امان الله خان څنګه غازي سو!؟

قاري خالد

موږ ازادي ګټو، دهر زبرځواک زور اوبه کوو، دهیچا دزور او زر پروا نلرو او دهر طاغوت پر وړاندې په نره دمعرکې میدان ته کوزیږو مګر له ګټې وروسته واک داسې چاته پرېږدو چې په مېړانه او قربانیو مو خاورې اړوي او دمقاومت ثمره مو دپردیو لمنو ته اچوي.

د ازادۍ لپاره فکرونه جوړول مهم دي، دمګړۍ ازاد اسلامي فکرونه سته مګر ازاد اسلامي دولتونه پر نشت حساب دي.

دداعش ډلې تر ټولو فاحشه غلطي همدا وه چې مخکې له مخکې یې د اسلامي خلافت لپاره ذهن سازي ونکړه، او داسې قتل عام یې شروع کړ چې له امله یې مسلمان وګړي هم له اسلامي خلافته زړه توري کړل او هره ژبه یې پر تقبیح ګویانه سوه.

له دې انکار نسي کیدلای چې ۲۸م د اسد زموږ درزمي تاریخ ویاړمنه ورځ ده، پر همدې ورځ انګرېزانو خپله ماته ومنله، دملالې او غازي محمدایوب مېړانې رنګ راوړ او انګرېزي ښکېلاکګرو شرمساره زموږ له خاورې پښې سپکې کړې

د انګرېزانو له ماتې وروسته واک هغو لاسو ته ونه لوېد کومو چې د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې وې.

هغه خلک چې د ازادۍ لپاره یې وینې وبهولې د افغانستان دشاهانه نظام قربانیان سول او واک بېرته هماغه شاهانه او میراثي شاهانو ته انتقال سو چاچې مخکې هم ددوی پر سرنوشت لوبې کړېوې، له بده مرغه دا ځل بیا میراثي واکمن د افغان مېړنیو دمېړانې قدرداني ونکړه، پایله کې دهماغه چا پر خلاف ملت پاڅون وکړ څوک چې یې دخپلواکۍ ګټلو اتل یادېده.

اصلاً امان الله خان تنها د افغانستان بهرنی سیاست خپلواک کړ، دخاورې دخپلواکۍ لپاره چې کومې ککرۍ رغړېدلې وې هغه دتاریخ پاڼو کې نومورکې ثبت سوي.

زموږ مشکل دادی چې موږ په انفرادي توګه ذهن سازي نسو کولای، ډېر ځله مو ښکیلاکګر دمټو پر زور تېښتې ته اړ باسلي مګر دښکېلاک له پاته شونو مو مخ اړولای او دکار کولو موقع مو ورکړې.

 

له روسانو هم ازادي واخیستل سوه؛ اوس وینو چې له روسانو اخیستل سوي ازادي نسبت د انګرېزانو ازادۍ ته پیکه ده، په داسې حال کې چې موږ بیا ځل د انګرېزي ښکیلاک تر تاړاک لاندې یو او روسي پوځیان مو تر دې دمه دنوم له وېرې استفراق کوي؛ لامل یې دادی چې ډیموکراتانو په انفرادي توګه پر اذهانو کار کړی او مجاهدین له افکارو صرف نظر سول

پایله یې دا سوه چې ډیموکراتان پر خپلو هڅو او زیار وتوانېدل ترڅو سیکولر امان الله غازي معرفي کړي او دروسي ښکېلاک پر خلاف مقاوم مجاهدینو دا توان ونه موند چې ملت پر ځان راټول کاندي.

لنډه دا چې له هر څه وړاندې د اسلامي امت دزوان کهول ذهن سازي مهمه ده، غربیان لګیا دي درګرده د اسلامي امت دزوانانو اذهان تحریفوي، آن تر دې چې د اشغال په موجودیت کې یې د ازادۍ دورځې تجلیل ته هڅوي او دا ورښایي چې ازادي په قلم ګټلی کېږي او اوسمهال تاسو ازاد ژوند لرئ.

له بله پلوه زموږ مجاهدین وروڼه لګیا دي د ازادۍ دتجلیل مخه ډب کوي؛ منو چې مجاهدین حق پر جانب دي مګر مکلفیت یې دادی چې زوان کهول ته درښتونې ازادۍ درس ورکړي، ویې پوهوي چې ازادي څه شی دی او په کومو ساحو کې او کوم خلق یې دتجلیل حق لري

نن چې امان الله اتل دی او پر خلاف یې راپورته سوي علما ناحق بلل کېږي دا زموږ دتېر غفلت نتیجه ده. که موږ هغه مهال د ولس سمه ذهن سازي کړی وای نن به مو خپلواکي هم درلودلای او رښتوني اتلان به مو هم دتاریخ پاڼو کې نومورکي نه وای.

دا ملت د ازادۍ په تجلیل مه رټئ، دوی څو ـ څو واره دمټو پر زور، په تمامه مانا ازادي ګټلې، او پر نړیوالو یې منلې چې دهر ښکرَور ښکر یې ورمات کړي مګر موږ دوی ته ددوی رښتوني اتلان په تمامه مانا ندي ورپېژندلي، خپل کار مو نېمګړی پرېښودی او دوی مو له اوږده مقاومت وروسته دماکرینو رحم او کرم ته پرېښي.

 

د ازاد، اسلامي او سوکاله افغانستان پر هیله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button