
دا دیني عالمان څوک وژني؟
ډاکټر آصف
له څو کلونو راهیسې ګورو چې د دینی عالمانو د ترور او وژنې لړۍ پیل شوې ده، دیني عالمان چې الله تعالی یې په اړه فرمایلي دي: هل یستوي الذین یعلمون و الذین لا یعلمون() یعنی ایا هغه څوک چې دیني علم لري او هغه څوک چې دیني علم نلري یو برابر دي؟ یعنی نه هیڅکله ندي برابر، همدا راز فرمایی: یؤتی الحکمة من یشاء و من یؤت الحکمة فقد اوتی خیرا کثیرا() یعنی الله تعالی د دین علم او پوهه هغه چا ته ورپه نصیب کوي چې ورته یې خوښه وشي او چا ته چې دغه علم ورپه نصیب کړی نو هغه ته ستر خیر ورپه برخه شو، او د الله رسول یې په اړه فرمایلي دي: (العلماء ورثة الانبیاء) یعنې دیني عالمان د پیغمبرانو وارثان دي، او (موت العالِم موت العالَم) یعنی د دینی عالم مړینه د ټول عالَم یا ټولې نړۍ مړینه ده، دا او داسې نور ډیری آیتونه او احادیث موجود دي چې د دیني عالمانو ستاینه کوي او درجات او مرتبې یې لوړې ښې، خو دا یې هم په اړه فرمایلي دي چې (خیار الناس خیار العلماء، شرار الناس شرار العلماء) یعنې تر ټولو غوره خلک غوره دیني عالمان دي او تر ټولو بد خلک بد عالمان دي. په دې اړه به نور تفصیل ځکه نه ورکوو چې ټول د دینی عالمانو د فضیلت په اړه خورا معلومات لري او هر سړی پوهیږي چې دیني عالمان زمونږ په ټولنه کې څومره د وقار او عزت څښتنان دي.
رابه شو دې مسلې ته چې آخر ولې دیني عالمان په پټه توګه ترور کیږي؟
دا څوک ترور کوي؟
او موخه یې څه ده؟
او دیني عالمانو ته څه په کار دي څو د دې لړۍ په مخنیوي کې خپل مسؤلیت ادا کړي؟
دا خو معلومه خبره ده چې دیني عالمان د پیغمبرانو وارثان دي په دې معنی هغه دنده چې د خدای تعالی لخوا پیغمبرانو ته سپارل شوې وه د هغې ذمه واري اوس پر دیني عالمانو پرته ده ځکه چې د پیغمبرۍ سلسله ختمه د خاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم په راتګ سره پای ته رسیدلې ده ځکه فرمایی چې : (قل هذه سبیلي ادعو الی الله علی بصیرة انا و من یتبعنی) یعنی ته ورته ووایه ای د خدای پیغمبره چې دا دعوت وظیفه زما لاره ده زه خلک د الله تعالی خواته رابلم د دینی علم په رڼا کې زه او هغه څوک چې زما متابعت کوي، له دې آیت نه معلومیږي چې دعوت الی الله د هر مسلمان وظیفه ګرځیدلې ده خو عالمان ځکه پکې عمده رول لري چې دیني علم د هغوی په سینه کې ذخیره دی.
که چیرته دیني عالمان د کفارو لخوا ووژل شي څوک ځکه پرې دومره ویر او ماتم نه کوي چې دا د عالمانو یوه طبیعي لاره ده په دې معنی چې دیني عالمان اسلام ته کار کوي او د اسلام دښمنان د اسلام د ختمولو لپاره کار کوي نو ځکه د هغوی لومړی ګذار دین ته پرکار کوونکو دی او دیني عالمان د شهادت له مرګه ویره نلري بلکه افتخار پرې کوي او دا د ځان لپاره تر ټولو لوړه ارزو او هدف ګڼي، خو د افسوس ځای دادی چې نن سبا دیني عالمان په اسلامي هیوادونو کې دننه د هغه چا په لاس وژل کیږي چې له مسلمان مور او پلار نه زیږیدلي، د مسلمانې مور شیدې یې رودلې دي د مسلمانانو په مینځ کې را لوی شوي وي، په اسلامی خاوره کې یی خاپوړې کړي وي، د اسلامي هیواد میوه او دانه یې خوړلې وي، په هغې رالوی شوي وي او پنځه وخته یې د اذان ملکوتي ازانګې په غوږونو کې انګازې کړي وي، دیني عالم یې ورته د زیږیدو نه وروسته په غوږ کی همدغه اذان کړي وي، دینی عالم یې د هغه د مور او پلار نکاح تړلې او بالآخره دینی عالم یې دمور او پلار او نورو خپلوانو جنازې ادا کړي وي او ادا کوي یې او د همده جنازه به هم ادا کوي نو بیا دا ولې؟
د دې لامل څه دی چې دغه منحوس انسان پر دیني عالم لاس پورته کوي او د پیغمبرانو دغه لوی وارث وژني.
