پنجشنبه, اپریل 30, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home خبرونه راپور تاژ

د مسعود تلين د عام ولس په وژنو، ښکنځلو او بې عزته کولو لمانځل کیږي

حافظ ننګیال نشرونکی: حافظ ننګیال
سپتمبر 8, 2016
کټګوریانې: راپور تاژ
0
9
ځلې شریک شوی
117
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

جلال ريحان

د کابل ګارنيزيون ويلي، چې د شهيد اونۍ لمانځلو په پلمه هيڅ ډله او کس ته اجازه نه ورکوو، چې د موټرو له کتارونو او وسلو سره د ښار واټونو ته راووځي.

دا هم ولولئ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د کابل ګارنيزيون قومندان ګل نبي احمدزی وايي، چې د امنيتي ادارو له پرېکړو سره سم به افغان ځواکونه هيچاته اجازه ورنکړي، چې له وسلو سره واټونو ته راووځي او د خلکو پر مخ لارې وتړي.

د ګارنيزيون قومندان خبرداری ورکوي، که دا ځل چا دا ورځ د ناقانونه وسلو او موټرو په ګرځولو ولمانځله قانوني چلند به ورسره وشي.

%d9%85%d8%b3%d8%b9%d9%88%d8%af-%d9%84%d9%86%d8%af%d9%87-%d8%ba%d8%b1

نن د سنبلې ۱۸ ورځ د جمعيت اسلامي ګوند د پخواني وژل شوي قومندان احمدشاه مسعود له ۱۶ تلين سره برابره ده.

د پخوانيو کلونو په څېر سږ کال هم د جمعيت ګوند او شورا نظار ملاتړو هوډ څرګند کړی، چې د يوه لوی وسلوال مارش په ترسره کولو سره به دغه ورځ لمانځي او په خبره يې د مجاهدينو دښمنانو ته به خپل قوت ښکاره کوي.

د کابل ښاريان د ګارنيزون په دې پرېکړو شک کوي او وايي، چې دولت هيڅکله هم د جمعيت د وسلوالو لنډغرو مخه نه شي نيولی، هغوی وايي چې د سقاو ځوی د بيا خښولو په جنازه کې د امنيت له پلوه دولت کومه لاسته راوړنه نه لرله او په پايله کې يې د جمعيت د وسلوالو او دوستم جنبش وسلوالو تر منځ په نښتو کې ۲ تنه ووژل شول او ۵ نور يې ټپيان شول، چې د دواړو ډلو په راوتلو او په کابل کې يو ځل بيا د کورنيو جنګونو او مليشو زور ازمايلو ښه بېلګه وه.

همدارنګه په کابل کې د ژوندون تلوېزيون ادارې تېره شپه يوه اعلاميه خپره کړې او د نن ورځې په جريان کې يې په کابل ښار کې د احمدشاه مسعود د پلوي ملېشو له خوا د احتمالي نا امنۍ او ګډوډيو د عواقبو په هکله اندېښنه ښکاره کړې ده.

ياده اعلاميه د ژوندون تلوېزيون پر فس بک پاڼه نشر شوې او وايي: چې د احمد شاه مسعود يو شمېر پلويان د هر کال په شان يو ځل بيا غواړي چې په کابل ښار کې د ثبت شويو او نه ثبت شويو وسلو په وسيله خلکو ته خپل زور وښیي او د خلکو د ازار او اذيت سبب شي.

په اعلامیه راغلي، چې‌ دا وسله وال کېدی شي د ژوندون ټلوېزيون او د کابل ښار د هوتخېلو په سيمه او نورو پښتون مېشتو سیمو کې هم خپل زور په ډاګه او ان د خلکو د وژنې او نور وحشت سبب شي.

د ژوندون تلوېزيون اندېښنه کوي او وايي چې «ژوندون ټلوېزيون او د هغه شاوخوا مېشتو ولسونو که څه هم له امنيتي ځواکونو څخه د امنيت د تامين او تضمين غوښتنه کړې، خو څرنګه چې د دې ډول اشخاصو سياسي نفوذ په امنيتي ځواکونو کې هم محسوس دی، نو ځکه خو هغوی هم خپل ملي مسوليت او رسالت ته په اسانۍ سره نه پرېږدي،‌ نو موږ په لومړي ګام کې له ټولو دولتي او امنيتي چارواکو څخه هيله کوو، چې د ژوندون ټلوېزيون او د ورڅېرمه پرتو ولسونو په ګډون د کابل د ټولو ښاريانو امنيت تامين کړي او که چېرې دوی دا مسؤليت نشي ترسره کولای نو بيا خو غيرتي افغان ولس مجبور دی چې د خپل امنيت او حيثيت د ساتلو لپاره په خپله لاس په کار شي. په داسې يو حالت کې که هره ناوړه پېښه رامنځته شوه، مسوليت به يې د جمعيت، نظار شورا او په هغو پورې د اړوندو وسلوالو او حکومتي چارواکو پر غاړه وي.»

%d9%85%d8%b3%d8%b9%d9%88%d8%af-%d9%84%d9%86%da%89%d9%87-%d8%ba%d8%b1%d9%87

نوموړې ادارې پر ولس او حکومتي چارواکو غږ کړی، چې د سنبلې د ۱۸ مې نېټې د احتمالي پېښو ټولو خطرونو ته متوجه شي او د لنډغرو او داړه مارانو د زور کارونې د مخنيوي لپاره د خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.

