هلمند ولایت د فیسبوک پر صفحو

لیکوال: سیف الرحمن رحماني

د ویاړلي او تاریخي افغانستان پر سینه د ویاړلو ولایتونو  څخه یو هم هلمند دی، چي د افغاني میړاني، شجاعت، شهامت، غیرت او قهرمانۍ فلسفې یې همیشه د تاریخونو یو نوی باب پرانیستي دی، ولسونو ته یې د ازادۍ روحیه ور بښلې ده،  هغه غرور چي د دوښمن په فکرونو کي یې د خدائي د دعوه کولو نظریه راژوندۍ کړل، د هلمند په لمن کي د خاورو سره خاوري شو.

همداسي د فیسبوک پر صفحو د هلمند د مستو معرِکو خبرونو د فیسبوکي دوښمن اذهان ګډ وډ کړل، د اسلام پر ضد یې د نشراتو مسیر د ایماندارو مجاهِدو مبارزینو تر تاثیر لاندي راغلی، د دوښمن د بغاوت کړی یې نوره هم په غاړه کي ټینګه کړل، ګوډاګي حکومت ته وفاداره مبارزینو په خپل ټول وس او توان سره وغوښتل چي د فیسبوک پر صفحو د هلمند دحالاتو رښتنی انځور د ولس له سترګو پټ وساتي خو د امارت د وفادارو او اخلاصمندو مبارزینو لخوا د پوره ناکامی او شیکست سره مخ شول.

یوه لحظه فیسبوک افغانستان فرض کړئ او هغه صفحې چي ګډون وال یې زرګونو او لکونو ته رسیږي(نن ټکی اسیا، افغان غږ، کابل ټکی کام …)  د دې هیواد ولایتونه فرض کړئ! د هلمند د مجاهیدینو روانه مبارزه د همدې مشهورو پاڼو څخه په ګړندۍ بڼه نشر ته سپارل کیده  او سپارل کیږي به، د فیسبوک د مخالیفي ډلې (دولت ته وفاداره اشخاص) مورال یې ډیر ضعیف کړ، د ولس تر سترګو یې رښتني، خپلواک او بې طرفه معلومات په ډیر ټینګ عزم ورسول او ولسونه یې د یوه رښتني اسلامي حکومت راتلو ته متوجه کړل.

د فیسبوک نوموړي صفحي پر فیسبوک دوښمن ته د هلمند په څیر خونړۍ او د خطر څخه ډکي شوې، چي دوښمنان یې په مهار کولو کي د پوره هڅو سره ناکام او شرمینده شول،  په فیسبوک کي دولت ته وفاداره فوځونو لکه اربکیان(هغه چي په کمنټ کي ښکنځل لیکي) ، میلي اوردو(هغه چي ایډیاني بلاک کوي) ، ملي پولیس(فاحیشي ټګ ماران) او فاسِد مفتیان (هغه چي  ګوډاګي حکومت ته روا والي الفاظ تراشي)  خپل ټولې شوني لاري عملي کړې خو بیا یې هم د ذِکر شوو فیسبوک پاڼو د چلونکو ایماني هوډ مات نه کړ.

همدارنګه امارت ته هغه وفاداره او رښتني مبارزین هم پوره د ستایلو دي چي د حالاتو رښتنی انځور یې تر ولسه ورسوی او لا یې د رسولو په خدمت بوخت دي، د ولسونو له سترګو یې د اجیرو رسنیو د لاپو او ملنډو ډکي پردې لیري کړلې او پرځای یې ورته د حقایقو روښانه ډیوې بلي کړې، د مبارزینو د اتفاق او اتحاد څخه ډکي مبارزي دوښمن نور هم هک پک کړ، د ضعیف مورال د ضعف درجه یې نوره هم ضعیفه شول.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button