د دې وژنو لومړی آسانتیا برابروونکی عامل په فرعی مسایلو د دیني عالمانو ژور اختلافات دي او دغو اختلافاتو ته دومره هوا ورکول دي چې بالآخره د دوه مخالفو دیني عالمانو تر منځ کرکه او نفرت وټوکیږي هغه ورو ورو په تدریجي توګه وده وکړي، داسلام د دغو اختلافاتو اور باندې پطرول چپه کړي او پکه ورته ووهي تر دې چې د دواړو عالمانو د پلویانو تر منځ مینه هم په کرکه او نفرت بدل شي آن تر دې چې یو بل ته د کفر نسبت وکړي او یو پر بل د کفر ټاپې ولګوي او ځینې پکې دومره افراطي شي چې یو د بل د وژنو تابیا وکړي او ځینې پکې دومره وړاندې لاړ شي چې د عالم پر وژنې لاس پورې کړي، او کله نا کله داسې هم وشي چې د عالم وژنې ته په کمین کې ناست د اسلام دښمن له دغه ډول ګرم شوي ماحول نه استفاده وکړي او عالم مستقیما یا په غیر مستقیم ډول د بل چا په لاس ووژنې او پړه یې پر مخالف لورې واچوي، او یا د اسلام دښمنان د عالم مخالف لوري ځینو ضعیف النفسه کسان تطمیع کړي او هغه پرې ووژني، څو د مسلمانانو په مینځ کې دغه مذهبي تربګني وده وکړي او په مسلسل او دوامداره توګه دغه دښمني همداسې په زړونو کې پاتې او روانه وي او مسلمانان په بدبختیو کې په داسې ډول ښکیل او نیشه وي څو که کفار یې د کورونو مینځ ته هم داخل شي نو دوی یې د مقابلې توان له لاسه ورکړی وي.
د پیښور په ګنج سیمه کې همدغه راز دوه عالمان پیدا شوي وو چې هر یو یې په دیني پوه کې یو له بله کم نه وو او هر یوه په لکونو پیروان درلودل، او په لسګونو زره طالب علمان یې وروزل ټولنې ته یې وړاندې کړل خو متاسفانه چې دخپل دینی مسولیت له ادا کولو سره سره یې په ضمنی توګه مذهبي اختلافات هم پالل تر دې چې یو پر بل یې د کفر ټاپې هم ولګولې او بالآخره یو یې سیمه د مرګ له ویرې پریښوده او سعودي عربستان ته یې په دې موخه پناه یوړه چې ګوندې بې خطره ژوند به وکړي خو خبر نه و چې هغه به هماغلته د اسلام د قسم خوړلو دښمنانو په اشاره او لمسون نیول کیږي او په بندي خانه کې به پاتې ژوند تیروي، همدا راز په ګنج سیمه کې د هغه پاتې مخالف دیني عالم فکر کاوه چې ګوندې مخالف یې وتښتیدو او په سعودی کې بندې شو او دا یې دخپل کرامت یوه برخه ګڼله خو په دې پوه نه و چې خدای تعالی اراده د ده په هکله هم بدله وه هغه ته هم د اسلام د دښمنانو لخوا د وژل کیدو دسیسه تیاره جوړه او پلان شوې وه او بالآخره له خپل پلار سره یو ځای ووژل شو.
