حقيقت د تزوير په نقابونو نشي پټېدای

خالد رعد

نن سبا ورځي په اخري زمانه کې حسابيږي، د دې زمانې د فتنو ډيري برخې راښکاره شوې او نوري هم ورو ورو ځان ښکاره کوي، په دې زمانه کې که څوک د الله تعالی او د رسول کريم عليه السلام په لارښودنو عمل وکړي اجر اوثواب يې له دوه چنده اوړي.

نن د اخري زمانې د فتنو دا برخه ډيره شوې چې ښه بد او بد ښه ګڼل کېږي، مطلب مي دا دی چې ډير څه سرچپه شوي او ډير شيان بيا په ټولنه کې سرچپه پېژندل کېږي او هغه اصلي بڼه يې هغسي نه تعريف کيږي لکه څنګه چې ده.

د کرزي باچايي وه يو ملګری مې د شاهيکوټ د غرونو په لمن کې امريکايي اشغالګرو نيولی او بيا په کيوبا کې بندي وو، بل ملګري په خوب ليدلی و چې واسکټ/سدرۍ يې چپه اغوستې وه، وايي ما ترې پوښتنه وکړه چې دا ولي؟، ځواب يې راکړ چې وروره حکومت سرچپه دی.

په ټولنه کې هغه سړی زړور او توريالی بلل کېږي چې په نه خبره په مخاطب ور بړچ وهي او هغه بيا بې زړه او ډارن ګڼي چې له هوښياري کار اخلي او له جنګه ځان ساتي.

دغه راز هغه چې يو چا ته عزت او احترام لري چاپلوس يې بولي او هغه چې سړی او نه سړی ټول په يوه تله تلي، د احترام په نوم څه نه پېژني او يوازي ځان ورته تر ټولو غوره او لوی ښکاري، مستغني بولي.

سياست هم نن سبا مکمل د ټولني د عام ژوند په څېر ګرځېدلی بلکه تر دې يې اړولې ده، په واضح حقيقت سترګي پټي کړي، ښو ته بد او بدو ته ښه وايي، د وطن د ازادۍ لپاره مبارزه غلامي بولي او غلامي بيا د وطن ازادي .

زمونږ د هيواد د سياستمدارانو ډېره توجه همدې اړخ ته ده، دوی د مدني فعالانو په نوم په هر ولايت کې يوه ډله جوړه کړې، دا يوازې د همدې لپاره چې هر څه سرچپه تعبير کړي او خلک تيرباسي، په کلتور، دين، ازادۍ او حتی په وينه او عزت يې لوبي وکړي.

دا ډله چې مرکزي خلک يې کابل کې اوسېږي، په کندز ولايت کې هم يو ښاخ لري، د دغه ښاخ فعالين يې د ولايت له فتحې سره سم کابل ته وتښتېدل او له هغه ځایه يې د مرکزي دفتر په مشوره د دغه ولايت په عامو خلکو د تورونو پوري کولو ته مټي رابډ وهلې، هڅه يې وکړه چې د کندز خلک بدنام کړي، د دوی لوی کوشش دا ؤ چې دا خلک خپلو تمويلونکو ته د هغوی ستر دښمنان معرفي کړي او بلاخره يې د تورو توپونو خولې ته برابر کړي.

دا ځکه چې نن دوی په دې ولايت کې شتون نه درلود، اوس د دې ولايت د اوسېدونکو بدنامي او وينه تويول ځکه روا ؤ چې دوی پکې نه ؤ، نن د دې خلکو مالونه لوټل او په هغوی بمبار کول ځکه مباح شوي ؤ او د بشري ټولنې د قوانينو خلاف کار نه ؤ چې د دوی ځان او مال ته پکې خطر نه ليدل کېده.

دغه ډله د غلامو چارواکو او ډالرخوري ميډيا په مټ په خپلو هڅو کې تر څو ورځو بريالي شول خو بيا اصلي څېره ښکاره او د تل لپاره نام بدي شول، دوی هم د کندز د خلکو په عزت د رسنيو غاږي بوږي کړې، شور يې جوړ کړ او د خلکو غوږنه يې په دې چيغو کاڼه کړل چې د کندز په تورسرو تيری شوی، له دې علاوه د رسنيو له لارې په مجاهدينو د لوټ تالان تور ولګاوه، د مجاهدينو د رنګ بدۍ هڅه يې د دې لپاره کوله چې عسکرو ته د همدې کار ښه فرصت په لاس ورکړي تر څو هغوی ترې استفاده وکړي او د خلکو مالونه غلا او غصب کړي، دغه راز يې په همدې خلکو بمباري هم وکړه او مالي او ځاني زيانونه يې ورته واړول.

خو وايي که هر څو د حق سرچپه تعبير او تعريف وکړې بيا هم حقيقت نه پټېږي، په کندز کې د طالبانو شتون د دوی د ۱۴ کلونو سرچپه تعبيرونه په باد لاهو کړل، دا يې ښکاره کړه چې د اسلام او هيواد په ننګ راپورته شوي خلک په کومه اندازه سپېڅلي او پاک دي او دا يې هم څرګنده کړه چې مدني فعالان او د رسنيو کارکونکي خلک څومره له حقيقته لري، د دين او وطن دښمنان او د هيوادوالو وينو او ناموس ته تږي دي.

مجاهدين ورځ تربلې پرمخ روان دي، نه يوازي يې د رزم ميدان وړی بلکه د خپلې سپېڅلې مبارزې له امله يې د بزم فضا هم د حقايقو په ازانګو ډکه کړې ده، وخت به راشي چې نور به هيڅوک په سرچپه تعريف خوله نشي چوله کولی، حقيقت به هغسي پېژندل کېږي لکه څنګه چې وي، رښتيا به رښتيا او دروغ به په خپل ځای کې دروغ وي. او دا لري نه ده؛ ان شاء الله.

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button