إاختره راشه

په هواه راشه مارغه شه

ځان ته جوړي کړه وزري

ستاد تن واړو پنجـوکي

راوړه راوړه ملغلري

چیري ورک یې راپخلاشه

مروراختره ! راشه

چې ګلان وی ټوکېدلي

أمن امن یې بادشا وی

چې په تخت ورسر کښېني

سوله سوله یې لیلا وی

په دې وران ګنډر وطن کي

نه یتیم وي نه غوغاوي

ټول جهان وي مینه مینه

دهرچاپه خوله مسکاوی

دې جنګو ته مسیحا شه

مرور اختره ! راشه

چې کوتری په بامونوپه

مستۍ غنمبري وکړي

ددې ړنګ ګودرپه غاړه

جنکۍ سندرې وکړي

دنګ چنار چی په خندا  وي

دځوانۍ خبرې و کړي

چې له زاڼو سره راشئ

ازادۍ وزرې وکړي

له ښکلا ډکه دنیا شه

مرور ا ختره! راشه

سپین اوفق یې دتورکړئ

توروشپو لره سوما شه

چې دلمروړا نګې خورې وي

موږته سیوری دهما شه

چې ګلاب اونرګس وژني

دې بلا ته یواه بـلاشه

په زړګي باندي داغ ورکړه

پرې را غونډه اژدهاشه

راشه لمرشه اورڼاشه

مرور اختره!راشه

له غوږنو یې پنا کړه

د چورلکو اوازونه

په باجو باندي بدل کړه

دټوپکو اوازونه

ماشومانوکې تازه کړه

اکوبکو اوازونه

چې کټ کټ له خندا شنه وي

دي مبارکو اوازونه

دکامل په خوله مسکا شه

مرور اختره !راشه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button