جمعه, مې 1, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د تاریخ مظلوم ، شهید ملا عبدالله ګردیزي

عبد الهادي همت نشرونکی: عبد الهادي همت
اگست 22, 2016
کټګوریانې: مقالې
0
19
ځلې شریک شوی
243
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

قاري سعید زرمتی

شهید ملا عبدالله د پکتیا ګردیز ختیځ ته د ډاکټر نجیب د پلرني کلي میلن سره نږدې د اتماني د کلي اوسیدونکی او په قوم احمدزی و،ملا عبدالله په پکتیا کې د اتماني په ملا سره شهرت درلود. چې د انګریز خلاف جهاد کې یې ښه کردار اداء کړی و او تر خوست او پکتیکا پورې یې شهرت درلود

د غبار د تاریخ له مخې کله چې امان الله خان لومړنۍ نظامنامه جوړه کړه بعضي فقرات یي صریحا له شریعت سره ټکر و،مثلا له بلوغ وړاندې نکاح یې غیرقانوني او مردوده بلله. سنزل نوید په خپل کتاب ( افغانستان در عهد امانیه) کې لیکي چې د خوست د منګلو قوم یو تن چې یوه نجلۍ یې په ماشومتوب نامزاده کړې وه کله یې چې غوښتل له بلوغ وروسته یي ځان ته واده کړي د نجلۍ کورنۍ په دې نکاح راضي نه وه، خبره حکومت ته لاړه د امیرالدین په نوم حکومتي چارواکي د نظامنامې په اساس فیصله وکړه چې دغه نکاح غیرقانوني شوې او باید فسخه شي، د نجلۍ کورنۍ په دې خبره راضي شوه خو نکاح کوونکی مدعي ملا عبدالله ته ورغی او فتوی یې ترې وغوښته ملا عبدالله ورته وویل چې په شریعت کې له بلوغ وړاندې نکاح منعقده ده او هیڅوک یي نشي فسخ کولی. دې خبرې زور واخیست تردې چې د ملا عبدالله د فتوی په اساس د منګلو قوم د نظامنامې په مقابل کې ودرېد. ملا عبدالله ګردیزي او ملګري یې ملا عبدالرشیدسهاک چې د زرملې له سهاکو څخه و د ۱۳۰۲ لمریز کال په حوت کې حکومت ته عرض وکړ چې د نظامنامې غیر شرعي مواد تبدیل کړي خو حکومت په نظامنامه دومره ډیر ټینګار درلود او په داسې جبر یي تطبیقوله چې زما د استاد مولوي اعظم ګل صاحب له قوله د هغه وخت یوه شاعر موجوده وضعیت د شعر په ژبه داسې بیان کړی و.

هرکسی نظم نامه آموختند – کتب شرع را همی سوختند

د امان الله خان حکومت د ملا عبدالله غوښتنه رد کړه او همدا و چې ملا عبدالله د پکتیا، پکتیکا او خوست په سیمو وګرځید، د تاریخ له روایته په یوه لاس کې به یې قرآن او په بل کې نظامنامه نیولې وه او خلکو ته به یې ویل چې کوم یو منئ، خلکو به طبعا قرانکریم مانه او ده ورته ویل چې اوس قرآن نه بلکې دغه نظامنامه په تاسو حکومت کوي. په دې ډول پاڅون پیل شو، حکومت لوی پوځ پکتیا ته ولیږه خو شکست یي وخوړ او قریبا تر یو نیم کال پورې سختې جګړې وشوه چې د ملا عبدالله پاڅونیانو دلویې پکتیا او لوګر ډیرې ساحې ونیولې حتی د میدان وردګو تر سیداباد پورې ورسیدل.

