د انس حقاني د اعدام پرېکړه عقلمندي نه ده
جواد څارګر
د جلال الدین حقاني حفظه الله د تر ټولو پر کشر ځوی ‘انس حقاني’ دکابل بلواکې ادارې، ابتدائیه محکمې د اعدام فیصله صادره کړې.
دا چې پاته محاکم به د ابتدائیه محکمې فیصله عملي کاندې یا نه؛ دا به وخت روښانه کړي البته د انس حقاني په اړه د محکمې فیصله خورا زیاته دتعجب وړ ده.
انس حقاني محصل دی، د نظام پر ضد جګړه کې یې هیڅ قسم دخل نه درلود او هغه مهال چې نېول کېده عمر یې فقط ۱۸ کاله و.
انس حقاني د مشر حقاني حفظه الله وروستی ځوی دی، چې تر زنداني کېدلو پر خپل تعلیم مصروف و.
که څه هم د حقاني کورنۍ د حق په لاره کې بلها قربانۍ ورکړي او د لا زیاتو قربانیو لپاره هم چمتو دي مګر د انس حقاني پر اړه د محکمې ظالمانه پرېکړه به دحکومت او محاکمو بلواکي او پردي پالنه لا زیاته روښانه کړي.
پر انس حقاني شخصاً هیڅ کوم جرم نشته؛ نه پرې د چا قتل تور پورې دی نه د چا د اختطاف، نه یې د نظام پر ضد وسله پورته کړې، نه یې د نظام د پرځولو لپاره سیاسي هلې ـ ځلې ترسره کړي.
د انس حقاني جرم همدا دی، چې پلار او وروڼه یې د نظام پر ضد په مبارزه لګیا دي؛ سوال دادی چې نړۍ داسې کوم دستور لري چې د پلار او وروڼو پر جرم! ځوی یا ورور محاکمه شي؟
اصلاً د انس حقاني د اعدام پرېکړه د اشغالګرو هیله ده، چې د کابل د بلواکه نظام پر مټ یې عملي کوي.
اسلامي امارت به حتماً د بې ګناه حقاني غچ اخلي، او هڅه به کوي چې داسې غچ یې واخلي چې تر ډېره د بلواکه چارواکو د خولې خوند ورپیکه کړي.
معقوله لار داده، چې کابلي چارواکي د جوش پر ځای له هوش کار واخلي، د انس حقاني پر اعدام د دښمنۍ واټن لا زیات نه کړي، بلکې زړونه پر وګټي.
حدِ اقل که یې بلا معاوضه نه ازادوي، تبادله دې پرې وکړي، د سولې مخ ته پراته خنډونه دې پرې لېرې کړي او د انس حقاني په ازادولو سره دې د سولې ولاړه پروسه بیا ځل په حرکت راولي.
د پردیو د ګټو لپاره خپل وژل عقلمندي نه ده، عقلمندي داده چې خپلې ملي ګټې تر نورو مقدمې کړو.
د بې ګناه انس حقاني اعدام امارت ته کوم زیان نشي رسولی، مګر د کابلي نظام پر خلاف یې ضد او عناد لا زیاتوي او د سولې په ټپه ولاړه پروسه د تل لپاره د خاورو لاندې دفن کوي.