اوس هم ناوخته نه دي او ټول مسلمانان په ګډه له ټولو دیني عالمانو نه په درناوي هیله کوي چې د اسلام د دښمنانو دغه راز توطیی درک کړي او باید خپل مذهبي فرعي اختلافات شاته وغورځوي، اوس دښمن د مسلمان د کور مینځ ته رارسیدلي دي باید دې لورې ته توجه واړول شي او خپله او د خپلو اتباعو ټوله انرجي دې لورې ته ولګول شي، او د خدای د دې حکم نه وویریږي چې فرمایلي یې دي: (ولا تنازعوا فتفشلوا و تذهب ریحکم) یعنې تاسې خپلمنځي منازعي مه کوئ کنه نه ناکام به شئ او قوت به کمزوری شي. او فرمایی چې: (واعتصموا بحبل الله جمیعا و لا تفرقوا) یعنې ټول د خدای په دین منګولې ولګوئ او جلا جلا کیږئ مه.
دا د هر دیني عالم دیني مسؤلیت دی چې مذهبي اختلافاتو ته نور د پای ټکی کیږدي او په خپل ځان او اسلامي امت رحم وکړي او په خپل ملت کې د اسلام یو نوی روح پوه کړي، څو اسلام او مسلمانان د ښیرازۍ تازه ساه واخلي او د اسلام د دښمنانو ټولې پټې او ښکاره دسیسي شنډې او آرمانونه یې له خاورو سره خاوري کړي، اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې د اسلام د دښمنانو د دا ډول خطرناکنو دسیسو په درک کولو سره ټول اسلامي مذهبونه او ډلې ټپلې یو بل ته د ورورۍ، مینې، او محبت لاسونه په اخلاص او صداقت سره وغځوي، که هغه هر مذهب وي او په هر نوم وي، یواځې هغه ډله دې له ځانه سره نه پریږدي چې د اسلام د دښمنانو سره په ښکاره او یا پټ ډول کار کوي او د هغوی پلانونه تطبیقوي، او په دې آیت دې په ټینګه عمل وکړي چې فرمایي: (انما المؤمنون اخوة، ، فاصلحوا بین اخویکم) یعنی مسلمانان ټول سره وروڼه دي نو دخپلو وروڼو تر مینځ صلح او اصلاحات راولئ او دا آیت دې هم یاد ولري، چې فرمایی: (و ان طائفتان من المؤمنین اقتتلوا فاصلحوا بینهما) یعنې که چیرته د مسلمانانو دوه ډلې سره په خپل مینځ کې په جنګ شوې نو تاسې یې تر مینځ سوله وکړې او اصلاحات راولئ.
که دیني عالمان نور دې خطرناکې معاملې ته ځیر نشي او په دې اړه جدي ګامونه پورته نکړي او دخپلو مذهبي ډلو ټپلو تر مینځ عمیق اصلاحات را نه ولي او خپل ځانونه او خپلې ډلې په رښتینې توګه کنټرول نکړي نو خدای مکا د عامو خلکو دغه متل به رښتیا شي چې وایی : (چې ورانه ده د مُلا نه ده).
د مسلمانانو په لاس دوژلو شویو دینی عالمانو یو څو نومونه یې د مشت نمونه خروار په حیث تاسې ته در یادوم:
مولانا احسان الهی ظهیر چې د بم په یوه چادنه کې په یوه لویه جلسه کې والوزول شو.
مولوی جمیل الرحمن چې د یوه مسلمان او مجاهد عرب په لاس وویشتل شو
مولانا حسن جان چې د نا معلومو مسلمانانو لخوا د رمضان په مبارکو ورځو کې وویشتل شو
مولانا حقنواز جنګهوي چې د نا معلومه خلکو لخوا ووژل شو.
مولانا ذاکری چې په کویټه کې د مسجد نه بهر د نا معلومو خلکو لخوا وویشتل شو.
مولوی نصر الله منصور چې د بم په واسطه والوزول شو.
مفتي رحمت الله چي دپاکستان په کوئټه کې شهید کړل شو
مولوي عبدالسلام چې په کوئټه کې ووشتل شو
او همدا اوس مولانا غلام حضرت چې په ګنج کې په رڼا ورځ ووژل شو.
او داسې نور ډیری دینی عالمان چې فعلا زما له حافظی نه هیر شوی که هر چا ته یاد وي نو هیله ده په خپلو کمنټونو کې یې یادونه وکړئ چې مسلمانان خبر شي او دې دسیسي ته بیدار شي.
اللهم هل بلغت اللهم فاشهد