هر کال د مسعود د تلين د لمانځلو په ورځ په کابل ښار کې  د جمعيت لنډه غر د مسعود انځورونه د کابل په واټونو، موټرو ديوالونو باندې نښلوي او وسلوال کسان يې عام ولس ښکنځي، ډزې پرې کوي، خلک ډبوي، لارې بندوي او خلکو ته د تېر کابل د ورانۍ او وحشت ياد ورپه زړه کوي.

د يادونې ده، چې د مسعود د تېر تلين د لمانځلو په ورځ هم، په دهمزنګ او د کابل په زړه کې پر پولیسو او ملي امنيت باندې ډزې شوې وې، ډزې به هغه چا کولې، چې برګې دريشۍ يي پر تن کړې وې او پکولونه يي پر سر کړي و، په تېر تلين کې د لنډغرو د وحشت له امله ډېر موټرونه ټکر شوي و او ډير نور له لارو وتلي و.

د کابل په کابل بای سيمه کې د ۱۳ کلن ماشوم ټپي کول په بګراميو کې په سړک کې ډله ایز ټکر، په دهمزنګ کې پر پوليسو ډزې، د ملي بیرغ پرته د حزبي او اوياوومې لسيزې د وحشي بیرغ بیا رپول د تېر تلين د لنډغرو د وحشت او ډار اچونې، ظلم ښه مثالونه دي.

ويل کېږي چې د تلين په ورځ په کابل کې د همدې تش په نوم جهاديانو په انځورونو پوښل شوي موټر او وسله وال کسان  عام ولس ښکنځي، وژني، او بې عزته کوي يې.

%d9%85%d8%b3%d8%b9%d9%88%d8%af-%d8%b3%d8%b1%da%a9-%d8%a8%d9%86%d8%af

د کابل ښاريان وايي، چې کله  د شهيد د اونۍ په دې ورځ کابل ښار ته راووځې نو رنګارنګ بیرغونه، خپل سرې ډزې، د عام او پوځي کسانو وهل او ترټل، د چرس څکول د ناقانونه او بې پليټه موټرو، وسلو ګرځول د ښار بڼه بيخي بدله وي او یو ډول وحشت به پکې خپور وي.

ویل کیږي چې، قوماندان احمدشاه مسعود چې په ۱۹۹۰مو کلونو کې یې د خپلو سیالو وسله والو ډلو په وړاندې د کابل ښار په جګړو کې پراخ رول درلود د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۹مه د دوه عربانو له خوا چې ځانونه یې ژورنالستان معرفي کړي ول د مرکې پر وخت په کمره کې د ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په نتیجه کې ووژل شو، او له هغه وخت راهیسې یې اړوندې ملېشې هر کال په کابل ښار کې تلین په ډېر وحشیانه ډول د وسلو او زور په ښودلو سره لمانځي چې څو ځلې د ښاریانو د مرګ ژوبلې سبب هم ګرځېدلي دي.‌

مخکینې مطلب

چین سره د خوراکي توکو او هند سره د جګړې سوداګري

بل مطلب

د افغانستان- ايران د ريل پټلۍ تخنيکي چارې پيل شوې

ځانګړي مطالب

راپور تاژ

د مالي جکړه؛ د حکومت او مخالفینو متضاد دريځونه-پوځ وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 27, 2026
راپور تاژ

ایران او امریکا؛ د لسیزو شخړه او د سیمې د ځواک توازن

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 24, 2026
راپور تاژ

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
خبرونه

فایننشل ټایمز: علي خامنه‌يي د بشپړې بریا تر شعار لاندې ۳۷ کاله ایران رهبري کړ

نشرونکی: ح جلال
مارچ 3, 2026
افغانستان

اسلامي امارت د ۲۰۲۵ لاسته‌راوړنې اعلان کړې؛ له نړیوال تعامل څخه تر بندونو، امنیت او ټولنیزو مرستو/ راپورتاژ

نشرونکی: ح جلال
دسمبر 31, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 30, 2026
0

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

نظرپوښتنه: د ولسمشر ټرمپ محبوبیت تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 30, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سپاه پاسدران: هر برید ته به په ناڅاپي او نوو وړتیاوو ځواب ورکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • اقتصادي معاونیت: د واخان دهلېز سړک چارې ۷۴ سلنه بشپړې شوې او د روان کال تر پایه به بشپړې شي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران امریکا ته خبرداری ورکړ که تېروتنه تکرار کړي نو نوې پوځي وړتیاوې به وکاروو

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • تهران: د ټرمپ ګواښونه تشې باټې دي د هرمز تنګي کنټرول د ایراني ځواکونو لاس کې دی

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو وزارت: حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۷۳ زره ټنه انتقالات شوي

عبدالسلام حنفي ننګرهار کې د کډوالو د مېشتېدو، سړکونو او اوبو پروژو د چټکتیا امر کړی

لوګر کې د یوې کورنۍ د څلور غړو د وژنې عاملین ونیول شول

د ټرمپ او پوتین ټلیفوني خبرې؛ د اوکراین او ایران پر وضعیت بحث شوی

وال سټریټ ژورنال: ټرمپ د ایران پر وړاندې د جګړې په تګلاره کې له ستونزو سره مخ دی

سمنګان: حضرت سلطان ولسوالۍ کې د ۶۴ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

سوډان کې پر ښوونځي هوایي برید ۱۳ تنه وژلي

د مالي دفاع وزارت: حکومت ضد وسله وال له پلازمینې او لویو ښارونو شاتګ ته اړ شوي

ایران: صهیونیستي ریژیم د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره جدي ګواښ دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com