پاڅون په پوره بریا روان و او په وړاندې یي ټول حکومتي کوښښونه ناکام شول مګر هغه وخت له زوال او کمزورۍ سره مخ شو کله چې له هند څخه دعبدالکریم په نوم یو غیر افغان خوست ته لاړ او په دې پاڅون کې داخل شو، عبدالکریم له هنده راغلی ، دعوه یې درلوده چې د امیرشیرعلي خان د زوی یعقوب خان د مینځي زوی یم،ده دعوه کوله چې اصلا د افغانستان پاچاهي زموږ یعني د امیرشیرعلي خان د اولادې حق دی، عبدالرحمان خان چې د افضل خان زوی او د امیرشیرعلي وراره و دوی د انګریز په کومک زموږ دپاچاهي حق غصب کړی دی،کله چې دا سړی راغی حکومت او انګریز دواړو یې د تشهیر لپاره ډیر کار وکړ او له موقع په استفاده یي دا خبره مشهوره کړه چې د ملا عبدالله پاڅون د اسلام جنګ نه بلکې د امیر شیرعلي خان اولادې ته د پاچاهي د ستنولو مبارزه ده،داسې هم ویل کیږي چې دغه سړی انګریزانو رالیږلی و تر څو پاڅون بدنام کړي، ددې خبرې له شهرت سره د پاڅون داعیه او شرعي انګیزه کمزورې او ډیر خلک ترې بیل شول، تردې چې په پای کې لږ کسان پاته او هغه دملا عبدالله او ملاعبدالرشیدپه شمول حکومت ونیول او د کابل شاه شهید ته نږدې د سیاه سنګ په سیمه کې یي اعدام کړل.

وایي ملا عبدالله چې له نیول کیدو وروسته امان الله اخان ته وروستل شو هغه ورته وویل چې ما به تاته بښنه کړې وای مګر دا چې تا عبدالکریم د پاچاهۍ دعوه دار له ځان سره ملګری کړ نو اوس دې نه شم بښلی.

دغه وخت عبدالکریم د انګریز تر واک لاندې هند ته وتښتېد د امان الله خان حکومت یي له انګریز څخه د نیولې او دوی ته سپارلو غوښتنه وکړه، انګریزانو چې د عجب خان افریدي د ورسپارلو غوښتنه کړې وه مګر دا چې امان الله خان عجب خان افریدی ورونه سپاره. عبدالکریم په هند کې پاته شو چې وروسته برما ته تبعید او هلته یي خودکشي وکړه.
نن سبا د شهید ملا عبدالله په اړه ړانده تاریخ لیکونکي وایي چې نوموړی انګریز راپورته کړی و مګر دا چې ملا عبدالله له انګریز سره تړاو نه درلود په دې اړه ډیر شواهد شته.سنزل نوید په خپل کتاب کې د انګریز او افغان حکومت دپټو مذاکراتو داسې اسناد خپاره کړي چې هغوی په دې لټه کې دي تر څو په ګډه د ملا عبدالله مالي ملاتړ کوونکي پیدا کړي، د هغو اسنادو له مخې دانګریزانو غالب ګومان دا وو چې د روسیې نوي واک ته رسیدلي بلشویکان د ملا عبدالله ملاتړ کوي خو ددې خبرې لپاره هم هیڅ ثبوت نه دی موندل شوی خو په عین حال کې دا اسناد له ملا عبدالله سره دانګریز د ملاتړ احتمال په کلکه ردوي.

بهادر شاه ظفر کاکا خیل د خپل کتاب پښتانه د تاریخ په رڼا کې په ۸۸۹ مخ کې وایي چې د ملا عبدالله د ځپلو لپاره انګریزانو له امان الله خان سره د پنځه زره ټوپکو مرسته کړې وه، دغه راز ډاکټر حسن کاکړ د بي بي سي لخوا چاپ شوي کتاب ژوندۍ خاطرې په ۳۰ مخ کې ویلي چې د انګریزانو د هغه وخت ټول جنګي ارشیفونه یي کتلي خو داسې کوم سند یا شواهد یې په کې نه دي موندلي چې د ملا عبدالله په پاڅون کې د انګریز لاس لرل ترې ثابت کړي بلکې انګریز عملا د امان الله خان تر څنګ ولاړ او د پاڅون د سرکوبولو هڅه یي کوله.

