افغان مهاجرینو ته نور درې میاشتې وخت، هیلې او ویرې

ډاکټر آصف
نن د پاکستان صدارعظم نواز شریف په یوه رسمي غونډه کې افغان مهاجرینو ته د نور وخت ورکولو یا غزولو په اړه له خپلو وزیرانو سره بحث او مباحثه درلوده، په غونډه کې د افغان مهاجرینو لخوا د وخت د غزولو په وړاندیز بحث صوررت ونیو، د غونډې په نتیجه کې نواز شریف وویل چې افغانان زمونږ وروڼه او ګران میلمانه دي او هیچا ته به له دې پس اجازه ورنکړو چې دوی وزوروي، او دا یې هم وویل چې د دې لپاره چې د دوې په بیرته ستنیدا کې یو څه نسبی آسانتیاوي پیدا شي درې میاشتې وخت نور هم ورکوو، نو د افغان مهاجرینو وخت چې د روان کال د دیسمبر تر ۳۱ نیټې پورې و اوس به د ۲۰۱۷ کال د مارچ تر پایه پورې شي.
اګر که حقیقت ویل تریخ وي خو هغه د شرعي نکته نظر نه چې وایی: (الحق احق ان یقال) یعنی حق خبره داده چې باید حق وویل شي او پټ نکړای شي، د پاکستان صدارعظم باندې د افغان مهاجرینو څه قرض نه و او نه یې ورباندې څه غنم خرڅ کړی چې هیڅ بې هیڅه درې میاشتې نور هم وخت ورکوي، بلکه دا د افغان مهاجرینو په اړه د هغوی د پوره ښه فکر او سنجیده ګۍ ثبوت دی، خو پوښتنه باید له خپلو حکمرانانو نه وکړو چې آیا تاسې د خپلو راستنو شویو بې وزله، بې کوره، بې روزګاره او نادارو او بې بضاعته هیوادوالو لپاره تر اوسه څه آسانتیاوې برابرې کړي دي یا یې په پلان کې لرئ، دا پوښتنه د پاکستان حکومت په وار وار د افغانستان له حکومت نه هغه مهال هم کړې وه چې کله به د پاکستان، افغانستان او ملګرو ملتونو تر منځ د افغان مهاجرینو په اړه غونډې کیدې، د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو به تل په دغو غونډو کې په ټینګار سره له پاکستان نه غوښتنه کوله چې افغان مهاجرینو ته باید نور وخت هم ورکړای شي، خو پاکستان به ورته په ځواب کې ویل چې سمه ده مونږ به وخت ورکړو خو آیا تاسې هم د خپلو هیوادوالو لپاره کومه آسانتیا په نظر کې نیولي دی؟ ستاسې مسولیت د خپلو هیوادوالو لپاره څه دی؟ تاسی ته خو هم یو څه په کار دی ؟ کنه یواځې له پاکستان نه د آسانتیاوو غوښتنې کوې او بس، تاسي خو هم حکومت لرې او دا مهاجرینو خو ستاسی بچي دي نو څه آسانتیاوی مو ورته په نظر کې دي او څه پلان مو ورته طرحه کړی دی، د افغانستان له استازو سره به په دې هکله هیڅ ډول ځواب نه و، یواځې یو ځل فقط د افغانستان لخوا ځواب دا و چې مونږ به ورته ځمکې او نمرې وویشو، چې دا هم هسی یوه نمایشی خبره ثاببته شوه ځکه چې تر اوسه هیچا داسی کومه پروسه ونه لیده چې د افغانستان حکومت دې په اړه کوم ګام پورته کړی وي.
اوس افغان مهاجرین د دی خبر په اوریدو سره چې درې میاشتې نور وخت هم ورته میلاو شو خوشحاله دي ځکه چې په کړمو کې به یې یو څه نسبي آسانتیاوی په لاس ورشي، په دی معنی چي چیرته به ځانونو ته د یوې جونګړې د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړی، او هم به د روزګار لپاره یو څه اقدامات وکړي او هم به خپلې سرمایې راغونډي کړای شي. نو ځکه افغان مهاجرین د پاکستان له مشرتابه نه د دې نوي اقدام یوه نړۍ مننه کوي چې د افغان مهاجرینو په اړه یې خپل اخلاص څرګند کړ، او په راتلونکی کی هم ورنه هیله لري چی د تکلیف په وخت لکه د پخوا په شان چې همدغه مهاجرینو د خپلو جابرو حکومتوونو لخوا شړل شوي، وژل شوي، کورونه یې وران کړای شوي او تیښتې او بل هیواد ته په تلو مجبور شوي وو او د پاکستان حکومت په ورین تندی پناه ورکړې وه یو ځل بیا د تکلیف پر وخت د دغه مظلوم ملت د لاس امسا شي، او که د افغانستان حکومت د پاکستان د حکومت په هکله هر څه وایی هغه د هغوی خپل وجدان دی خو دا نیکي به هیڅکله هم د افغان مهاجرینو نه هیره نشي نو افغان مهاجرین د پاکستان له حکومت دا هیله درلوده او په راتلونکی کی یی هم لري. خو د افغان مهاجرینو ویره د پخوا په شان اوس د خپل هیواد له حکومت نه ځکه شته چې څه موده وړاندې یو شمیر افغان مهاجرینو کډې چې تازه افغانستان ته ستنې شوی وی او د ځای ځایګی د نه درلودلو له کبله یې په یوه دښته کې کډې اړولې وې، نو امنیتی ځواکونو ورته د دښتی د خوشې کولو حکم کړی و خو افغان مهاجرینو ورته په ځواب کي ویلی وو چی د کور لپاره ځای نلرو یا اجازه راکړی چی کورونه جوړو کړو او یا لږ وخت راکړی چی ځانته د کور غم وکړو ، خو امنیتی ځواکونو دا نه منله چې بالآخره خبره په شخړه بدله شوه او بالآخره د امنیتی ځواکونو لخوا پری ډزې وشوې او یو شمیر مهاجرین مړه او ټپیان شول، خو چې حکومتي مشرتابه د دې پیښې په اړه له خپلو امنیتی ځواکونو نه پوښتنه وکړه هغوی په ځواب کی ورته وویل چی دا غاصبین وو او ځمکی یې غصب کولي.
نو ځکه اوس هم افغان مهاجرینو د هیلی او ویری تر منځ شپې او ورځې سبا کوي.



