
امریکایان به افغانستان هیر؛ خو هلمند به هیر نه کړي
سرلیکنه
۱۸۸۰میلادي کال د جولاي ۲۷مه هر ملکي او پوځي انګریز ته یاده ده.
په دې ورځ د افغانانو د شهامت او میړنتوب ننداره ټولې نړۍ وکړه، چې په هلمند کې انګریز ته افغاني غازیانو د ملالې په یوه چغه څه ډول ماتې ورکړه.
اوس هم چې زاړه پرنګیان دا ورځ یادوي، غوني ېې وبوږنیږي، خپلو اولادونو ته د افغانانو د تورزنۍ یادونې کوي.
امریکا په ټول افغانستان کې په خاصه توګه په هلمند کې د انګریز او روسانو له ماتې عبرت وانه خیست، چې د ناټو په چوکاټ کې د ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدلي ماموریت سره ېې یو ځل بیا هلمند ته خپل پوځونه را واستول.
په هلمند کې د انګریز د ماتې خاطرې یواځې انګریز ته نه، بلکې ټولې نړۍ ته یادې دي، چې په وسلو سمبال له غروره ډک انګریزي لښکر څه ډول له افغانستانه وتښتید؛ خو امریکا چې په هلمند کې ېې د پرنګي له تیښتې عبرت نه دی اخستې؛ سره د انګریز له تاریخي تیښتې په هلمند کې د افغانانو میړانه ورپه زړه نه شوه، خپل پوځ ېې د افغانانو سره یوځل بیا په جګړه کې ښکیل کړ.
انګریزان اوروسان دواړه به د تل لپاره له افغانستانه خپله تیښته او ناټو به د خپلو پوځونو تابوتونه له یاده نه باسي.
د پخواني شوروي اتحاد د دفاع مرستیال وزیر پاولوفسکي او هم د دفاع وزارت ستر سلاکار ګوریلوف اعتراف کړی، چې پر افغانستان یرغل زمونږ ستره تیروتنه وه، چې تر ناڅرګندې مودې پورې به مو په افغانستان کې د پوځونو د وژنو ترڅنګ اقتصاد خپل ځای ته رانه شي.
لکه څرنګه چې روسانو پر افغانستان باندې یرغل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د۵۱مادې څخه سرغړونه خپله ناپوهې او افغان کمونست ګوند غړي يې د افغانانو په اړه د ناسمو معلوماتو په باب پړه وبلل.
دا رنګه به امریکایان هم په افغانستان او په ځانګړې توګه په هلمند کې د خپلو پوځونو د تابوتونو په وړلو په خپلو تیروتنو اعتراف وکړي او هم به شمالي ټلواله په افغانستان کې د افغان ولس په وړاندې د خپل کاذب باور په اړه پړه وبلي.
هلمند ته امریکا په افغانستان کې تر ټولو نا امنه ولایت وایي؛ خو هلمند په افغانستان کې د بهرنیو پوځونو لپاره ترټولو لپاره عبرت ورکوونکی ولایت بلل کیږي، چې تل پکې افغان مجاهدینو د تیري کوونکو یرغلګرو ککرۍ تولولي دي.
د امریکا لخوا د افغان ولس او مجاهدینو پرخلاف چې د اروپاپه بیلابیلو هیوادونو او هم په داخل د افغانستان کې یو شیمر انځوریزو، غږیزو او چاپي رسنیوته د تبلیغاتو دنده ورکړل شوي، د ډالرو په بیه ورسپارل شوې دنده سرته رسوي، وايي هلمند د دولت د مخالفینو لخواد سخت ګواښ سره مخ دی! حال دا چې په افغانستان او هم هلمند کې نا امني همدې امریکایي پوځونوجوړه کړې ده.
امریکایان دې په هلمند کې د انګریزانو په څیرد۱۸۸۰میلادی کال دجولاي د۲۷نیټې د برخلیک انتظار وباسي ان شاء لله چې امریکایان به هم د میړنو افغانانو لخوا د پرنګي په برخلیک اخته شي.