د ۱۹۲۵ د می میاشتې په ۲۵ مه ملا عبدالله او ۶۰ تنه ملګري یې چې دده دری زلمي زامن او یو زوم هم په کې و د کابل ختیځ کې سیاه سنګ سیمې ته یووړل شول او د خلکو د لوی ټولي تر مخ چارماري او اعدام شول په اعدام شویو کې د ملا عبدالله تر ټولو جذباتي ملګری ملا عبدالرشید سهاک هم و چې ځان یې بت شکن باله ، ځکه ده د استقلال له منار سره درول شوي د نادر خان مجسمه په پټه ماته کړې وه اوپه همدې یي شهرت درلود ملا عبدالرشید تر اعدام وړاندې د خبرو په مهال ددې په ځای چې ټیټه یي ووایي یو ځل بیا امان الله او دده ملګري کافران وبلل او په وړاندې یي د جهاد غږ پورته کړ. زما د استاد مولوي اعظم ګل صاحب شفاهي روایت دی چې ددغو کسانو د شهادت په ځای تر ډیره وخته د شپې مهال ډیوې او انوار لیدل کیدل، دا خبره دومره مشهوره شوه چې په کابل کې د خلکو تر منځ په یوه لویه هنګامه بدله شوه او خلکو د ملا عبدالله د حقانیت لوی دلیل ګاڼه، تردې چې حکومت ددې خبرې له خپریدو خطر احساس کړ او بیا یي په دې ځمکه څو بازاري سپیان ووژل تر څو هغه اثر ختم شي. والله اعلم

په دې ډول د شهید ملا عبدالله داستان پای ته ورسید خو دده مبارزې امان الله خان مجبور کړ چې لویه جرګه راوغواړي او نظامنامه د علماء کرامو نظر ته وړاندې کړي چې په دې ډول ډیری غیرشرعی مواد ترې لرې شول.

د روس ضد جهاد په مهال شهید مولوي نصر الله منصور یو له هغو کسانو و چې ملا عبدالله یې د یوه ستر غازي او مبارز عالم په حیث معرفي کاوو نوموړي به د جلسو په مهال د شهید ملا عبدالله نوم د یوه اتل په حیث په غټو تورو خطاطي کاوو تر څو یي نوی نسل له نوم اوکارنامو سره بلد او له مبارزې یي زده کړه وکړي.

په هر حال شهید ملا عبدالله د افغانستان د استقلال د جګړو غازي او بیا د انګریز په خلاف د افغانانو د جهاد د علیاء اهدافو تر ټولو ستر حامي او د اماني سیکولرزم په وړاندې سرسپارلی مجاهد و چې تر ټولو وړاندې یې افغانستان ته د غربي بي دینه افکارو د سرایت په مقابل کې بیرغ پورته او تر وروستۍ شیبې یې د بي دینۍ په مقابل کې په جګو سترګو مبارزه وکړه.

اوس چې افغانستان یو ځل بیا د سیکولرایزیشن له خطر سره مخ دی د بي دینۍ په وړاندې زموږ ددې مخکښ غازي پیژندل او قدرداني یوه مهمه اړتیا ده چې باید نوی نسل ترې خبر او له قربانیو څخه یې زده کړه وکړي .

مخکینې مطلب

له پاسپورت او ویزې نه پس هم مسافر افغانان وچې شُنډې ګرځي

بل مطلب

د ولسواليوسقوط اونيول د مرګ ژوبلې بله بڼه

ځانګړي مطالب

مقالې

د ثور اتمه؛ لږ به تم شو!

نشرونکی: ح جلال
اپریل 28, 2026
مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د امریکا د سمندري محاصرې ماتې؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کښتۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com