لیکوال:نعمت الله هلمندی
د اختر شپې ورځې وي، له کابل نه موسهي ولسوالۍ سره نږدې کشلاغ کلي ته تلمه، ماښام وخت و،هډه کې ګرځیدم راګرځیدم، موټر نه پیدا کیدو، نور مسافر هم وو،.
د ټیکسې موټروانان ډیر وو؛ خو څوک تیار نه وو چې راسره ولاړ شي، ټولو پلمې کولې، مونږ یو څو مسافر چې موسهي ته تلو یو ځای ګرځیدو، یوه موټروان وویل، چې زه به مو یوسم خو که کرایه سل روپۍ راکوۍ، د چا زړه نه منله ، مونږ مسافر هم ستړی شوي وو، مجبور شوو چې سل روپۍ کرایه ورکړو، عادي کرایه څلویښت یا پینځوس روپۍ وه؛ خو موټر وانانو د اختر په ورځو کې یې بیا د خلکو له مجبورۍ نه ګټه اخیسته او پیسې به یې زیاتې غوښتې.
موټر د کابل نه روان شو، شاته سیټ کې زه او دوه نور مسافر ناست وو، یو سپین ږیری غوسه و، ویل یې د اختر په ورځو کې دا ټیکسې وانان همداسې ناجایزه کوي.
موټروان مو خبرې اوریدلې، په ښیښه کې یې شاته راوکتل، وایي “ای د زور خبر نه ده، که خوښه دې نه وي همدلته ښکته شه، دا نور غلي دي او ته غږیګې”
موټر مزل کړی و او “سنګ نمشته” ته را رسیدلې وو.
سپین ږیري هم څه رد بد ورته وویل: تاسې پوهیږئ چې خلک مجبوره دي نو همداسې کوۍ، دا خو غله دي په کار خو داسې وو چې تاسې د اختر په ورځو کې هم هغومره کرایه اخیستی لکه په عادي ورځو کې مو چې اخیسته.
بحث یې سره اوږد شو، غوسه خو ټول وو،خو مجبور وو، په خوښه مو راوستلی وو،موږ غلي کړل.
د موسهي ولسوالۍ نه چې تیر شوو، دوه ځوانان رامخکې شول موټر ته یې د درېدلو اشاره وکړه.
موټر څنګ ته ودریدو، دوه ځوانان چې مخونه یې پټ وو رامخکې شول، سلام یې راکړو، وایې ستړي مشۍ.
د سلام ځواب مو ورکړو، زه ورخطام شوم ما ویل اوس به څوک د موټر څخه ښکته کوي، طالب زمونږ په طرف راغی وایي څنګه سفر مو ښه وو؟ پخیر راغلۍ؟ په لاره کې خو به چا خفه کړي نه یاست؟
ما ویل نه بیخې ښه راغلو.
یو موټر سایکل یې څنګ ته درولی وو، ام پي تري کې ترانې چالانې وي.
د سپین ږیري صبر ونشو، وایې طالبه دغه موټروان پورا شپیته روپۍ زیاتې رانه یوړې، په لار کې راته غوسه هم و، سپین ږیري د موټر وان په لور ګوته ور وغځوله او له غوسې نه په ريږیدو شو.
طالب په موټروان غږ وکړو، دا کاکا څه وایې رښتیا دې پیسې ډیرې تر وړي دي؟
موټروان ورته شرمنده غونته شو وایي “ولا وروره خو د اختر ورځې دي ښا نو څه به اوایو”
طالب غږ ورباندی وکړو، ته لږ راکوز شه! موټروان سپین ږیري ته له غوسې وکتل، سر یې وښورو، دروازه یې خلاصه کړه ور کوز شو.
مخامخ د موټر سایکل په طرف ورغی، مونږ د موټر د بتیو په رڼا کې ورته کتل، هلته موټر سایکل سره بل طالب ناست وو څادر یې په ځمکه هوار کړی وو، هغه ورته رالاړ شو، څه خبرې یې ورسره وکړې.
موټروان په دواړو لاسو غوږونه ونیول، څه وخت ولاړ وو، طالب بیرته را روان کړو، موټر کې کیناستو.
طالب و ویل ورته، چې د دوی نه دي چې زیاتې پیسې وړې دیي هغه هم بیرته ورکړه او ای چې څوک خفه نه کړي، ټول به خپلو ځایو ته رسوې، مونږ ته یې مخ راوړو چې سمه ده ملګرو؟
سپین ږیري ځواب ورکړو سمه ده قربان دې شم بچیه.
موټروان ویل هان دا پیسې مو درواخلۍ، اضافه وړې روپۍ یې بیرته راکړي.
موټر روان شو، چا غږ نه کولو، ټول غلي وو، آخر موټروان ښیښه کې ماته راوکتل او لګیا شو، وایي “و دی لیدل؟تا راته ویل راسره ولاړ شه د کابل اطرافو ته، زه خو ځکه اطرفو ته نه راځم دلته دا حال وي.
سپین ږیري ور غبرګه کړه، وایېي دلته نو دا ټول غله اطرفو ته نشي راتلی، دا دولتي مشران نه ویني چې دومره چُور یې کړی دی، چې اطرافو ته راځي نو زغزاولو موټرو کې راځي، کنه زمونږ غوندې آزاد به ګرځیدل.
مونږ ټول ورته په خندا شوو، موټروان ورته وویل یاره مشره ته مې چې نور پریږدې ښه به وي، زه خو څه ستا سره خبرې نه کوم……..
پای
















