ کولو لپاره پراخ عملیات پيل کړل چې هېڅ نتیجه یې ورنکړه، نو یې ځکه ورپسې هوايي ړانده راکټونه او بمبارونه پیل کړل، یو شمېر کورنۍ یې په مکمله توګه په شهادت ورسول او زیات شمېر یې ټپيان او خپلو کورونو پرېښودو ته اړ اېستل. پدې وخت کې مونږ د کندز وګړو د امارت له مشرانو سره اړیکه ونیوله او په ډېر عجز مو ترې وغوښتل چې ښار مرکزي برخې دې ظالم او غلام دولت ته پرېږدي، هماغه وو چې د افغان رېښتیني بچیانو خپلو پاکو جنګلیالیو ته امر وکړ چې د ښارونو مرکزي سیمې پرېږدي ترڅو ولس ته نوره زیاته صدمه ونه رسیږي. اوس قلعه زال ولسوالي په بشپړه توګه او د نورو ولسوالیو یوازې او یوازې مرکزونه د دولت سره تش ددې لپاره چې پزه یې پرځای وي په لاس کې دي، نور ټول کندز لله الحمد د طالبانو تر سپين بیرغ لاندې د شریعت په رڼا کې ژوند کوي. دا حالت مونږ داسې تعبیروو چې د کندز ۹۵ فیصده خاوره له طالبانو سره ده او یوازې پنځه فیصده چې د ښارونو ساحې په دربر کې نیسي د دولت سره دي او هغه هم په داسې شرایطو سره چې هره لحظه د دولت مامورین دا فکر کوي چې طالب یې سرته ټوپک په لاس ولاړ ده.
په وطن کې د سپين بیرغ د رپيدو په هیله
لیکوال محمدیاسر کندزئ


















